(دغه لیکنه د ملګرو ملتونو د سازمان د عمومي اسامبلې د ۶۹ کلنۍ غونډې په مناسبت لیکل شوې ده)
نظیم سمون
د ملګرو ملتونو سازمان د یوه نړیوال چتري سازمان په توګه چې په ۱۹۴۵ میلادي کال کې جوړ شو، د جوړېدا له پیله تر اوسه له ګڼو لاسته راوړنو او نیمګړتیاوو سره مل دی.
د سازمان تر ټولو ستر تاریخي بریالیتوب دا دی چې دوهمه نړیواله جګړه یې پای ته ورسوله، ټول هېوادونه یې تر یوه چتر لاندې سره راټول کړل، د نړیوالې سولې او امنیت ټینګښت د سازمان د کار په لومړیتوبونو کې ونیول شول او همدا راز بې وسلې کولو ته یې لار پرانیسته.
دغه سازمان همدا راز تر دو یمې نړیوالې جګړې وروسته د امریکا او شوروي په مشرۍ د لویدیځ او ختیځ د دوو متضادو ایډیالوژکو قطبونو ترمنځ د بلې احتمالي نړیوالې جګړې مخه ونیوله. د یاد سازمان په امنیت شورا کې د نړۍ پنځو زبرځواکونو ته د وېټو ځانګړي حق په ورکولو سره، د لویو قدرتونو ترمنځ د قدرت یو ډول موازنه رامنځته شوه.
د ملګرو سازمان په نړۍ کې د ډیموکراسۍ او بشري حقونو د تحقق، د بې وزلۍ او فقر د مخنیوي لپاره هلې ځلې وکړې.
د ملګرو ملتونو سازمان د خپلو خیریه فرعي سازمانونو لکه یونسف، یو.ان.اېچ.سي، آر، ډبلیو.اېف.پي او نورو سازمانونو په مرسته د نړۍ ګوټ ګوټ ته په سختو شرایطو کې خلکو ته بشرپاله مرستې رسولې دي چې ښه بېلګه یې په ۹۰ یمه میلادي لسیزه کې د افغان جهاد په دوران کې له بې ځایه شویو افغان کډوالو سره بشردوستانه مرستې وې.
خو له دې بریاوو سره سره د ملګرو ملتونو سازمان ډېرې نیمګړتیاوې هم لري چې سترګې ترې نه شو پټولای.
د ملګرو ملتونو سازمان تر ټولو ستره نیمګړتیا په دغه سازمان کې د یو شمېر هېوادونو په ځانګړې توګه د امریکا اغېز او واکمني ده چې د نړیوالې سولې او امنیت په ټینګښت او د ملتونو د عادلانه استازیتوب په برخه کې یې د یاد سازمان باور تر پوښتنې لاندې راوستی دی.
په اویایمه لسیزه کې د سړې جګړې پرمهال ډېرې داسې پېښې رامنځته شوې چې د ملګرو ملتونو له منشور سره په ښکاره ټکر کې وې. امریکا او شوروي اتحاد چې د سړې جګړې دوه مهم او سیال لوبغاړي وو، په پرلپسې ډول منشور تر پښو لاندې کړ او پر خپلواکو هېوادونو په پوځي تېري او یرغل سره یې د سازمان پرستېژ او باور ته زیان ورساوه.
ملګرو ملتونو په وروستۍ نیمه پېړۍ کې ونه شو کولای چې په منځني ختیځ کې د فلسطین او اسرایلو ترمنځ لانجې ته د پای ټکي کېږدي، د امریکا په ګډون د لویدیځ یو شمېر هېوادونه په دې برخه کې نه یوازې صادقانه همکاري نه کوي بلکې په ملګرو ملتونو سازمان کې اسرایل پلوه سیاستونه تعقیبوي. په امنیت شورا کې ډېری پرېکړې د روسیې او امریکا له خوا وېټو شوي دي. د سازمان د تاسیس له نېټې تر ۲۰۰۸ میلادي کال پورې روسیې ۱۲۳ځلي، امریکا ۸۱ځلي، انګلیستان ۳۲ځلي، فرانسې ۱۸ځلي او چین ۶ځلي د وېټو رایې کارولې دي.
امریکا چې د سازمان تر ټولو ستره مالي تمویلوونکې ده، د خپل همدغه احسان د جبیره کولو په موخه په سازمان کې تر ټولو زیاته ونډه غواړي، په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د منشور یا اساسنامې له مخې د نړۍ ټول هېوادونه یو د بل پر وړاندې حقوقي برابري او خپلواکي لري.
له بلې خوا له شپږو لسیزو راهیسې چې د ملګرو ملتونو سازمان جوړ شوی دی، د امنیت شورا په جوړښت کې هېڅ ډول اساسي بدلون نه دی رامنځته شوی او د ویټو حق اوس هم تر امریکا، انګلستان، چین، روسیې او فرانسې پورې محدود پاتې دی.
که څه هم د امنیت شورا یادو پنځو دایمي غړو ته د ویټو حق ورکړه یو تاریخي واقعیت دی چې د وخت اړتیا وه، خو په یویشتمه پېړۍ کې د نویو اقتصادي او پوځي قدرتونو په را ټوکېدو سره د امنیت شورا په جوړښت کې جدي بدلون ته اړتیا ده.
جرمني، هند، برازیل او یو شمېر نور مخ پر ودې هېوادونه د دې مستحق دي چې باید په امنیت شورا کې ورته دایمي غړیتوب او د ویټو حق ورکړل شي.
د نړیوالو قضایاوو په اړه د امنیت شورا د یو شمېر غړو په ځانګړې توګه د امریکا یو اړخیز او غیر عادلانه چلند یو شمېر هېوادونو ته د منلو وړ نه دی، ځکه دغه هېواد ډېری وخت هغه پرېکړې چې ګټې یې په خطر کې وي او نور اغراض ولري، ویټو کړي دي.
په وروستیو کې د سوریې د بحران په اړه د امنیت شورا د یو شمېر غړو کړنې په خپله د دې شاهدي ورکوي چې ملګري ملتونه د یو څو زبرځواکونو په ولکه کې دي او د نړۍ د ملتونو اراده نه شي تمثیلولی.
د ملګرو ملتونو د اصلاح په اړه وړاندیزونه
په نړیواله کچه بدلونونو ته په پام سره، پر نړیوالې ټولنې د حاکمو قواعدو اصلاح او له سره غور ته اړتیا لیدل کېږي. د ملګرو ملتونو منشور هم د نورو نړیوالو تړونونو په څېر اصلاح ته اړتیا لري. د دولتونو ترمنځ د قدرت په موازنه کې بدلون او د هېوادونو د شمېر زیاتوالی سبب شوي چې د سازمان په مقرراتو کې یو لړ اصلاحات او بدلونونه رامنځته شي.
په ملګرو ملتونو کې د اصلاحاتو بهیر په دوه لنډو جملو کې په دې ډول بیانولی شو:
۱- د سازمان له تأسیس څخه تر زریزې اعلامیې پورې ( ۲۰۰۰ میلادي کال)
۲- په ۲۰۰۰ میلادي کال کې له زریزې اعلامیې وروسته د اصلاحاتو نوی بهیر
۱- د ملګرو ملتونو له تأسيس څخه تر ۲۰۰۰ ميلادي کال پورې:
د ملګرو ملتونو سازمان په جوړښت کې د اصلاح لپاره هڅې په لومړي ځل په ۱۹۴۷ کال کې د امریکا د سنا مجلس د مالي چارو کمېټې له طرحې وروسته پیل شوې او هغه عمده اصلاحات چې په دې وخت کې ترسره شول دلته به یې په لنډه ډول بیان کړو:
– د امنیت شورا د غیر دایمي غړو شمېر له ۶ څخه ۱۰ ته لوړول: په ۱۹۶۳ کال کې د عمومي اسامبلې له خوا د یوه پرېکړه لیک په ترڅ کې د امنیت شورا د غیردایمي غړو په شمېر کې زیاتوالی راغی، چې دغه کار د سازمان په جوړښت کې د بدلون لامل شو. په ۱۹۴۵ کال کې د سازمان د ټولو غړو شمېر ۵۱ هېوادونه وو، خو په ۱۹۶۳کال کې دغه شمېر ۱۱۴ ته لوړ شو.
- د امنیت شورا د رای ګیرۍ په نصاب کې بدلون: د عمومي اسامبلې د ۱۹۶۳ کال پرېکړه لیک له مخې د امنیت شورا د رایو اکثریت له ۷ څخه ۱۰ ته لوړ شو.
– د جغرافیوي وېش له مخې د امنیت شورا په غیر دایمي غړیتوب کې بدلون: تر ۱۹۶۵ کال پورې د امنیت شورا د غیر دایمي غړو لپاره جغرافیوي وېش په دې ډول وو:
۱- د لاتینې امریکا هېوادونه (۲ غړي)
۲- ختیځه اروپا (۱ غړی)
۳- لویدیځه اروپا (۱ غړی)
۴- منځنی ختیځ (۱ غړی)
۵- د ګډو ګټو هېوادونه (۱ غړی)
خو د ۱۹۶۳ کال پرېکړه لیک له مخې، په ۱۹۶۵ کال کې د جغرافیوي وېش پر اساس د امنیت شورا په غیر دایمي غړیتوب کې په لاندې توګه بدلون راغی:
اسیاسي – افریقايي هېوادونه (۵ غړي)
د لاتینې امریکا هېوادونه (۲ غړي)
د ختیځې اروپا هېوادونه (۱ غړی)
د لویدیځې اروپا هېوادونه (۱ غړی)
نور هېوادونه (۱ غړی)
– د یوې کلنې دورې لپاره د امنیت شورا غړیتوب ترلاسه کولو شونتیا: که څه هم د منشور ۲۳ مادې په امنیت شورا کې د غیردایمي غړیتوب موده دوه کاله ټاکلې ده، خو له شپېتمې میلادي لسیزې وروسته هغو دولتونو ته د یوه کال لپاره په امنیت شورا کې د غړیتوب زمینه برابره شوه، چې د عمومي اسامبلې له خوا یې مساوي رایې ترلاسه کړې وې.
– د اقتصادي او ټولنیزې شورا د غړو زیاتوالی: د ۱۹۶۳ کال پرېکړه لیک له مخې د اقتصادي او ټولنیزې شورا غړي له ۱۸ څخه ۲۷ او له ۲۷ څخه ۵۴ ته لوړ شول.
– د (XXVI) ۲۸۴۷ نمبر پرېکړه لیک له مخې د منشور ۶۱ مه ماده اصلاح شوه، چې پر اساس به یې د اقتصادي او ټولنیزې شورا غړي د جغرافیوي وېش له مخې ټاکل کېدل.
– د غړو هېوادونو په مالي ونډه کې بدلون: تر ۱۹۵۵ کال پورې امریکا ۳۹ سلنه، انګلستان ۱۱ سلنه او پخواني شوروي اتحاد ۶ سلنه د ملګرو ملتونو بودیجه پرې کوله، چې د بودیجې ټولټال ۶۰ سلنه برخه یې جوړوله او پاتې ۴۰ سلنه د نورو غړو له خوا ورکول کېده.
خو د سازمان د غړو زیاتوالي ته په پام سره چې ۱۱۸ ته رسېدلي وو، عمومي اسامبلې په ۱۹۵۵ زېږدیز کال کې د غړو هېوادونو د مالي ونډې په کچه کې بدلون راوست چې حد اکثر ۳ سلنه او حد اقل ۴ سلنه وټاکل شوه. د درېیم ځل لپاره په ۱۹۷۷ کال کې د غړو په مالي ونډه کې بدلون راغی. خو د وروستي ځل لپاره په ۲۰۰۰ میلادي کال کې حد اکثر ۲۵ سلنه او حداقل ۲۲ سلنه وټاکل شوه.
۲- په ۲۰۰۰ ميلادي کال کې د زريزې اعلاميې له مخې د نويو اصلاحاتو بهير
عمومي اسامبلې د ۲۰۰۰ ز کال په سپټمبر کې د ۱۴۷ غړو هېوادونو په ګډون د یوې غونډې په ترڅ کې د زریزې اعلامیې (millenuim declaration) په نوم یوه ګډه اعلامیه خپره کړه، چې په ملګرو ملتونو کې د نویو اصلاحاتو پیلامه ګڼل کېږي.
دغه اقدامات د پخواني عمومی منشي کوفي عنان له خوا په ۱۹۹۷ کال کې پیل شوي وو. نوموړي په ملګرو ملتونو کې د لازمو اصلاحاتو په موخه یو ۱۶ کسیز پلاوی وګوماره.
پلاوي د ((ننګونې، ګواښونه او بدلونونه؛ سوله ییزه نړۍ: زموږ ګډ مسؤلیت)) تر نامه لاندې په ۲۰۰۴ کال کې خپل راپور خپور کړ.
کوفي عنان هم د یاد راپور پربنسټ د (( امنیت، ازادۍ او بشري حقونو د لا تحقق په موخه هڅې)) په نوم په ۲۰۰۵ کال کې خپل راپور د نظر او ارزونې په موخه د عمومي اسامبلې غونډې ته وړاندې کړ.
عمومي اسامبلې هم د درې ورځنۍ سرمشریزې غونډې په پای کې د ملګرو ملتونو داصلاحاتو په اړه یو پرېکړه لیک خپور کړ.
۱- د بشر حقوقو د شورا جوړول
۲- د سولې کمېسیون جوړول
۳- د بشریت پر وړاندې د جنایت د مخنیوي طرحه، ټولوژنه او جنګي جنایت.
خو په دې ناسته کې غړي په دې بریالي نه شول چې په سازمان کې اړین او لازم اصلاحات راولي. دغه اصلاحات په امنیت شورا کې اړین وو.