د بشر حقونو په برخه کي د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال انډریو ګیل مور د هیواد له اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله سره په لیدنه کي د بشر حقونو د تامین په برخه کي د افغان حکومت د هڅو او فعالیتونو ستاینه وکړه.

نوموړي د افغانستان د جزا په نوي کوډ کي اصلاحات، د شکنجې پر ضد نوي اقدامات او د ملکي تلفاتو د کمښت په موخه سوي فعالیتونه د بشر حقونو د تامین په برخه کي د افغان حکومت د پرېکنده دریځ قوي نمونې وګڼلې.

هغه د اقداماتو د ستایني ترڅنګ د شکنجې په مخنیوي او همداراز د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د کمښت لپاره د نورو اقداماتو او فعالیتونو وړاندیز هم وکړی.

اجرائیه رئيس د سرمنشي مرستیال ته وویل، چي د بشر حقونو لپاره مبارزه د افغان حکومت له اساسي اهدافو څخه دي چي پکښي تر دې دمه د پام وړ لاسته راوړني هم سته.

ډاکټر عبدالله زیاته کړه، چي روان جنګ او انساني او جنګي ارزښتونو او اصولو ته د ترورستي ډلو هیڅ پام، دا پروسه او مبارزه له خنډونو سره مخ کړې ده.

نوموړي یادونه وکړه،‌چي افغانستان د بشر حقونو په برخو کي ټولو لاسلیک کړو کنوانسیونونو ته ژمن دی او کار کوي، چي نور اړوند پروټوکونه هم امضا کړي.

هغه وویل، چي د شکنجې، انساني قاچاق، د کم عمره ځوانانو څخه د سو استفادې او همداراز د ښځو ضد تاوتریخوالي په اړه د پام وړ فعالیتونه سوي او دا لړۍ به لا هم دوام پیدا کوي.

اجرائیه رئیس وړاندي وویل،‌چي ملګري ملتونه دي هم د افغان حکومت د هڅو ملاتړ وکړي‌او اړتیا ده، چي د بشر حقونو په برخه کي‌ د ملموسو لاسته راوړنو لپاره د تعلیم او تحصیل کچي په لوړوالي او اقتصادي وضعیت په بهتري نور اقدامات وسي.

اجرائیه رئیس د افغان ښځو د ژوند پر بهبود او تقویت د ملګرو ملتونو د ښځو دفتر له مشري سره لیدنه وکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په هیواد کي د ملګرو ملتونو د ښځو د دفتر له مشري الیټا میلر سره د افغان ښځو د ژوند پر بهبود او تقویت باندي خبري وکړې.

اجرائیه رئیس په دې لیدنه کي وویل،‌چي افغان ښځو د کلونو په اوږدو کي له ستونزو سره سره پرمختګونه کړي، خو په وینا ئې چي لا هم ډیري ستونزي لري، چي باید د افغانانو او نړیوالو په ګډ کار سره حل سي.

هغه زیاته کړه،‌ چي د ملګرو ملتونو یاد دفتر دي د کارونو د لا مؤثریت لپاره د هیواد د ښځو چارو له وزارت په همږغۍ او د افغان ټولني له ضرورت او لومړیتونو سره سم فعالیتونه وکړي.

نوموړي همداراز یادونه وکړه، چي د مرکز ترڅنګ دي په ولایتونو کي‌هم د افغان ښځو د ژوند د بهترۍ او اساسي ستونزو د له منځه تګ لپاره همږغي هڅي وسي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو د دفتر مشري په ننۍ لیدنه کي د افغان حکومت هغه هڅي وستایلې، چي په ټولنه کي ئې د ښځو د بیا ونډي اخستني په پار کړي دي.

هغې زیاته کړه، چي دوی به د افغانستان حکومت له اساسي لومړیتونو سره خپل ټول فعالیتونه په همږغۍ مخته وړي او اوسنۍ اجنډا به تقویه کوي.

مېرمن میلر وویل، چي د خشونت په مخنیوي، د مساوي حقونو په ورکړه او مساوي فرصتونو ته د لاسرسي په موخه به د مرکز ترڅنګ په ولایاتو کي هم اغېزمن کارونه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *