د تپل شوي فاسد دولت او مسلحو مخالفینو یو شمير کړیو، بې رحمه ګاونډیانو او یو شمير نړېوالو افغان وژنې ته سره لاسونه یو کړي دي!

د بې ګناه انسانانو وژنه چې د هر چا او هر لوري لخوا وي کلکه غندو او د عاملینو جدي او علني محاکمه يې غواړو!

مطبوعاتي اعلامیه

۲۲، غبرګولی (جوزا) ۱۳۹۲

کابل

د افغانستان د مدني ټولنو فډرېشن پر دې ټینګ باور لري چې تپل شوی فاسد او ناکام دولت کې حاکمو یو شمير جنایتکارو او اجيرو کړیو، د سوله ساتنې په نوم یو شمير فاسدو او انسان وژونکو نړېوالو ځواکونو او بې رحمه ګاونډیانو، او د مسلحو مخالفینو په لیکو کې د الهي فرمان او د انسانیت ارزښتونو پر ضد کړیو د خپلو او پردیو بادارانو د شومو موخو لپاره د بې ګناه او بې دفاع افغانانو وژنې ته سره لاسونه یو کړي او هره ورځ د خپلو نامرده او بې رحمانه بريدونو په ترڅ کې له خپلو دښمنانو سره یو ځای لسګونه او سلګونه بې ګناه افغانان د مرګ او غم کومي ته ورغورځوي او په لسګونو زره کورنۍ يې د وير پر ټغر کښينولي.

د افغانستان د مدني ټولنو فډرېشن (FACS) په داسې حال کې چې، د کابل ۳م مکروریانو کې د سترې محکمې مخې ته د وروستی غملړلي بريد په ترڅ کې د بې ګناه افغانانو وژنه کلکه غندي، عاملینو ته يې د سختې سزا، شهیدانو ته جنت الفردوس او ټپيانو ته عاجله روغتیا او د قربانیانو کورنیو ته د جميل صبر او جزيل اجر غوښتنه کوي او له کورنیو او ولس سره په دغې ژور غم کې ځان شریک بولي.

فډرېشن یو وار بیا پر خپل پخواني دريځ ټینګار کوي، جګړه د حل لار نه بولي او ټولې ښکيلې خواوې په ډېره جدي توګه سولې او د ملکي افغانانو د ژوند، شرف او ازادۍ خوندیتابه او درناوي ته رابولي.

فدرېشن یو وار بیا ټینګار کوي چې دولتي او نړېوال ځواکونه او د هغوی وسله وال مخالفین دې د ملکي خلکو د اوسيدا، تجمع او کار او فعالیت پر ځایونو له بريدونو، ميشتیدا او ګرځيدا راګرځيدا په جدي توګه لاس واخلي او خپل قوت او شهامت دې پر بيدیا سره معلوم کړي، که نه ټولې خواوې به ځای پر ځای د ملت له سخت غبرګون او قهر سره مخ شي.

د افغانستان د مدني ټولنو فډرېشن (FACS) پر حاکم افغان دولت او د هغوی نړېوالو ملګرو ته وايي، دا چې تیرو ترخو تجربو ته په کتنې سره تاسې د بې دفاع او ملکي افغانانو د ژوند، عزت او شرف څخه د دفاع توان او طاقت نه لرئ نو په شرافتمندانه توګه واک پرېږدۍ، فساد او فسادسالاران او قتل سالاران مو له ځانه سره يوسئ او ملت ته اجازه ورکړئ چې د خپل سرنوشت ټاکنې لپاره په خپله لاس په کار شي، که نو د تاريخ او راتلونکو نسلونو د قهر او غضب محاکمې او جبر لاس به مو هر ځای تر ګرېوانه ورسيږي او هيڅ ځای او هيڅکله به خلاصون و نه مومئ!

د افغانستان د مدني ټولنو فډرېشن د هيواد او نړۍ په ګوټ ګوټ کې ميشت افغانان او د نړۍ سوله غوښتونکي او د انسانیت ارزښتونو ته درناوي کوونکي نړېوال د جګړې او انسان وژنې پر وړاندې د پراخې کرکې ښودلو، او په افغانستان او نړۍ کې د پراخې سولې، استقرار او د انسانیت د شرف، ازادۍ او عزت د خوندیتابه لپاره پراخې او متحدې مدني مبارزې ته رابولي، څو په یو غږ او یو موټی پر افغانستان او نړۍ د استبداد او انسان وژنې د ټغر ټولولو لپاره سره راپورته شي!

سوکاله او سرلوړی دې وي افغانستان!

امن دې وي پر ټوله نړۍ!

ډېر درنښت،

د افغانستان د مدني ټولنو فډرېشن (FACS)

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *