تاند- د ملي یووالي د حکومت مسوده، چې ویل کېږي لا نهايي شوې نه ده، د افغانستان په اساسي قانون کې د بدلون راوستلو لپاره د لویې جرګې پر جوړولو، د الیکترونیکي تذکرو پر وېشلو، د ولسوالي شوراګانو د انتخاباتو پر کولو او د ولسوالیو د پولو پر ټاکلو تمرکز لري.
د اساسي قانون د تعدیل لپاره لویه جرګه لازمي ده او لویه جرګه هغه وخت جوړېدای شي چې له اوسني قانون سره سم د ولسوالیو شوراګانې هم تشکیل شوي وي.
د ملي وحدت د حکومت په مسوده کې ویل شوي چې ولسمشر به په دوو کلونو کې لویه جرګه رابولي څو د صدارت د چوکۍ لپاره پرېکړه وکړي. ولسمشر به د لوړې له مراسمو وروسته د اساسي قانون د ترمیم یا بدلون لپاره یو کمیسیون جوړوي. کمیسیون به په اساسي قانون کې د تعدیل مسوده چمتو کوي.
د ملي یووالي د حکومت له مسودې سره سم ولسمشر به د لوړې د مراسمو په ورځ د اجرايي چارو ريیس او مرستیالان معرفي کوي. د اجرايي چارو ريیس به د ناکام کاندید له لوري معرفي کېږي او ولسمشر به یې تاییدوي. د موافقې پر اساس اجرايي ريیس به د ولسمشر د اوامرو تابع وي.
د موافقې په مسوده کئې دغه راز راغلي چې دواړه کاندیدان به د امنیت، اقتصاد او مستقلو اورګانونو په شان د دولت د کلیدي ادارو د مشرانو په ټاکلو کې مساوي ونډه لري. د ملي امنیت په شورا کې به هم د دواړو ونډه برابره وي.
د دې موافقې، چې د عبدالله عبدالله له لوري پرې تاکید کېږي، په مسوده کې دا یادونه هم شوې چې دواړه کاندیدان به د ټولو جګپوړو سیاسي او قضايي چارواکو په ټاکلو کې مشوره کوي. د دولتي ادارو پر کار به یو غیرحکومتي اورګان څارنه کوي.
ټاکل شوې ده چې د اپوزیسیون مشر هم د ولسمشر په فرمان ونومول شي خو اپوزیسیون به د حکومت همکار وي.
په انتخاباتي سیستم کې به هم اصلاحات راوستل کېږي. د ولسمشر په فرمان به یو کمیسیون د اصلاحاتو لپاره ګومارل کېږي او کمیسیون به د خپل کار راپور د اجرايي چارو رييس ته ورکوي. د کمیسیون غړي به د دواړو کاندیدانو په خوښه ټاکل کېږي.
تراوسه پوري د موافقې پر دې مسودې دواړو کاندیدانو لاسلیک نه دی کړی.
د قدرت ویشل موږ ته د منلو نده او که چیری اشرف غنی دا مسوده ورسره ومنی چی واک به په مساوی ډول د دواړو کاندیدانو تر منځ ویشل کیږی نو تر ده (غنی)به لوی خاین او غدار د مځکی پر مخ نو وی
که داسی وشول د پیړیو پیړیو لپاره به د افغانستان خانه ورخرابه کړی او دا زما وطن به هیڅ کله هم جوړ نشی.
اشرف غنی !!!! که دی دا منافقنامه امضا کړه، اوس خو می وس نه درباندی رسیږی د اخرت په ورځ به د ټولو افغانانو لاسونه ستا په ګریوان کښی وی.
د یو مومن په شان په خدای توکل وکه او د هیڅ چا پرواه مه کوه د خدای په رضا سره به ته اولسمشر کیږی
محترمو دوستانو سلام ! دټولنپوهانو او د سياست په ورځنی ډګر کی سياستوالو څخه زما داهيله ده چي داپوزيسون کچه په علمی توګه زموږ په هيواد کي معلومه کړی،اپوزيسون يعنی شورايي نظار داڅنګه کيدايي چي هم کار کوم اوبيا خپل کار نقده وم وايم دا کار مو غلط کړی، وايي چي( هم کوزه وهم کوزه ګر)أيا دهغو سياسی دموکرات اوپه وطن مين ګوندونه چي داصل پر اساس داپوزيسون حق لری هغه به چيرته وی ،ما ډير وبخشی ،دغلو څخه اپوزيسونړجوړه ول دنورو مترقی دموکرات ګوندنو حق خوړل دی اپوزيسون بايد اصلاحی لوری ولری نه داچي دکودتاګانو اخطارونه او اوأمر صادروی لمړی دی حقوقی-سياسی تحليل وشی بيادی اپوزيسون جوړ شی ..په درناوی سره
کچیری پورتنی متن اشرف غنی لاسلیک کری نو بیا د انتخاباتو څه ضرورت وه له دی خوبیا د کرزی دوره شه
همګرایانو سره دولت مساوی تقسیم کری وه فایده یی داوه چی نظام خو فارلمانی نه وه خدای ج مهربان دی اینده
کی به یوسم ریس راغلی وه او دا نظام به یی له دی بحرانه خلاص کری وه
که داسی وشی نو دا به د ملت سره غټ خیانت وی او هیواد به د تباهی سره مخ کړی
De melat pe ster zian khabera da.
یاره خرابی یی وکړ!
زه خو د حکومت ته له سره خوشاله نه یم او که اشرف غنی د وطن دجوړولو هوډ لری نو دا ملی حکومت دوامدار نه ګڼم او که هغسی په اوبو وچه ډوډی پوری کوی بس ورسره کش کوی به.
فرض کوو عبدالله ورته یو غیر مسلکی کس چی دیو پوست لپاره مناست نه وی معرفی کوی که اشرف غنی یی نه ورسره منی نو غږ یی پورته کیږی ورسره او که یی ورسره منی نو دوطن دجوړیدو دالله مل شی.
او یو بل څه تر اوسه ګونګ دی البته ماته چی افوزیسیون به هم د تواړو په خوښه وی که به دعبدالله له ډلی وی او که به واقیعی اپوزیسیون وی ….
هلکو سړه خورئ، غني مه کنځئ، دا خو مسوده ده تر اوسه خو چا منلې نه ده. البته دا ښه اچار دی چې د … بوی ترې له اوسه لا راپورته کیږي.
اره خرابی یی وکړ!
زه خو د حکومت ته له سره خوشاله نه یم او که اشرف غنی د وطن دجوړولو هوډ لری نو دا ملی حکومت دوامدار نه ګڼم او که هغسی په اوبو وچه ډوډی پوری کوی بس ورسره کش کوی به.
فرض کوو عبدالله ورته یو غیر مسلکی کس چی دیو پوست لپاره مناست نه وی معرفی کوی که اشرف غنی یی نه ورسره منی نو غږ یی پورته کیږی ورسره او که یی ورسره منی نو دوطن دجوړیدو دالله مل شی.
او یو بل څه تر اوسه ګونګ دی البته ماته چی افوزیسیون به هم د تواړو په خوښه وی که به دعبدالله له ډلی وی او که به واقیعی اپوزیسیون وی ….
تر دی خو به دا ښه وه چی ولسمشر ډاکتر احمدزی نه بلکه ډاکټر عبدالله وای. ځکه په پورته مسویده کی تر مساوی هم یو څه زیات دی چی دا به په راتلونکی کی احمدزی صاحب لپاره لوی مشکل جوړ کړی.
د قدرت ویشل موږ ته د منلو نده او که چیری اشرف غنی دا مسوده ورسره ومنی چی واک به په مساوی ډول د دواړو کاندیدانو تر منځ ویشل کیږی نو تر ده (غنی)به بل بی ننګه څوک نه وی
ګرانو وطنوالو دايوه ډيره غټه خاينانه تو طيه ده هر چا چه دا طرحه جوړه کړی اوپه دي طرحه به بحث آو خبری کوي هغه هم ټول ملي خاينين دی.عجبه داده يو خوا دقانون اساسي خخه خبری کوۍ دبلی خوا قانون اساسي نقض کوی
/۱دقانون اساسی په کوم فصل او کومه ماده کی داجرايوي پوست ته په دولت کی ځای ورکړل شوی او کوم صلاحيتونه ورته ټاکل شوی،ايا داخپله يو نقض دقانون نه دی.
ايا داجرايوی معاون تول کارونه به داولسمشر دکارو سره په ټکرکی نه وی فکر نه کوم چه داولسمشر دواړه معاونين چه قانونی بڼه ولری اوهمدارنکه دکآبينی وزيران چه قانونی بڼه غوره کوی فکر نه کوم چه داجرآيوی معاون هداياتو ته غوږ ونیسی داځکه چه معاونين او دکابينې وزيران ريس جمهور ته مسوليت لری نه اجرآيوی معاون ته به دی صورت کی به دولت دبحران خواته روان نه شی او دريس جمهور سر دردی به زياته نه شي.
۲/عجبه نه ده چه يو بايلونکی ته حق دمداخلی په دولت کی ورکول کيږی که هدف دملي حکومت خخه وی اشرف غنی په خپله يو ملي شخصيت او ملي شخصيتونه ورسره ملګری دی کولي شی چه په مشوره سره يو ملی حکومت جوړ کړی
عبدالله دملت په نظر يو ملي شخصيت نه بلکه يو ملی خاين دی که ملی خاين نه وی ده ولي دخپل وزارت خارجه په و خت کي دريس جمهور صلاحيت تر پشو لاندی کړه او دامريکايانو سره ئ دتلاشۍ او هوائ بمبارۍ پروتوکول امضا کړ بیا هم غواړۍ چه دولت ته او يا ددولت سلا او مشورو ته داخل تر دی بدتري معاملی وکړی په دي موضوع داولسونو دقهر او غضب ته لاتر اوسه چاجواب نه دي ویلی بيا هم عبدالله، بيا هم عبدالله.۴/.
خبری ډيري زه خپله خبره چه نتيجه دخبرو ده په لاندی توګه لندوم .
که چيری عبدالله او دعبدالله دډلي پيژندل شوی څيری دملی وحدت په نا مه دولت ته داخليژی دا به داشرف غنی او داشرف غني دټيم خاينانه عمل وی .داچه خاينان حکومت ته داخل شي . خپل خاينان به حمايه کوی .بد نامی به داشرف غنی او دده دټيم دملګرو نصيب وی. دا طرحه خاينانه ده بياهم وايم داطرحه خآينانه ده خيانت مه کوي ،خيانت مه کوۍ تاريخي رسالت ته نظر وکړي دتاريخ دتورو څپيړو نه ځان وژغوروۍ.زمونږ خندا او خو شحالي په زړا او ګوشه نشينۍ مه بدلوۍ
مه وار خطا کیږۍ ، اشرف غني ېې نه مني ـ ځکه چې ملت ېې نه مني ، ځان پوهول په کار دي
که غنی دا موافقتنامه ونه منی او فرضا د نظارشورویان بیا ګډوډی جوړه کړی . تاسو حاضر یاست چی د هغوی په مقابل کی ودریږی او له اسلامی ، قانونی او افغانی دولت نه چی د قانونی او قبول شویو انتخاباتو په نتیجه کی منځ ته راځی صادقانه همکاری وکړی؟
په هرحال دا د ټولو افغانانو دنده ده چی د قانونی دولت د جلالتمآب داکتر محمد اشرف غنی احمدزی تر قیادت لاندی دولت سره همکاری وکړی او له هغه نه دفاع وکړی. پښتانه کنځا نه کوی ټولو ته په درناوی خطاب کوی.
که چیری واک نیمایی وی او یا هم بایلونکی کاندید دومره صلاحیت ولري څومره چی پورته دکر شوی دی موږ ته د منلو وړ نده. موږ به بیا بغاوت پیل کړو
دوستانو زما عاجز او مظلوم انسان یو لنډشان دالهی قدرت دتعبیر تفسیر چه کله ددهاراده وشوه محمد رسول الله(ص) اودنیا ظاهره شوه نظم چلن شو کا ینات پیداشول پیړی پیړی دیوه خالق پاچاهی ده اووه دده سره هیڅ شریک کاروبار او نظام نشته او نهوه څومره ښکلی نظام څومره لوی او غټ قوت دلوی خالق چون واحد زات ده که وغواړی دنیا ړنګهاو که وغواړی دنیا اباده ده څوک نشته چه دده مخالفت وکړی اصلی مطلب داده جه
ډاکتر صاحب اشرف غنی دقانون خلاف یوه ناکام کاندیدته دومره صلاحیتونه ور کړل هیڅ ضرورت نه وه ناکام ناکام ده دیوی چوکی مستحق نهګڼل کیده هسی داوتو بوتو وډارشو په ډاګه ویلی شم او تاسو دشاهد وی چه اشرف غنی ته به اوبه خړویاو دای به پکی ماهی نیس نوره خطاشوه هغه ارزو ګانی چه ملت در لودی دخاورو لاندی کړی زه یو ډیر وړوکی پوست لرم دوهمه درجه ریس یم په یوه اداره کی ددوی دلوړی سره سم به استعفاه وړادی او موجوده سازشی دولت کی کار نکوم با احترام.