تاند، چهار شنبه، د عقرب لومړۍ: د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د سولې جایزې ته له افغانستان څخه اووه مېرمنې نوماندې شوې دي.
دغه اووه واړه افغانانې به د اووه هېوادونو له هغو ۴۱ مېرمنو او نارینه و سره د جایزې د ګټلو لپاره سیالي وکړي چې د ملګرو ملتونو لخوا په دریو برخو کې د این پیس یا سولې جایزې ته نومول شوي دي.
عظمی ذهین رفعت، زرقا یفتلي، نازیه نوري، فریده امیري، زهرا محمدي، نوریه قادري او نسیمه باري ته به په انلاین ډول رایې ورکول کېږي او دوی اړ دي چې د ۴۸ کسانو له ډلې په یوولس غوره فعالانو کې راشي، تر څو جایزې ورکړل شي.
دا جایزه هغه چاته ورکول کېږي چې د جګړه ځپلو سیمو د ښځو لپاره د عدالت غوښتنې په برخه کې یې ډېر کار کړی وي.
ملګرو ملتونو سږ کال له افغانستان، انډونیزیا، نیپال، برما، سریلانکا، فلپین او پاکستان څخه په دې برخه کې ۱۱ جایزو ته ۴۸ نارینه او ښځینه فعالانې نومولې دي چې په انلاین ډول به رایې ورکول کېږي.