تاند، پنجشنبه، د میزان ۱۱مه: د ملگرو ملتونو امنیت شورا که څه هم د ولسواکۍ د پیاوړتیا پر لور د افغانستان ټاکنې یو مهم ګام بللی خو له ټاکنیزو کمېسیونونو یې غوښتي چې د رایو په شمېر کې دې له روڼتیا او دقت څخه کار واخلي.

امنیت شورا په یوه اعلامیه کې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو پر رڼو او عادلانه پایلو ټینګار کړی دی او له ټولو ټاکنیزو کمېسیونونو یې غوښتنه کړې ده چې د افغانستان د خلکو رایې دې په دقت وشمېري او عادلانه، ټولمنلې او رڼې پایلې دې اعلان کړي.

امنیت شورا دغه راز له نوماندانو هم غوښتنه کړې چې د کمېسیون اصولو ته دې ژمن پاتې شي او له تورونو یا هم له وخته مخکې د بریا د اعلانونو څخه دې ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو کمېسیون وايي، تر اوسه له دوه نیم میلیونو څخه زیاتې رایې ور رسېدلې دي چې له دې منځه به یوازې بایومتریک شوې رایې د اعتبار وړ وي.

د ټاکنو کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ ویلي، هیله منه ده چې د ټاکنو پایلې په لومړي پړاو کې خلاصه شي او دوهم پړاو ته اړتیا پېښه نه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *