۱ د ملګرو په ټاکلو کې دقت وکړئ

هڅه وکړئ د ناستې ولاړې لپاره درته داسې ملګري وټاکئ چې د ژوند تر پایه د رښیتنو ملګرو او راز ساتونکو په توګه درسره پاتې شي. فکر وکړئ په ژوند کې هر څه ته رسېدلی یاست، ایا بې له ملګري او خواخوږي مو ژوند پوره دی او بې له داسې چا ژوند کولای شئ؟

نه هېڅکله هم دا څه امکان نه لري، اصلاً هغه اړیکې چې تاسو له کورنۍ، ملګرو او دوستانو سره لرئ، ستاسو لپاره د خوښیو یوه سرچینه ده. په ژوند کې مو کورنۍ، دوستانو او ملګرو ته هم وخت ځانکړی کړئ. که په خپل ژوند کې دغه ډله کسانو ته ځای او وخت ورنه کړئ، پوه شئ چې د ژوند اصلي خوند به هېڅکله هم ونه څکی.

۲ د هیلو پر لور مو قدم واخلئ

که مو ژوند له خوښې سره سم هم نه وي روان، هڅه وکړئ چې خپلو موخو ته د رسېدو شوق او ذوق له لاسه ورنه کړئ او تل په دې هڅه کې و اوسئ چې باید خپلو موخو ته ورسېږو. که په ژوند کې بې انګېزې پاتې شوئ، نو فکر وکړئ چې د ژوند له ټولو خوندونو بې برخې شوي یاست.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *