د روان ٢٠١٣م کال د سپتمبر پر لومړۍ نېټه د (ملګري ليکوال) کوټې کالنۍ ټاکنې وشوې، په ټاکنو کې ډاکټر لياقت تابان، جاويداقبال اقبال، برکت شاه کاکړ، حافظ رحمت نيازي، حکيم سعيد، نيازخلجي، مرتضى کاکړ، لېوال نورزي، بارکوال مياخېل، نجيب الله زړګي، ډاکټر عبدالله ناشناس، امان الله پروانه او عبدالبصير باوري برخه اخيستې وه. د ټولنې يوه مشر غړي مقدس خان معصوم په ټولنه کې د ځينو مخالفتونو له امله په ټاکنو کې برخه وانه خيسته او ډاکټر عبدالروف رفيقي هم له دې امله، چي د ټاکنو په ليسټ کې يې نوم نه وو، چاته رايه ور نه کړه او د ټولنې نور غړي د ټاکنو دې ځانګړې غونډې ته نه وو راغلي.
تر اوږده ځنډ او په ټولنه کې تر ځينو مخالفتونو او شخړو وروسته د ملګري ليکوال دغه ټاکنې د ښاغلي امان اپريدي او ښاغلي خيرمحمد دوتاڼي تر نظارت لاندې وشوې، چي ټولې ديارلس رايې (ووټونه) پکې وکارول شوې او د ٢٠١٣م او ٢٠١٤م کلونو لپاره ښاغلى برکت شاه کاکړ مشر، حافظ رحمت نيازى يې مرستيال او بارکوال مياخېل پريس سيکرتر وټاکل شو.
د ملګري ليکوال نوي ټاکل شوي مشر برکت شاه کاکړ پخپله لومړۍ وينا کې د مشر د ټاکلو په حيث له ملګرو مننه وکړه او ويې ويل چي ملګري ليکوال د جنوبي پښتونخوا يوه تاريخي ادبي ټولنه ده، چي ډېر کسان يې روزلي او د يوې اکاډمۍ او علمي ادارې حيثيت لري. ښاغلي برکت شاه کاکړ د ملګري ليکوال د ښه فعاليت په اړه وويل: “تېرې شپږ اووه غونډې چي موږ کړې دي، په هغو کې د خپلمنځي شخړو له امله به له غونډو څخه د زړه چاودون په حالت کې ستنېدو، زه د کار لپاره ډېرې غټې دعوې نه سم کولاى، خو دا وايم چي د دې ټولنې د کلچر بدلولو ته ډېره اړتيا ده، چي د دې ټولنې کلچر علمي، ادبي او اقداري سي او د روزنې په ميدان کې يې خلک- لکه د يوې شفيقې مور په غېږ کې- ځانونه هوسا احساس کړي، نو بيا د مينې په فضا کې د ژبې خدمت کولاى سو. موږ به له ملګرو سره تر سلا-مشورو وروسته د ټولنې په تګلاره (آيين) کې بدلون راولو، ځکه چي په آيين کې ځينو خبرو زموږ ډېر وخت ضايع کړ او زموږ ډېر خواږه ملګري چي له موږه مرور سوي، بيرته به يې پخلا کوو او ټولنې ته به يې راولو. موږ به په روان کال کې دوه درې لوى سېمينارونه کوو او خپلو پينځلس ورځنۍ ادبي او علمي غونډو ته به دوام ورکوو”.
ډاکټر لياقت تابان وويل ټولنې، ګوندونه او قومونه د بحران په حالت کې سره را يو ځاى کېږي، ده وويل که څه هم تر دې وړاندې کندهار، کابل او پېښور د پښتو ادبي فعاليتونو په لحاظ مرکزيت درلود، خو ملګري ليکوال هم په جنوبي پښتونخوا کې داسې کار کړى، چي دې سيمې ته يې د ادب په ډګر کې يو مرکزيت ورکړى دى. ښاغلي تابان هم دا ټولنه د ځوانانو د روزنې يو غوره روزنځاى وباله: “زه په دعوه وايم چي د دې نوي کهاله پينځلس شل کسان چي موږ د ادب ځلاند ستوري ورته ويلاى سو، دا د همدې ټولنې برکت دى، زموږ کوشنيو- کوشنيو غونډو په خلکو کې دومره تنقيدي شعور پيدا کړ، چي نن په لر او بر کې په پښتو ادب کې مستقل نقد رواج موندلى دى، موږ به خپلو تنقيدي غونډو ته دوام ورکوو”.
