تاند- د ملګروملتو پراختیايي پروګرام (یو این ډي پي) د بشري پراختیا په اړه په خپل کالني راپور کې ویلي، سره له دې چې بېوزلي مخ په کمېدو ده، خو په نړۍ کې شاوخوا ۲ملیارده او دوه سوه ملیونه خلک لا هم بېوزله یا بېوزلۍ ته نژدې دي.

د ملګروملتو پراختیايي پروګرام د زده کړو، عوایدو، د خلکو د روغتیا او د عمر د اوږدوالي او شخصي امنیت په شان مسایلو پر اساس د نړۍ ۱۸۷ هیوادونو ته درجې ورکړي دي.

ناروې، استرالیا، سویس، هالنډ او د امریکا متحدو ایالتونو ته تر ټولو لوړه درجه ورکړای شوې ده.

په دې درجه بندي کې د مرکزي افریقا جمهوریت، کانګو او نایجر تر ټولو ټیټ دي.

افغانستان تر ۱۸ هیوادونو ښه بلل شوی دی.

افغانستان ۱۶۹، پاکستان ۱۴۶ او تاجکستان ۱۳۳ ځای لري.

بیلاروس په دې لیست کې درې پنځوسم ځای لري، خو روسیه اووه پنځمه ده.

په درجه بندۍ کې ویل شوي چې په نړۍ کې تر ټولو زیاتې ځانوژنې په قزاقستان کې کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *