ملګري ملتونه
تاند- ملګروملتو، ناټو، د امریکا متحدو ایالتونو او ایران د افغان کاندیدانو ترمنځ د موافقې او د نوي حکومت د جوړېدو هرکلی وکړ.
وروسته له دې چې د انتخاباتو د کمیسیون رييس د ولسمشرۍ د انتخاباتو ګټونکی اعلان کړ په افغانستان کې د ملګروملتو خاص استازي په یوه اعلامیه کې وویل چې ملګري ملتونه د افغانستان د انتخاباتي بهیر د پای ته رسېدو هرکلی کوي او د ملي یووالي د حکومت د جوړېدا ملاتړ څرګندوي.
ناټو
د ناټو سرمنشي اندریس فوګ راسموسن د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ د ملي یووالي د حکومت پر سر د موافقې لاسلیک او د اشرف غني احمدزي په ولسمشرۍ د نوي حکومت د جوړېدو هرکلی وکړ.
راسموسن په یوه اعلامیه کې ویلي:«زه د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله له لوري د ملي یووالي د حکومت د جوړېدو د موافقې هرکلی کوم. له ګڼو ستونزو سره سره دواړه کاندیدان پر خپلو ژمنو ودرېدل. زه اوس له دوی په کلکه غواړم چې د حقیقي سیاست په رڼا کې خپل مسوولیتونه ادا کړي.»
راسموسن دغه راز ټینګار کړی چې ناټو به د خپلواک، د ملي حاکمیت لرونکي او باثباته افغانستان د جوړولو لپاره د افغانانو د هلوځلو ملاتړ ته دوام ورکړي.
ده په عین حال کې د افغانستان له نویو چارواکو غوښتي چې د کابل – واشنګټن دوه اړخیزه امنیتي موافقه او د ناټو د پوځیانو د وضعیت قرارداد ژر لاسلیک کړي.
ایران
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ د ملي یووالي د حکومت پر سر د موافقې له لاسلیکېدو وروسته وویل چې د افغان کاندیدانو ترمنځ د جوړجاړي هرکلی کوي.
د ایران د باندنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي:«د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان د یوه ګاونډي او دایمي ملاتړ کوونکي په توګه تل په افغانستان کې د یوه پراخ بنسټه او قوي حکومت په چوکاټ کې چې د افغانستان ټول قومونه پکې ونډه ولري، د سولې، ثبات او امنیت ملاتړ کړی دی.
هند
تاند- د هند صدراعظم نریندرا مودي په افغانستان کې د ملي یووالي د حکومت د جوړېدا هرکلی وکړ.
ښاغلي مودي وویل چې هند به د یوه سوله ییز او پرمختللي هیواد د جوړولو لپاره د افغانستان د نوي حکومت ملاتړ وکړي.
د هند صدراعظم په یوه اعلامیه کې ویلي:«موږ د زړه له کومې د دوو افغان مشرانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ د موافقې هرکلی کوو.»
زه نه پوهیږم چی داخلک په کومه خوله دا شرمیدلی حکومت ته مبارکي وایی. ایا دوی به ځپل په هیوادونو کې داسې حکومت پریږدي چی په زور واکمن شي؟ ځواب يي دی نه، هیڅکله هم نه. د وی د افغان ولس او نړیوالې ټولنې ددولسو کالونو په وینو لاس ته راوړلې دموکراسی صرف د یوې ډلې د خواهشاتو فدا کړه. او اوس په ډیر پی شرمانه ډول د هغه مبارکي وایی. زه فکر کوم دوی ته افغان ولس هیڅ ارزشت نه لري که يی درلودلی وای اوس به داسې نه کیده. دوی د افغان او ناتو د هغو سرتیرو وینو ته هم توجه و نه کړه چې ځانونه يي د عدالت او دموکرسۍ راتلو لپاره قربان کړل. تر دی نور زه نه پوهیږم چی خبره څه ده که چآ ته واقغیت معلوم وی لطفأ دی له مونږ سره شریکه کړي.
زه هم د یو افغان په حیث دنوی نظام مبارکي ټولو هیوادولو ته وایم
دوهم: هیله لرم چي ډاکتر عبدالله اجرایوی پوست کامیاب کړي داسی نه چی د جمهور ریس سره په هره خبره مخالفت او ناندری وکړي اوس ددی نظام ښه ثابتول په اجرایوی پوست پوری تړلی ده که اجرایوی ریس د ریس جمهور هدایات پر سمه توګه پر مخ بوځی نو حتمي ده چي راتلونکی ټول نظام به موفق وی. دهمدی هیلي په امید