تاند- د افغانستان د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو او ملګرو ملتو موافقه وکړه چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوهم پړاو د ټولو رایو په سلو کې ۴۳ دې له سره وشمېرل شي.

د ارګ له یوې خبرپاڼې سره سم د ملګروملتو خاص استازي یان کوبیش نن ماښام د دې موافقې په اړه په یوه غونډه کې، چې د ولسمشر دواړو مرستیالانو، د سترې محکمې رييس، د انتخاباتي کمیسیونونو رييسانو او استازو پکې ګډون درلود، ولسمشر کرزي ته معلومات ورکړل.

ښاغلي یان کوبیش وویل چې د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو سره یې خبرې کړي او د یوناما له وړاندیز سره دواړو کاندیدانو موافقه کړې ده.

د افغانستان لپاره د ملګروملتو د مرستندوی دفتر په وړاندیز کې ویل شوي چې د څه باندې ۸ زره محلونو (رایبکسونو) رایې دې تفتیش شي.

دا د ټولو رایو په سلو کې ۴۳ یا ۳ ملیونه او ۵ لکه کېږي. د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم پړاو کې شاوخوا ۸ ملیونه رایې اچول شوي دي.

د سرمنشي حاص استازي یان کوبیش غونډې ته وویل چې دا په حقیقت کې د عبدالله عبدالله وړاندیز و چې د ده سیال ډاکتر اشرف غني احمدزي ورسره هیڅ راز مخالفت نه درلود.

ده وویل چې د دواړو کاندیدانو ترمنځ د ستونزې په حل کولو کې ملګروملتو منځګړتوب کړی او یوناما غواړي چې سبا /جمعه/ دا وړاندیز، چې دواړه کاندیدان پرې سلا دي، دواړو انتخاباتي کمیسیونونو او کاندیدانو ته په رسمي ډول وړاندې کړي.

One thought on “د م.م په منځګړتوب دواړو کاندیدانو موافقه وکړه چې د ۸ زره محلونو رای وکتل شي”
  1. ايا كوم تضمين هم موجود دي جه داكتر عبدالله عبدالله به يي نتيجه بيا ومني كه نه؟

ځواب دلته پرېږدئ