تاند- د جرمني د پارلمان یو غړی – چې د افغانستان له چارو سره زیات بلد دی – وايي، د افغانستان ملي شورا تر ټولو کمزوری اورګان دی او خلک پرې بې باوره دي.
توماس کونیګس، چې د جرمني د زرغون ګوند غړی دی، په یوه تلویزیوني مرکه کې وویل، د افغانستان ولسي جرګه او ولایتي شوراګانې د دغه هیواد تر ټولو کمزورې ادارې دي.
د ده په وینا د افغانستان د ولسي جرګې غړي له خپلو قوانینو او دندو خبر نه دي.
کونیګس وویل، د افغانستان د ولسي جرګې غړي پر خپلو قوانینو نه پوهېږي او له دې هم نه دي خبر چې قانون څه واک او صلاحیت ورکړی خو د هرې ستونزې په خاطر د هیواد ولسمشر ته د انتقاد ګوته نیسي.
د زرغون ګوند دغه مخکښ غړي وویل، د افغانستان د پارلمان غړي د دې پر ځای چې پخپله ستونزو ته حللارې وسنجوي یوازې پر ولسمشر نیوکې کوي.
کونیګس وویل، که د افغانستان ملي شورا د نورو هیوادونو له پارلمانونو سره پرتله شي، ډېر زیات توپیر سره لري.
«د افغانستان د ولسي جرګې غړي نه پوهېږي چې قانون څه واک ورکړی دی.»
ښاغلي کونیکس د حامد کرزي د حکومت په مهال د افغانستان په چارو کې د ملګروملتو د ځانګړي استازي په توګه کار کړی دی.
ده زیاته کړه«موږ او نورو لوېدیځو هیوادونو ډېرې هڅې وکړې چې د تماسونو او د خپلو تجربو د شریکولو له لارې د افغانستان د ملي شورا ظرفیتونه لوړ کړو، خو په خپلو هڅو کې ناکام شوي یوو.»
ده وویل چې د ولایتي شوراګانو وضعیت هم دې ته ورته دی.
د نوموړی ارزونه د افغانستان له پارلمان څخه ډیره ریښتیني او پر ځای ده.که خپله خولۍ قاضی کړو زموږ د هیواد یوازی پنامه پارلمان تل د ملی ګټوپځای ځانی ګټي لوړی ګڼلی دی او ملی ارزښتونه او قانون یی تل تر پښولاندی کړیدۍ ،دساری په دود د کابینی وزیرانوته د باور رایی ورکولو په مهال مادی ګټی یی تل پر لومړیتوبونو کی وی.اولادونه یی د قانونی مرحلو له طۍ کولو پرته بهرنیوهیوادونو کید لوړو زده کړو لپاره تللی دی او بیا قانون د غریب اوبیوزلی لپاره دۍ.اوبس.
this is true/if we saw many representative of parliaments did not finished highschools,they just warloards,dustem is uneducated/
many warloards are in this situation/power is in hands of warloards,
i hove in new election one of point must be degree,at least epresentative must have master degree and second point is age must be young,honest clear from corruption,thank you
په مونږ افغانانو کې غټه ستونځه همدا ده که چا د کوم افغان نیمګړتیاوې راوښودې ټول لکه د مچیو په هغه کس پسې نښلو او د افغان نارواح رواح ګڼو.
توماس کونیګس حقیقت ویلی او موږ ټول د هغه څخه پدې خبرو زیات پوهیږو خو یا سترګې پټوو او یا مجبور یو. زمونږ په ولسي جرګه او ولایتي شوراګانو کې داسې اشخاص شته چې د دوو خرو اوربشې نشي جلا کولی. د کوتک، ټوپک او حرامو پيسو په زور یې رایې اخستي او صرف د نوم لپاره دې ځای ته راغلي نه د خدمت لپاره.
بله لویه ستونځه د عامو خلکو داده چې د کومو اشخاصو څخه تنګ او پزې ته راغلي همهغو ته بیا بیا رایه ورکوي او پر ځان یې مسلطوي او بیا ترې شکایت کوي.
ولې رایه یو پوه، وړ او خدمتګار شخص ته نه ورکوئ خیر که هغه د غریبې کورنۍ څخه وي.
دومره پست خاین او بد خلک چی زموږ په پارلمان کی دی ولاکه یی د جرمنی په زندانونو کی هم پیدا کړی. جرمنی مجرمین زندان ته لیږی خو دجهادونو وطن یی پارلمان ته، د دموکراسی او ډمانکراسی یوبل فرق همدا دی
اصلی حقیقت یې ویلی دی .
Too late.