خلک هسې چټي وايي چې د ملګرتيا هم اصل خلوص او صداقت دی، دا خبره هم بې ځايه ده، چې ښه ملګری سړي ته په بده ورځ په ښمر ورځي.

دا خبره هم هيڅ نه منم چې زما نژدې ملګری به ما ته د خوښيو ناوې په ډولۍ کې راولي او زما په خوښۍ کې به  دوه څرخه اتڼ وکړي، په غم کې به ورباندې حساب وکړې.

ډېر ځله  مې د ځينو ملګرو په اړه هيڅ قضاوت نه شول کولای، ځکه د هغوی په اړه قضاوت زما فکر او احساس نه قبلوله، خو د ځينو نورو ملګرو په غيبت به مې هسې خوشي وخت ضايع کول او هڅه مې  دا وه، چې د  دوی په اړه خپله منفي ګرايي وکړم.

زما  نظر په تله کې تلل شوي سپک ډېر درانه وختل، زه اوس له خپل وجدان  سره په جنګ يم، چې ولې دې  داسې مخلصو ملګرو په اړه منفي قضاوت  کړی و.

د وجدان هنداره هغه مهال  لا خچنه راته ښکاره شوه، چې کله زما درانه ملګري زما د سپکاوي لپاره د پرديو الاوډ سپېکر شو، د خپل منصب په فکر کې شو، ملګرتيا، مينه، صداقت او هرڅه باندې يې د بطلان کرښه راکښله، د پرديو په نغوته يې راته پردی ايجنټ وويل، د پرديو په نغوته يې زما د سپکاوي طرحه په ښه ډول پر مخ يووړله، نن مخلصو ملګرو ته په شک ګورم، نن په هر چا بې باوره يم، نن دا فکر راسره شته، چې ایا دغه ملګري به د منصب د ترلاسه کېدو په مهال تا  لاس تر زنې پرېږدي، په ټولنيزو رسنيو کې به دې شخصيت او ټولو کار کرده ګيو پسې بد رد ووايي.

ملګري خورا جرات درلود، ډېر په جرات سره يې ماته روښانه کړه، چې زه د خلوص ملګری نه بلکې د منصب ملګری يم، ما هغه مهال ستا لاسنوی کاوه، چې پر ما غم بړستن هواره کړې وه، خوښۍ يې را نه په بل لوري ستنې کړې وي، نن چې ما ته د خوښۍ را مخه شوه، نو ستا وير او غم په ما پورې څه اړه لري، په زوره، زوره خاندي، پر موږ د لېونو او په ځان د هوښيار ګومان کوي.

ملګريه! منصبونه د حمام لنګونه دي، نن به په حمام کې ته ورڅخه کار اخلې، سبا به يې بیا بل کاروي، نو تر دې وړاندې چې د منصب په اړه دې ملګرو ته شا کړې وه، لومړی به دې  دافکر کړی و، چې منصبونه تل نه وي، خو ملګري تل درسره په غم او ښادۍ ملګري وي.

رښتيا! بښنه غواړم، دا خو ما د ملګرتيا يو اصل درته روښانه کړ، خو تا د ملګرتيا ټول اصول تر پښو لاندې کړل، منصب دې برکت شه!

د ملګرتيا ټولې هيلې دې نيم ژوانده کړې، تا ملګرتيا په منصب ورکړه او ګټوره سوبه دې لاس ته راوړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *