نجیب الله آزاد

نجیب الله آزاد –

د ملي حکومت د رامنځته کیدو سره سم ښاغلي عبدالله عبدالله د اجراییه رئیس په توګه د نیم واک په تر لاسه کولو ډیر د خوښۍ احساس کاوه او نه یوازې په هیواد کې دننه بلکې له هیواده بهر به هم د ولسمشر غني تر څنګ لیدل کیده، خو د نوموړي د خولې اوبه د متحده ایالاتو په سفر کې د کوربه هیواد د بهرنیو چارو وزیر او د افغانستان د واک د ویش میر جان کیري له څرګندونو وروسته په اوچیدو سوې. نوموړي د جګړیز سیاست له تجربو دا انګیرل چې ګواکې یو سیاسي رهبر دی او د شترنج په لوبه کې اوس مهارت لري ، خو د څو میاشتو په تیریدو نوموړي دا احساس وکړ چې د نیم واک څیښتن نه بلکې د واک نیم دی.

د قسیم فهیم د تلین په مناسبت جوړې غونډې په مراسم کې نوموړي په مستقیم ډول پخواني ولسمشر حامد کرزي ته وړاندیز وکړ چې نوی سیاسي ګوند (د حکومت اپوزیسون) دې نه جوړوي، له دې پرته نوموړي په وار وار په بیلابیلو ډولونو هڅه کړې چې ولسمشر غني د حامد کرزي د اپوزیسون جوړنې کتوجه کړي څو ولسمشر غني د حامد کرزي په وړاندې نه یوازې محتاط بلکې دفاعي دریځ خپل کړي او د دوی تر منځ واټن پیدا سي لاکن نوموړي دا هیر و چې دې دواړو ښاغلو تر ده څو زره پرتګونه ډیر زاړه کړي.

که څه هم ښاغلي عبدالله عبدالله تل دا هڅه کړې چې د ولسمشر غني په وړاندې خنډونه وزیږوي او تر یوه حده یې دا کار کړی هم دی چې اخیري زهر یې د اجمل عبید عابدي د ملي امنیت د مرستیال په توګه د معرفت په وخت کې وپاشل لاکن د ولسمشر په توګه چې نه یوازې د اجراییه قوا بلکې د درې ګونې قواوو یانې د دولت مشر دی غني په خپلو ډیرو چارو او دریځونو کې بریالیتوب موندلی.

اوس به راسو دې ته چې د ملي یووالي حکومت څه ډول د ښاغلي عبدالله عبدالله د ویرې او تشویش سبب ګرځیدلی.

لومړی به یې د ولسمشر د ساتونکو (باډیګارډانو) څخه پیل کړو، څرنګه چې دا اته بارډیګارډان مطلق د ولسمشر د ساتنې لپاره روزل سوي او هر څوک چې ولسمشر سي دوی به د هغه د ساتنې دنده لري. دا اته بارډیګارډان چې تیر لس کاله د پخواني ولسمشر بارډیګارډان وو او بیا د نوي ولسمشر اشرف غني پر شا او خوا باید تاو راتاو وي اوس د متواتر بدلون په شکل په دوو برخو ویشل سوي، څلور یې یوه اونۍ د ولسمشر غني سره وي او څلور نور یې د پخواني ولسمشر حامد کرزي سره، بیا یوه اونۍ وروسته دا څلور ولسمشر غني ته ورسي او هغه نور څلور حامد کرزي ته چې دې کار نه یوازې عبدالله عبدالله په دې اندیښمن کړ چې ګواکې د ولسمشر ساتونکې دې ولې د یوه متقاعد ولسمشر (چې اساسي قانون ځانګړي حقوق ورکړي) د ساتنو دنده هم ولري بلکې د ولسمشر غني او د حامد کرزي تر منځ دومره اعتماد سخت اندیښمن کړی.

دویم دا چې حامد کرزی نه یوازې د ولسمشر غني سره وخت نا وخت لیدنې کتنې کوي بلکې د نوموړي د ټول سیاست په ځانګړې توګه د نوموړي د بهرني سیاست یو ځانګړی سفیر هم دی. کله چې ولسمشر اشرف غني پاکستان ته په لومړي ځل درې ورځینی سفر وکړ نو د نوموړي تر بیرته را ستنیدو مخکې حامد کرزي هندوستان ته سفر وکړ او هلته یې د هند د لومړي وزیر نریندر مودي په ګډون د کوربه هیواد له لوړپوړو سیاسي چارواکو سره لیدنه کتنه وکړه.

د ولسمشر اشرف غني چین ته تر سفر یوه اونۍ وړاندې د چین دولتي ماڼۍ د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي میلمه پالنه وکړه چې د لیدنو کتنو دا لړۍ د ولسمشر اشرف غني چین ته په ورتګ پای ته ورسیده.

تر دې وروسته د ولسمشر اشرف غني له پاکستان سره دوامداره اړیکې، پاکستاني سیاسي، نظامي او استخباراتي چارواکو کابل ته سفرونه او په پای کې د پاکستان او افغانستان د استخباراتو تر منځ د تفاهم لیک لاسلیک حامد کرزی یو ځل بیا د هندوستان د لومړي وزیر د ماڼې میلمه کړ چې له هغه ځایه یې بیا د چین د بازارانو په کوڅو کې پر شونډو د مسکا په حالت کې ولیدل سو.

که څه هم ښاغلی حامد کرزی په رسنیو کې د افغان حکومت سره په ډیریو مسایلو کې په ځانګړې توګه د امریکا سره د ستراتیژیک او د پاکستاني استخباراتو سره د تفاهم لیک سخت مخالفت ښیي لاکن عبدالله عبدالله دا مخالفت هم د نوموړي پیچلی سیاست بولي. د ملي یووالي د حکومت تر جوړښت وړاندې د ښاغلي عبدالله عبدالله له ښاغلي محمد اشرف غني سره تړون لیک او د لوړې په مراسمو کې د ولسمشر اشرف غني لخوا په دوو کالونو کې د لویي جرګې راغوښتل او په اساسي قانون کې تعدیل نوموړي دا ډاډ ورکړ چې ګواکې اوس او له دې وروسته به نوموړی د واک څیښتن وي. خو اوس ښاغلی عبدالله عبدالله حالاتو ته په کتو دې نتیجې ته ریسدلی چې ګواکې نوموړی د یوې سترې سیاسي لوبې په درشل کې ولوبول سو، که چېرې د ملي یووالي حکومت منځ ته نه وای راغلی نو به په اساسي قانون کې تعدیل نه راته او د افغانستان د ریاستي حکومت د طرز له مخې به د بې ساري واک پر ګدۍ یوازې یو شخص کښیناست چې لږ تر لږه به ښاغلی حامد کرزی نه وای ځکه چې د ریاست اوسنی اساسي قانون نوموړي ته دا اجازه نه ورکوي چې د دریم ځل لپاره دې د واک پر ګدۍ کښینې.

اوس که چیرې اساسي قانون تعدیل کیږي نو د اساسي قانون دواړه فصلونه ( د افغانستان سیاسي نظام جوړښت چې ریاستي دی) او (ولسمشر) به تعدیل کیږي، او که چیرې لومړی فصل (د افغانستان د سیاسي نظام چوړښت) تعدیل نه هم سي او افغانستان یو ریاستي نظام ولري لاکن دویم فصل (ولسمشر) تعدیل سي او تر څنګ یې د اجرایه قوا (حکومت) واک اجرایه رئیس / صدراعظم ته ورکول کیږي او ولسمشر به د دولت مشر وي نو دا قانون په اتومات ډول د حامد کرزي د بیا راتګ زیری دی او اساسي قانون به نوموړي ته هر یوه پوست ته د نوماندیدو حق ورکړي.

دغو ټولو سناریو ته په کتو ښاغلی عبدالله عبدالله اوس په دې اند دی چې د ملي یووالي حکومت اصلاً د ولسمشر اشرف غني او حامد کرزي حکومت دی او د نوموړي ویره پر ځای ده، ځکه چې دا نورو دواړه مشرانو ثابته کړه چې هر یو پر خپل ځای د سیاست په ډګر کې د پوره لوبیدو وړتیا لري او دغه دواړه د دریم سیال په نه شتون کې یو د بل بدیل دي. فلهذا د راتلونکي تعدیل سوي اساسي قانون له مخې به ښاغلی اشرف غني او ښاغلی حامد کرزی د پوتین او میدویدیف تګلاره خپله وي.

د سوکاله او سرلوړي افغانستان په هیله…

———————————————————

دا او نورې ټولې لیکنې، چې په تاند کې د لیکوالو په نوم خپرېږي، د لیکوالو نظر څرګندوي. لا هم ډېر خلک شته چې په دې نه پوهېږي چې که په تاند کې د چا په ګټه یا خلاف لیکنه خپره شوه، معنا یې دا نه ده چې تاند د هغه شخص مخالف یا موافق دی.

له طالبانو رانیولې تر اجرايي رييس او پخواني ولسمشر پوري ټول په هره هغه لیکنه شدید عکس العمل ښيي چې په تاند کې د دوی خلاف خپره شي. حال دا چې په دې ویبپاڼه کې د دوی په ګټه یا ملاتړ هم ګڼې لیکنې خپرې شوي دي.

ګوندي دا سپیناوی د ټولو سر خلاص کړي.

تاند

One thought on “د ملي یووالي حکومت او د عبدالله عبدالله ویره”
  1. یا خدا! این چی نوع مخلوق خلق نمودی. همه روز در باره عبدالله بنویسید که گویا غنی پیغمبر خداست. لنگی در سر کرده آدم انسان نمیشود و خواهید نخواهید عبدالله به نمایندگی از یک قوم حکومت خواهد کرد.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *