د خیبر پښتونخوا ملک کرکټ اکاډمۍ لوبډله د افغانستان کرکټ بورډ په بلنه ننګرهار ته راورسیده
د افغانستان کرکټ بورډ په بلنه د خیبر پښتونخوا ایالت ملک کرکټ اکاډمۍ لوبډله د ننګرهار ولایت ته راورسیده. دغه لوبډله به د افغانستان کرکټ له ملي نولس کلنې لوبډلې سره د غازي امان الله په نړیوال لوبغالي کې ۵ پنځوس اوریزې سیالۍ ترسره کړي او له دغو سیالیو څخه موخه د آسیایي کپ لپاره د ملي نولس کلنې لوبډلې چمتووالی دی.
د افغانستان ملي نولس کلنې او د خیبر پښتونخوا ایالت ملک فرمان لوبډلو ترمنځ به لومړي سیالي د روان زیږدیز کال دسمبر په اوومه نیټه ترسره شي چې دوهمه سیالي به یې د دسمبر په ۹، دریمه سیالي په ۱۰، څلورمه سیالي په ۱۲ او پنځمه سیالي په ۱۴ نیټه ترسره کیږي.
دا دوهم وار دی چې یوه بهرنۍ لوبډله افغانستان ته د سیالیو لپاره رادرومي او ډیر ژر به د تاجکستان ملي لوبډله هم د افغانستان په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې د افغانستان له الف لوبډلې سره سیالۍ ترسره کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد د بهرنیو لوبډلو راتلل د افغانستان کرکټ پرمختګ لامل ګڼي. نوموړي زیاتوي چې ډیر ژر به نورې بهرنۍ لوبډلې هم افغانستان ته د سیالیو کولو لپاره را دعوت کړي.
هیره دې نه وي چې دغو سیالیو ته راتګ وړیا دی او د ننګرهار ولایت ټول اوسیدونکي کولای شي دغه سیالۍ له نږدې څخه د غازي امان الله خان په نړیوال لوبغالي کې وګوري او خپل لوبغاړي وهڅوي.