تاند- د ملګروملتو د بشري حقونو حقیقت موندونکې کمېټې د سرپل ولایت د صیاد ولسوالي د میرزااولنګ د پېښې په اړه اکثره ادعاوې رد کړې.
د ملګروملتو په راپور کې ویل شوي چې د دولت ملاتړي سیمه ییز ځواکونه وروسته له دې وژل شوي چې د جګړې له سیمې وتلي ول او په سیمه کې جګړه نه وه.
ملګري ملتونه وايي، د دوی د حقیقت موندونکې کمېټې د څېړنې لومړنۍ پایلې ښيي چې د اګست له درېمې تر پنځمې د حملې په لړ کې طالبانو او داعش د ملکیانو په شمول لږترلږه ۳۶ تنه وژلي دي.
مخکې د سرپل ولایتي چارواکو ادعا کړې وه چې طالبانو او داعشیانو ۶۲ تنه وژلي دي. دوی په وژبل شویو کې د ماشومانو او ښځو د شتون یادونه هم کړې وه.
یوناما ویلي چې طالبانو او داعشیانو له میرزااولنګ څخه د تېښتې په حال کې کورنیو مخه ونیوله او شاوخوا ۳۶ تنه یې ووژل.
یوناما ویلي چې د سیمې له اوسېدونکو سره د مرکو پر اساس ورته ثابته نه شوه چې د چا سر پرې شوی یا پر ښځو او نجونو جنسي تېری شوی وي.
طالبانو مخکې ویلي وو چې ۲۶ تنه سیمه ییز پولیس یې وژلي دي.
د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د ملګروملتو تازه راپور رد کړ، ویې ویل چې دوی یوازې ۲۸ سیمه ییز پولیس وژلي دي.
په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی ماموریت یا یوناما مشر داتاماچي یاماماتو پر میرزااولنګ حمله غندلې او هغه یې د بشري حقونو سرغړونه بللې ده.
ملګروملتو د میرزاوالنګ په پېښه کې د مذهبي اختلافاتو رول تایید یا رد کړی نه دی او ویلي یې دي چې په دې برخه کې نورو بې پرې څېړنو ته اړتیا ده.
یوناما په خپل راپور کې ویلي چې د افغانستان له لویې څارنوالۍ او کورنیو چارو وزارته غواړي چې په دې اړه نور تحقیقات وکړي.
یوناما د دولت له وسله والو مخالفانو غوښتي چې پر ملکیانو له حملو لاس واخلي.