سرمنشي انتونیو ګوتېرېش

تاند، جمعه، د حوت ۲۴مه: ارګ وايي، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ولسمشر غني ته د بیا ځل ولسمشر انتخابېدو مبارکي ویلې ده.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې انتونیو ګوتریش دا مبارکي ولسمشر غني ته د یو لیک په ترڅ کې را استولې ده.

 د صدیق صدیقي په وینا، د ملګرو ملتونو سرمنشي ولسمشر ته ډاډ ورکړی چې سازمان یې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو دوام او ملاتړ ته ژمن دی.

 منتخب ولسمشر محمد اشرف غني چې د تلې د ۶مې نېټې ټاکنو په غوڅ اکثریت ګټونکی اعلان شوی، د حوت په ۱۹مه یې د لوړې مراسم پر ځای کړل.

 په دغو مراسمو کې د ۳۵ هیوادونو سفیرانو، ځانګړو استازو، د پښتونخوا نږدې ۲۰ سیاستوالو او ۴ زره کورنیو او بهرنیو مېلمنو ګډون کړی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *