ثناءالله مخلص_کابل –
په افغانستان کي دوامداري جګړې، تر بل هرچا ملکي وګړو ته پکښي زياته مرګ ژوبله اوړي،دا مرګ ژوبله له څواړخو څخه په ناځوان مردانه ډول اوړي،ځيني کړۍ د ملکي وګړو په مرګ ژوبله دا ښيې،چي ګواکي د دوي فعاليتونه پراخ دى.
افغانستان هغه کړيدلی اونړيدلى هيواد دي،چي د څو لسيزو راهيسي د جنګ مور پکښي لنګه سوې او بېلابېل ناوړه او بې رحمه قاتل بچي ئې زېږولي دي،چي هغه اوس ټولوافغانانو ته څرګند دي،چي دا بې رحمه اوقاتل بچي څوک دي.
په تيرو دولسو کلونو کي په افغانستان کي بېلابېلوکړيو په يوه او بل نامه د جګړې بهير تود ساتلى،خو په دې جګړو کي ترهر چا ملکي وګړوته زيات تلفات اوښتي،کله يوې ډلي ملکي وګړي په نښه کړي وي،کله بلي چي نه يوازي دا غميزه ونه دريده بلکي زوراخلي، څنګه چي جګړه په تمامه مانا هميشه دخلکودانساني حقوقو دنقص لامل ګرځي،دهغوئ حقوق ترپښو لاندي کېږئ،يعني جګړه ويراني ده.
په دې وروستيو کي خصوصآ په سهيل لوديځه حوزه کي د ملکي تلفاتو کچه لوړه سوې ده.
د انسان د ژوند اخستل کېدل د اسلامي اصولو،مقرراتو،موازينواو احکامو له نظره او د نړيوالو قوانينو له نظره په دواړو کي مردود او حرام دي، هيڅوک ددې حق نه لري، چي د بيګناه انسان ژوند واخلي،خو بدبختانه په افغانستان کي ترهرڅه زيات ملکي وګړو ته تلفات اوړي او تل د سړک د غاړي ماينونو،ځانمرګي بريدونو،ړندوګوليو،غلچکي بريدونو او نور دې ډول ناتارونو ښکار ګرځيدلي وي.
پوښتنه دا ده که د لويو لارو پرسر بمونه پر ملکي وګړو الوځي او هغه کړۍ دا ادعاکوي،چي موږ مخالف لوري ته بمونه ځاى پرځاى کړي وه،خو د دولت د مخالفينوپه ماينوخوهروخت بيګناه کسان وژل کيږي او هروخت ددوي ددې شومې پديدې ښکار ګرځيدلي دي.
ددې ډول ماين چاودونو،بريدونوپړه تل د افغانستان ګاونډيو هيوادونو اچول کيږي،چي په قصدي توګه دا کار کوي،چي ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوي او خلک په بيره کي واچوي ترڅو افغانان پر خپلو امنيتي ساتونکو باور له لاسه ورکړي .
افغان امنيتي ځواکونه وايې د ماينونو ٩٥ سلنه مخنيوى کولاى سي،خو پنځه سلنه،چي الوځي د مرګ ژوبلي کچه ئې تر ٨٥پوري رسيږي.
په ا ډول پيښو کي دافغانستان د ګاونډيانو او پرديو څارګرو شخصي ګټي نغښتي دي ترڅو د ملکي بې ګناه افغانانو د سر په بدل کي دوي خپلو شومو اهدافو ته ورسيږي.
ګاونډي هيوادونه نه غواړي،چي افغانان دي د يو با ثباته افغانستان درلودنکي واوسيږي،دوي غواړي دغه اولس په بيره جنګ جګړه کي و اوسيږي،له عصري او پرمخ تللي ژونده پاته سي،دوي ته لاس نيولى او محتاج و اوسيږئ،ترڅو دوي خپلو اهدافو ته په اسانۍ سره ورسيږي.
هغه هيوادونه او څارګر چي په افغانستان کي د جګړې اور ته پيک وهى او د جګړې د اوږدولو هڅي کوي،وسلې او مهمات را استوي او د څو تنو پرديپالو افغانانو په وسيله ئې عملي کوي،له يو باثباته هوسا افغانستانه بيره لري،واى هسي نه چي دا هيواد پر مخ ولاړ سي د تيرو حساب کتاب راسر ونه وکړي.
خو ږغ پر خپلو امنيتي ارګانونو په کار دئ،چي ددې پردۍ جګړې له پاره يوه شيبه غفلت ونه کړي،هغسي غاښ ماتونکى جواب ورکړي لکه په تير وخت کي چي ئې ورکړى دئ.
په دې برخه کي افغان امنيتي ځواکونه د اولس لاسنيوى ته هم اړتيا لري،چي ورسره مرسته وکړي او د خپلو شهيد سوى او ټپي سوسرتيرو قطرې ويني ته دومره درناوى وکړي،چي ساري ئې نه وي ترڅو ثابته کړي،چي په خپل وطن مين دي او په خپلو امنيتي ساتونکو باورلري.