ډاکټر نصرالله وزير وويل “په يوه ادبي ټولنه کې يواځې ټاکنې نه وي، نوي ټاکل شوي کسان بايد د ذمه وارۍ احساس وکړي، ځکه چي وايي دا يوه داسې قومي فريضه ده، چي نه تنخا ده، نه ټېکه ده او نه بله ګټه پکې شته، د زړه او ذهن په اخلاص سره يوه قومي، ادبي او ژبنۍ فريضه ده چي تر سره رسول دي، دا کار د پښتو سمندر ته خپله څاڅکى- څاڅکى برخه ور اچول دي، دې نتيجې ته يې بايد څوک په تمه نه شي چي زما نوم، زما کلى او زما سيمه دي ياد شي، دا يوه اجتماعي فريضه ده چي بايد په ګډه تر سره شي او کوښښ بايد وشي چي يو څه په ميدان کې ښکاره شي، که هغه د کتاب په بڼه وي، که د سېمينارونو په وسيله وي، که په نورو ادبي او کلتوري لارو وي، بايد پښتو ادب ته په داسې بې طرفۍ سره کار وشي، چي شخصي، سيمه ييز او مذهبي تعصب پکې نه وي”.
ډاکټر عبدالله ناشناس وويل ملګري بايد د ژبې او ادب د خدمت په خاطر په ښه توګه خپل غړيتوب وپالي او هرې غونډې ته راسي، ده وويل “د نوې کابينې لومړى ګام بايد دا وي چي ځينې مرور ملګري پخلا کړو او د ټولنې د ښه فعاليت لپاره د هغوى له علمي تجربو ګټه واخلو. له پښتو ادب سره به زموږ وفا دا وي چي خپل ادبي کار ته پوره توجه وکړو او خپلې هڅې نړۍ ته ور ښکاره کړو”.
جاويداقبال اقبال چي په تېرو پرله شپږو انتظامي غونډو کې د ټولنې د يوه مشر ملګري ښاغلي عمرګل عسکر له خوا ډېر ځورېدلى وو، خپلې خبرې يې په خپل يوه بيت پيل کړې او ويې ويل: “دا څو مياشتې مزاحمت روان وو، زما يو بيت دى:
ما هم د هر اورنګ خلاف دى کړى بغاوت
په ما هم د خوشال خټک اثر پرېوتى دى
زه ډېر خوشاله شوم چي په نوې کابينه کې نوي کسان وټاکل شول، نن موږ د (خلاسون) ورځ لمانځو، يوه سړي چي په دې ټولنه کې کوم ملګري پسې اخيستي وو هغه به موږ بيرته پخلا کوو او نور به نه پرېږدو چي څوک مو د ټولنې مينه ناکه فضا په خپل عسکري خوى ګډه وډه کړي، زما مشوره به ورته دا وي چي خپل (عسکر) تخلص بدل کړي او نور خلک ازار نه کړي، ځکه چي په لسګونو خلک يې ازار کړي، هغه خلک به موږ بيرته دې ټولنې ته راولو، نور به يې عسکريت پسندي او پښتو ادب دوښمني ونه زغمو”.
