تاند- په هرات ولایت کې نن یو شمېر خلکو په شینډنډ ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي حمله کې د ملکیانو د وژل کېدا په اعتراض کې مظاهره وکړه.

پرون د بهرنیو پوځیانو هیلي کوپترو په شینډنډ ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ ۴ غړي ووژل.

د هرات او شینډنډ ولسوالۍ چارواکي وايي چې وژل شوي کسان په لاره روان ول چې د ناټو هیلي کوپترو پرې ډزې وکړې او ویې وژل.

مظاهره چیانو، چې جنازې یې هرات ښار ته راوړې وې، د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي څخه وغوښتل چې د دې حملې ترسره کوونکو ته سزا ورکړي.

د افغانستان ولسمشر له کلونو راهیسي د بهرنیو پوځیانو پر هوايي بریدونو اعتراضونه کوي او وايي چې ناټو دې د افغانستان د کلیو پر ځای له افغانستانه دباندې د ترهګرو پر اصلي مرکزونو بریدونه وکړي.

د افغانستان ولسمشر او اکثره افغانان باور لري چې د طالبانو او نورو ترهګرو روزنځایونه، کورونه، د تمویل او تسلیح مرکزونه په وزیرستان، کوټه او د پاکستان په نورو سیمو کې دي.

د هرات په ولایتي شورا کې د شینډنډ استازي وویل چې د بهرنیو ځواکونو له لوري په وژل شویو کسانو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم شامل دي.

د هرات ولایتي چارواکو، مظاهره چیانو او د وژل شویو کسانو خپلوانو ته ژمنه ورکړه چې د پېښې په اړه به بشپړه څېړنه وکړي.

د ولایتي شورا کاندید ووژل شو

له بلې خوا تېره شپه د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې وسله والو کسانو د هرات د ولایتي شورا یو کاندید وواژه.

د هرات د پولیسو ویندوی عبدالروف احمدي وویل، د ولایتي شورا کاندید عبدالشکور رباط میرزا تېر ماښام شاوخوا شپږ بجې د وسله والو موټر سایکل سپرو په ډزو ووژل شو.

تراوسه پوري چا د دې حملې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو په وروستیو کې په هرات کې دا ډول تررورونه زیات شوي او د هرات چارواکي په دې بریدونو کې د ایران لاس ویني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *