تاند – د ملګرو ملتونو پخوانی عمومي منشي بتروس بتروس غالي نن د ۹۳ کالونو په عمر د مصر په پلازمېنه قاهره کې مړ شو.

د بي بي سي نړیوال سروېس د مصر د دولتي خبري اژانس له قوله لیکي چې،‌ ښاغلی غالي د خاصرې د لګن د ماتېدا له امله د قاهرې په یوه روغتون کې بستر شوی وو.‌

د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا رییس رافیل رامیرز د بتروس غالي مړینه تایید کړه او د امنیت شورا ۱۵ کسیزې جرګې چې د یمن د امنیتي وضعې په هکله یې غونډه لرله د نوموړي د مړینې له امله د یوې دقیقې چوپتیا مراسم ترسره کړل.

بتروس بتروس غالي چې د مصر اوسېدونکی وو لومړنی عرب وو چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په توګه ټاکل شوی وو.‌ بتروس غالي د ۱۹۹۲ له جنورۍ څخه د ۱۹۹۶ کال تر ډسمبر پورې هغه وخت چې په افغانستان، سومالیا، روانډا، منځني ختیځ او پخوانۍ یوګوسلاویا کې سختې شخړې روانې وې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په توګه وظیفه ترسره کړه.‌

ښاغلی غالي د ۱۹۲۲ کال د نومبر په ۱۴مه په قاهره کې په یوه عیسوي کورنۍ کې زېږېدلی وو او په قاهره پوهنتون، او پاریس کې یې زده کړې کړې وې. وروسته یې په نیویارک کې په کولمبیا پوهنتون کې نړیوالې اړیکې ولوستې.

ښاغلی غالي په ۱۹۷۷ کال د مصر د پخواني جمهور رییس انورسادات د واکمنۍ پر وخت د مصر د بهرنیو چارو وزیر وټاکل شو او وروسته یې بیا په نورو بېلابېلو پستونو کار وکړ.‌ په ملګرو ملتونو کې د وظیفې له پرېښودلو څخه وروسته له ۱۹۹۸ څخه تر ۲۰۰۲ کال پورې یې د فرانسوي ژبو هېوادونو د یوې جرګې مشري پرغاړه لرله او په ۲۰۰۴ کال کې د مصر د وخت د جمهور رییس حسن مبارک له خوا په مصر کې د بشري حقونو د یوې ټولنې د مشر په توګه وټاکل شو.

بتروس بتروس غالي د ورپېښې ناروغۍ له امله تېره پنجشنبه د قاهرې په یوه روغتون کې بستر شو او نن سه شنبه یې سا ورکړه.‌

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *