شنبې، کب۳، کابل افغانستان
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ۲۰۱۹ میلادي کال په جریان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی نمایندګۍ (یوناما) کلنۍ راپور تر لاسه کړی دی. په مجموع کې د یوناما راپور د ۲۰۱۸ میلادي کال په پرتله په ملکي تلفاتو کې کمښت ښيي او وسلوالې ډلې بیا هم د ملکي مرګ ژوبلې اساسي مسؤلین ګڼي. موږ د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ستاینه کوو، چې د تېر میلادي کال په اوږدو کې یې د ملکیانو د ژوند ساتنې لپاره قربانۍ ورکړي دي.
افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په ۲۰۱۹ کال کې ۲۹۰۶ کړۍ ماینونه، ۵۵۰۱ کیلو چاودېدونکي توکي، ۵ موټربمونه، ۳ موټر سایکل بمونه، ۵۷ ځانمرګي واسکټونه، ۲۷۸ ریموټ کنټرولونه او ۶۷۸ لاسي بمونه کشف او له منځه یووړل او همداراز یې د مخالفینو پرزندانونو باندې خاص عملیات وکړل، چې په نتیجه کې یې ۲۶۰ نفره د طالبانو له خشونت او زندان څخه خلاص سول. افغان ځواکونو همداراز د کاونټرپارټ مؤسسې اود مخابراتو وزارت پر ودانیو باندې د دښمن د بریدونو په وخت کې د ۳۵۲ ملکي خلکو ژوند وژغوری.
طالبانو تازه د خشونت د کمښت لپاره توافق کړی، خو افغان ځواکونو پخوا لا د ملکي خلکو د ساتنې او د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي د مخنیوي په هدف د مخالفینو پر پټن ځایونو، د هغو پر انفجاري او انتحاري مراکزو او همداراز زندانونو باندې هدفمند پیش ګیرانه عملیات وکړل. د همدې عملیاتو له برکته په ۲۰۱۹ میلادي کال کې په ځانمرګو بریدونو او همداراز د طالبانو او داعش په تهاجمي حملاتو او د هغه له خاطره په اوښتونکو ملکي تلفاتو کې د ۲۰۱۸ میلادي کال په پرتله کمښت راغلی. د یوناما راپور هم ددې خبرې پخلۍ کوي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي او بین المللي قوانینو په رعایت سره خپل ځان مکلف ګڼي، چې د دښمن سره په وسلوالو نښتو کې د ملکي خلکو ژوند ژغورلو ته هر اړخیزه پاملرنه وکړي. دولت د نافذه قوانینو پر بنسټ د ملکي خلکو د ژوند د ساتنې په خاطر خپل هر ډول عملیات تر اجرا مخکې، د عملیاتو په جریان کې او د عملیاتو خلاصېدو وروسته په دقیق ډول ارزوي او د ملکي تلفاتو د کموالي او له متضررینو سره د مرستې په برخه کې عمده ګامونه پورته کوي.