د نیکو هېلو او احتراماتو په وړاندې کولو :
څرنګه چې ټولې د نیا ته بهتره معلومه ده ،د لسیزو راپدیخوا زموږ په هېواد ګران افغانستان کې د پاکستان په مداخله سخت جګړه روانه ده،د دغې جګړې تر شاه دپاکستان پوځ او استخبارت غښتلی لاس لري، دا اوس کومه پټه خبره نه ده چې څوک نه پرې پوهیږي، په دې ټوله دنیا پوهیږي چې د افغانستان د جګړې باروت ټول دپاکستان څخه رالیږل کیږي، د ترورریستانو اونورو جنګي ډلو د روزنې مرکزونه په په پاکستان کې دي چې په دې ټوله دنیا خبره ده او کوم ثبوت ته اړتیا نه لیدل کیږي.
د نږدې څلور لسیزو جګړو له امله په افغانستان کې په میلیونونه افغانان شهیدان، معلول، معیوب، خویندي بې وروره ، میندې بورې او بچیان د خپلو پلرونو د ترحم له سیوري بې برخې شول.
د ملګرو ملتونو دبشر حقونو سازمان چې ځان دبشریت مدافعین ګڼي ولي په دې څلور لسیزو کې د افغان جګړې،په هېواد کې د روان وحشت، وژنو، ورانیو او غمیزو په اړه چپ دي، ښکاره ده چې پاکستان له لسیزو راپدیخوا د افغان جګړې دپرمخ بیولو لپاره په یو او بل نوم ستخدریځي ډلې روزي او دلته يې د جهاد په نوم د ورور وژنې او هېواد ورانوني په نوم رالیږي ټول خبر دی، په دې هم د ملګرو ملتونو دبشر حقونو سازمان پوهیږي چې دطالبانو او ټولو سختدریځو ډلو روزنه په پاکستان کی کیږي او له هغې ځایه دلته د جګړې لپاره رالیږل کیږي.
د پاکستاني استخباراتو او پوځ مداخله ددې لامل شوې چې په افغانستان کې قاچاق، انسان تښتونې او هر ډول خودسریو ته زمینه برابره شي، ان داسې معلومات شته چې ځینی شتمن خلک دپاکستاني جنرالانو په اشاره تښتول کیږي او بیا بیرته دپېسو په بدل کې خوشي کیږي. او پېسې يي دپاکستان استخبارتو او همدې دپوځ جنرالانو ته رسیږي.
ډیر وخت په جګړو کې پاکستاني پوځیان او ان جنرالان نیول شوي او وژل شوي دي،چې باید نوره ددغې سپين سترګې مداخلي مخه ونیول شي.
که له دې دومره هرڅه سره سره موږ دملګرو ملتونو، نړیوالې ټولنې او دبشر حقونوسازمان غوښتنه کوو چې پر پاکستان فشار راوړي، څو يې نور پوځ او استخبارات له دغه سیاست را وګرځوئ، په خپله خاوره کې د طالبانو او ټولو سختدریځو ډلو مرکزونه وتړئ څو نور وینه تویول بند شي.
اجمل جان