د ملي یووالي د حکومت په اړه د دویم پړاو ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو د هوکړه لیک لاسلیک په ټولنیزو شبکو او نورو برخو کې د دواړو نوماندانو د ځینو پلویانو او نورو خلکو توند غبرګونونه پارولي.
له دغه تړون سره د قهریدلو کسانو استدلال دا دی،چې په دغه تړون کې واک وېشل شوی،د خلکو رایې له پامه غورځول شوي او دا ټول د دوی په نظر د قانون،ولسواکۍ او ملي توقعاتو خلاف دي.
اول خو د خوښۍ ځای دی،چې د یو مهم مسولیت په توګه له سیاست سره زموږ د زیاتو خلکو لېوالتیا ډېره شوې او دوی د هېواد د مهمو مسلو په اړه فکر،مبارزه او په ځغرده نظر څرګندول خپل مسولیت ګڼي.
د نظر ورکولو په حق کې د صلاحیت ترڅنګ چې موږ یو څه هېرکړي له دغه حقه په استفاده کولو کې له صلاحیت څخه بې مسولیته یا نا سنجول شوې کاراخیستل دي.
د ملي یووالي د حکومت په اړه د هوکړه لیک پروړاندې غبرګونونه عیناُ له دغسې یوې ستونزې سرچینه اخلي.
د دغه کار زیات منتقدان د افغانانو دسترخوان،روزګار،ذهني نارامي،په ټپه ولاړ او شاته تلونکی اقتصاد او نورې زیاتې ستونزې په پام کې نه نیسي.
د افغانستان شرایط یا سهي ورمعلوم نه دي،یا په لوی لاس سترګې پرې پټوي او دې ته نه ګوري،چې که دغه هوکړه لیک له ټولو نېمګړتیاوو سره لاسلیک شوی نه وای،ګټوره او تردې غوره بدیله نسخه د افغانستان لپاره څه وه؟
ما چې تریوه حده د دواړو نوماندانو د توند دریځه پلویانو نظرونه او هم د نورو ورته خلکو څرګندونې له یاد شوي هوکړه لیک سره د مخالفت په اړه اوریدلي،زیاته نارضایتي یې د واک د وېش پرمسلې ده.
په یوه جمله کې د دې مخالفت او نارضایتیو لامل د واک د وېش پر سر جنجال دی.
دا جنجال په افغانستان کې د پېړیو،پېړیو بدو ورځو د جنجالو اصلي رېښه ده،زموږ په ننني ژوند کې هم یو څه چې ډېر ځورونکی دی،د حکومت او قدرت په اړه زموږ د درک او تصور ډېر کلاسیکوالی دی.
موږ اکثره تراوسه دا فکر کوو چې سیاست د یوې محدودې زماني مقطعې په چوکاټ کې د څو محدودو کړیو کار او مسولیت دی او موږ د سیاست په اړه نظر،تبصره او خپل فعالیت باید ترهمدې محدودې زماني مقطعې او د څو کړیو تر چوکاټه منحصر کړو.
هغه تصور او ګومان چې په واقعیت کې زموږ یوه لویه ستونزه ده او تل زموږ په وروسته پاتې ساتلو کې لویه ونډه لوبوي.
دا تصور همدا د سیاست او خپلو مسولیتونو لنډمهالي کول او نورو ته د خپلو مسولیتونو او رهبرۍ د همېشنۍ سپارلو ستونزه ده،چې باید نه مو لرلای او د بدلولو لپاره یې کار په دی.
دغه وضعیت ته په کتو سره زه یو ځل بیا ځانته دا حق ورکوم،چې ووایم همدا موږ او همدا مو ټاکنې او پایلې،یانې په نسبي درغلۍ،نه زغمونکو ناندریو او ملاماتونکو جنجالونو کې ایسار دیموکراتیک بهیر،چې ټولو یې ټولې خواوې ولیدلې.
د دغه وضعیت یو اساسي لامل له ولسواکۍ او سیاست څخه زموږ محدوده پوهه او غلط درک دی.
موږ باید دا درک او تصور بدل کړو،چې د ټاکنو پایله اېله دا شوه،چې دوو ټاکنیزو ټیمونو پخپل منځ کې واک سره تقسیم او د هېواد ټول برخلیک د دوی په واک کې شوو.
که دا تصور ولرو او دا زموږ سراسري تصور او ګومان وي،بیا همداسې کیدای شي،دواړه ټاکنیزې ډلې او بل هرڅوک چې زموږ د برخلیک ټاکلو حق د ځان وګڼي،په اسانۍ سره داسې کولای شي.
د دواړو ټاکنیزو ډلو پلویان او زموږ هغه ښاغلي چې د افغانستان د ځورونکو بدو عیني شرایطو له درک کولو پرته پردې باور دي،چې د ملي یووالي حکومت له نا انصافه هوکړه لیک لاسلیکولو پرته په یوازې ځان تردې هوکړه لیک بله نا انصافي شوې او پر ټول واک یې د پنجو خښولو عملي هڅه کړې وای،د هېواد او خلکو برخلیک به څه و؟
دوی ولې هېروي،چې افغانستان د درېیمې نړۍ د یو کمزوري هېواد په توګه څومره د کورنۍ زورواکۍ او بهرنۍ لاسوهنې په منګولو کې اېسار دی،دوی ولې دې له یاده باسي چې دیارلس کاله وړاندې یې د هېواد برخلیک په یوه بهرني ښارکې د بندو دروازو ترشا داسې وټاکل شو،چې خلک د دغه برخلیک په ټاکنه کې حد اقل هم دخیل او خبر نه وو.
اوس که د واک په وېش کې بې انصافي شوې،یا ځینې کارونه د قانون خلاف شوي،خو لویه خبره دا ده چې د خلکو اراده خو له لویه سره په پام کې نیول شوې،هغه کسان چې د ولس لویه برخه خلکو رایې ورکړې وې،د راتلونکي دولت د رهبرۍ او اجرایوي مشرۍ څوکیو ته اعلان شول.
د احساساتي غبرګونونو او تبصرو پرځای،یا د دې پرځای چې زموږ لوستي خلک په ولس کې د ټاکنیز بهیر له منفي تبلیغ سره د ولسواکۍ رېښې په تبر ووهي،ښه ده چې د ملي یووالي په حکومت کې د نه پوره کیدونکو توقعاتو د پوره کیدو لپاره منتقدین د مدني او سراسري خوځښتونو او څارونکي ذهنیت د ایجاد په موخه ممکن عملي ګامونه واخلي.