په افغانستان کې د روانو ټاکنو پر سر لانجو نه یوازې د شخصیتونو، حزبونو او مستقلو ادارو حیثیت له خاور سره خاوري کړ، بلکي هغې دریالس کلنې ولسواکۍ ته هم پکي لوی زیان واوښت چې په زرګونو انسانانو یې د لاسته راوړنې په موخه قربانۍ ورکړې. افغان ولس د ټاکنو په دواړو پړاونو کې په مېړانه ونډه واخیسته او رایې یې واچولې، د خلکو ګوتي پرې قرباني شوې، خلک پکې ووژل شوو، امنیتي ځواکونو پکې د پام وړ زیار وایست.
روانو بحرانونو په نړیواله کچه د افغانستان حیثیت ته پوره زیان اړولی او په نړیواله حوزه کې یې ډېرې کټي له لاسه وتې او وځي به. دې کړکېچونو په ملي کچه هم لوی زیانونه پر ځای پرې ايښي، لومړۍ اساسي ستونزه دا چې په راتلونکو ټاکنو کې به ولس د پخوا په څېر پر ولسواکۍ او ټاکنو باندي د ډاډ وړ تکیه ونه کړي، د دښمن هغه تبلغ چې ګڼي په افغانستان کې ټاکني نمایشي دي، او پرېکړه د پردو په لاس کې ده، ورته د اوړو پزه کېښودل شوه. د هیواد اقتصاد ته په میلیارډونو ډالر زیان واوښت، د دولت اقتصادي حوزه دومره ضعیفه شوې، چې ښایې میاشتې وروسته به د خپلو مامورینو معاشات هم نشي پرې کولای.
د ناامنۍ کچه هم ورځ تر بلي په جګېدو ده، کُڼرهره ورځ د لسګونو راکیټونو تر بریدونو لاندي دی، د هلمند شمالي ولسوالۍ په ځانګړې توګه سنګین په دومره زړه بوږنوونکي حالت کې دی چې د ولسي وګړو غوښې د ونو ��ه څانګو کې نښتي دي. د امنیتي ځواکونو په منځ کې د همږغۍ نه شتون هم د روانو بحرانونو یوه برخه جوړوي. له بل لوري په هر ولایت کې ناوړه چارواکو دومره لاس اچولی چې په پنځه زره افغانۍ یې لاس سیده سي هم پرې دریغ نه کوي. دا به وروسته جوته سي، چې څومره دولتي ځمکه د روانو کړکېچونو پرمهال غصب شوې او عصبېږي.
دا پوره جوته ده چې لویدیځ، زموږ ګاونډیان او بل هر هیواد د خپلو موخو لپاره اوبه خړې کړي، او کبان پکې نیسي. د ولسمشر کرزي د ادارې په اړه به بیله دریغه د تاریخ لیکوال د حقیقت اړخ ټینګوي، او یوه توره تاریخي دوره به رسموي، یواځې یې دلته ورستۍ وینا ته نغوته کوم، ولسمشر چې وایې سیاست کوي، د ژورنالیستانو یوې پوښتنې ته داسي ځواب ووایه: ( دا دی دوه نوماندان به واک ته ورسي او له پاکستان سره به د راکیټونو موضوع فیصله کړي.) له دې خبرې یې هیڅ ډول مفهوم نه اخیستل کېږي، ځکه داخبره یې د ملنډو په توګه وویلې، نه پوهېږم چې ولي ولسمشر کرزی په دې ډول حساسو شېبو کې ملنډې وهي؟ ایا هغه د سنګین، کڼر، موسي قلعه په حال خبر نه دی او که اوس هم غواړي له ولس سره سیاست وکړي.
د عبدالله عبدالله په ټیم کې پر دې مخالفتونو زور اخیستی چې ولي ورسره یو ځای شوو نوماندانو، ګل اغا شیرزي، زلمي رسول، او عبدالرب رسول سیاف کافي رایې ورته خپلې نه کړای شوې، او اوس خو به د سیاسي واک د ویش پر مهال پوره ونډه غواړي. د عبدالله د ټیم په یوه غونډه کې عطا محمد نور وویل چې له نوماندانو مننه چې له موږ سره یو ځای شوو، او موږ ته یې ۴۷۰۰۰۰ رایې خپلي کړې، دا په دې معنی ده چې باید ونډه یې هم همداسي پیکه اوسي. عبدالله ځان بایلونکی ویني، نو ځکه هڅه کوي چې د وزیرانو د شورا د رئیس صلاحیتونو زیات کړي، او اشرف غني احمدزی ورته زیات صلاحیتونه نه ورکوي، ځکه هغه نه غواړي د وزیرانو د شورا د رئیس له څوکۍ د صدر اعظم د څوکۍ خبره راپیدا شي، او باید د صلاحیتونو له مخي یې ترمنځ تفکیک وشي، او په راتلونکي کې عبدالله په خپل ټیم کې د یو غړي په توګه وساتي.
دا دی تیره ورځ همپالنې ټیم د ټاکنو د دوباره تفتیش له لړۍ بایکاټ وکړ، او د دوام ټیم بیا د م.م په غوښته ترې لیري پاته شو، اوس خبره داده چې م.م ډېر لوی مسئولیت ته غاړه کېښوده، او دا مسئولیت باید د ولس په ګټه پای ته ورسوي، ځکه افغان ولس په تېرو دیارلس کالو کې له بُن کنفرانسه نیولې تر اوسه تر بل هر چا په م.م ډېر بارو کړی او ورته په درنه سترګه ګوي، اوس د م.م د حیثیت د ټکان شیبې دي، که م.م په رښتینې توګه خپله دنده پای ته ونه رسوي، دا به په دې معنی وي چې د م.م دیارلس کلن ماموریت په افغانستان کې ټول د چل او فریب یوه پروسه وه، او له دې سره به یې حیثیت هم زیانمن شي.
که ملگری ملتونه په افغانستان کی هماغه د داکتر نجیب د آخری شیبی په شان بیا کوم فیصله وکی او د افغنستان اصلی حق دار حکومت تسلیم نه کی نو د افغانستان د خلکو باور 100% پر ملگری ملتونه ختمیژی بیا نو دا خلک د ملگری ملتونو په نامه کوم ارگان به نه پیژنی بهتره داده چی نور ملگری ملتونه په شکاره د توپک سالارو تاریخ ته د پای تیکی کیژدی دا به ورته یو نوی بدلون ور په برخه کی که سه هم مشکلات به راپیدا کیژی خو هغه به موقته وی او کله چی د افغانستان قاطع اکثریت ولس د حکومت په چوکات کی شامل شو بیا به دا گروپونه سمدستی خپل اهمیت د لاسه ورکی او د هماغه گروپونو اکثریت کسان به د هغی د صفحی نه خدا په امانی وکی چونکه خلک نور دا وضعیت نشی زغملای او حوصله هم ختمه ده. وسلام