ژباړه: عبدالله عابد
سرچينه: ګارډين
هغې ښځې چې ادعا لري د سعودي عربستان د پخواني پاچا ملک فهد پټه ښځه وه د یوې حقوقي دعوا په لړ کې د سعودي له شاهي کورنۍ څخه ۱۵ ملیون پونډه (شل مليونه يورو) وګټل.
جنن هرب، چې په خټه فلسطینۍ ده او له یوې عیسوۍ کورنۍ سره تړاو لري، د بریتانیا په یوه محکمه کې خپله دعوا مخ ته وړې.
هغې ويلي، په ۱۹۶۸ م کال کې يې، چې ۱۹ کلنه وه، په پټه له ملک فهد سره چې هغه مهال د عربستان شهزاده او د کورنيو چارو وزير و واده وکړ او شل کاله یې په پټه ورسره تیر کړي دي.
دا میرمن وايي خپل خاوند (ملک فهد) يې هغه مهال وليده او ورسره آشنا شوه چې په جده کې يې د وینزويلا په سفارت کې د ژباړونکې په توګه دنده ترسره کوله.
نوموړې زیاتوي چې اروپا او امريکا ته يې د ښاغلي فهد د سفرونو ملتيا کړې او له برکته يې د نړۍ له زیاتو مخورو او سوداګرو سره اشنا شوې ده.
دغې دعوا نږدې يوه لسيزه وخت واخیست او شاهي کورنۍ تل ټينګار کړی چې ملک فهد له دې ښځې سره هيڅ ډول رسمي واده نه دی کړی چې له مخې يې دا ښځه د سعودي شاهي کورنۍ په شتمنيو کې برخمنه شي. خو اوس محکمې پريکړه وکړه چې پينځلس مليونه يورو او د لندن په لويديځ کې دوه قیمتي جایدادونه د ملک فهد له خوا د آغلې هرب په نامه شوي دي او باید وروسپارل شي.
د محکمې له پريکړې څخه وروسته دې ميرمن د بریتانیا له عدلي بنسټونو څخه مننه کړې او ويلي يې دي چې له دې پرته هغوی غوښتل عربستان ته لاړه شي چې په وینا يې په دې سره به یې هلته سنګسار کړې وه.
