تاند- د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم یوه مشر نن /دوشنبه/ وویل چې د ولسمشرۍ د دوهم پړاو انتخاباتو د دوو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ د ملي یووالي د حکومت پر سر خبرې ناکامې شوې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په منځګړتوب دواړو کاندیدانو موافقه کړې وه چې د ملي یووالي حکومت به جوړوي چې پر اساس به یې هر څوک چې انتخابات وګټي ولسمشر کېږي او مقابل لوري ته به د اجرايي چارو مشري ورکوي.
د عبدالله عبدالله دوهم مرستیال محمد محقق رویټرز خبري اژانس ته وویل چې دواړه مشران د اجرايي چارو د رييس د واک او صلاحیت پر سر موافقې ته ونه رسېدل.
محقق مقابل لوری ملامت وباله، ویې ویل چې خپل دریځ یې سخت کړی او د اجرايي چارو ريیس ته زیات واک نه ورکوي.
محقق نن رویټرز خبري اژانس ته په مرکه کې وویل:«خبرې دوې ورځې وړاندې ناکامه شوې. سیاسي بهیر اوس درېدلی دی، موږ له دې حالته د وتلو کومه لار نه وینو.»
له محقق جلا نن د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم یوه ویندوی فاضل سانچارکي خبرداری ورکړ چې که د دوی غوښتنې ونه منل شوې نو جدي اقدام به وکړي. سانچارکي وویل چې هم به د انتخاباتو له روان بهیره ووځي او هم به د انتخاباتو پایلې ونه مني.
اقاي سنكجاركي؟
بايد به فهمي اين أراده ملت است،اين أراده شخصي شما و محقق وجند نفر أوباش نيست كه شما اين انتخابات را قبول نه كنيد ،كسيكه به أراده مردم احترام نه كند وبه أراده مردم لبيك نه كويد او متمرد،ياغي وباغي ناميده ميشود در مورد همجو اشخاص قانون دولت جزائ را در قانونق بيشبيني كرده لطفاء هوشيار انه وعاقلانه نه عمل نمايد كه مورد مجازات قرار نه كيريد
Mr. Double Abdullah and his followers are playing with fires.
Dear Mr.. Ahmad Zai,
Keep up the good work and be firm, do not let this illiterate so called DOCTOR and a few street gangs change your mind. The people of Afghanistan are the winners.
آقای سنګ چارکی :
اینجا جای پرزدن عزراییل نیست
مګر فرعون ګشته ای اینجا رود نیل نیست
انشاالله این ارمان را به ګور خواهی برد
زه دمحترم ډاکتر صاحب احمدزي حوصله مندی ته تسليم شوم کور مو ودان چي دمداريانو سره مو څومره برده باری او حوصله مندی وکړه زه پوهيږم اوتاسو احساسوم چي څومره به خسته اوستړی شوی ياست ددی ټولو سره سره تاسو او ستاسو کاری ګروپ ته لا کاميابی غواړم هرکله دښه صحت خاوند اوسی،دتاسو ټول کاری ګروپ ته وحدت اويوالی په ټولو کارونوکی غواړم،دا چي تاسو ډير کوشش وکړ اوداچي دچوکي اومقام غوښتونکو اشخاصو دخودخواهی ټغر ټول شو کوم مشکل نشته وړونکی اوبايلونکی دهری لوبی پای وی.ملت تاسو يوازی نه پريږدی .دعطا باټی هسی دخپلی ترازو پانګ ډيره وی ،زما په أند نور کيري اوملل حق نلری چي دملی وحدت په حکومت کی مداخله وکړی،تاسو ټولوته کاميابی غواړم