لېوال نورزي وويل “د ټولنو خاص مقصد د خلکو روزنه وي، ملګري ليکوال پخپله لومړنۍ دوره کې ډېر کسان روزلي دي، خو داسې مالومېږي لکه دې ټولنې چي يوه نسل ته کار کړى وي او بيا په دې اوږدو کلونو موږ په ځوان نسل کې داسې څوک نه لرو، چي هغه د ملګري ليکوال استازيتوب وکړي او وويل شي چي په دې ټولنه کې روزل سوى دى، نو داسې ښکاره کېږي چي دا کار په ټپه درېدلى دى، پکار ده چي دا کار بيرته دوام وکړي، دا نوي ملګري کار وکړي او يو نوى نسل و روزي او هغوى ته داسې موقع په لاس ورکړي چي هغوى راسي، يو څه ووايي، يو څه زده کړي او يو څه له ځانه سره يوسي”.
حکيم سعيد صاحب فقط نويو ټاکل شويو کسانو ته مبارکي وويله او هيله يې وښووله چي د نوې کابينې کسان ځوانان دي، نو ضرور به فعال و اوسي.
مرتضى خان کاکړ وويل “بايد په ټولنه کې د ژبې د پرمختګ لپاره کار وکړو او پر زړو خبرو غوږ ونه نيسو، بايد زموږ مشران ملګري بيرته دې ټولنې ته راسي، زموږ روزنه وکړي، د ادب په ډګر کې زموږ مرسته وکړي، چي موږ پر مخ لاړ سو او دا ټولنه ژوندۍ پاته سي، چي زموږ د راتلونکي نسل لپاره هم د روزنې مرکز وګرځي”.
نجيب الله زړګي وويل “په تېرو درېوو څلورو کلونو کې موږ په اکثرو غونډو کې د ملګرو تر منځ د ادبي بحثونو پر ځاى غوسې ډېرې وليدې، چي موږ هيڅ هم ورڅخه زده نه کړل، نور بايد ښې غونډې او سېمينارونه وشي، چي هم يې ژبې ته ګټه ورسېږي او هم موږ زدکړه پکې وکړو”.
امان اپريدي نويو ټاکل شويو ملګرو ته د توفيق هيله وکړه، چي وايي ټول ملګري سره را يو ځاى کړي او د ژبې خدمت وکړي، وايي “اول خو د دې ملګرو کار تخليق دى او تخليق انفرادي فعل دى، اجتماعي نه دى، چي څومره هم زموږ پخواني شاعران تېر شوي هغوى انفرادي هڅې کړې دي او ډېر څه يې قوم ته وړاندې کړي، خو داسې هم نه ده، که د خوشال خټک او رحمان بابا شاعري په غور سره ولوستل شي، نو داسې مالومېږي چي د نن غوندې به د هغوى هم ناسته کېده، ماته د خوشال بابا يو بيت را يادېږي چي:
دا غزل به چي ور و رسي تر سرايه
نو ياران به يې نارې وکا د لوستو
د دې مطلب دا دى چي د هغوى د ناستې ځاى وو، ملګري يې وو، دغسې شان د رحمان بابا هم داسې يو بيت دى چي:
په مستانو کې د عقل څښتن غل وي
که په نورو خلکو خاص يې دلته عام شه
هغه هم ګيله کړې وه، نو داسې مالومېږي چي د هغوى هم د ناستې ملګري وو، نو دا د ټولنې ګډې ناستې انفرادي هڅو ته ضرور وده ورکوي او ډېرې ښې نتيجې ترېنه اخيستل کېداى شي، زه دوعا کوم چي دغه نوي ټاکل شوي ملګري د ټولو ملګرو په را يو ځاى کولو کې بريالي شي او د دوى انفرادي تخليقي کار ته اجتماعي شکل وکړي چي قوم ته يې ګټه ورسېږي”.
نيازخلجي وويل “دا نوې زمانه ده، نوي چيلنجونه دي، موږ به هڅه کوي چي تر خپل منځ بدۍ به ختموو او د مينې او پخلاينې په فضا کې به کار کوو، موږ ادبي خلک يو، دا کار له موږ سره سمون نه خوري چي يو بل ته سنګرونه ونيسو، موږ به کوښښ کوو چي د پښتو ادب خدمت وکړو”.
نوي ټاکل شوي مرستيال حافظ رحمت نيازي وويل “زه له څورلسو پينځلسو کلونو د دې ټولنې غړى يم، که ما دوه- درې توري زده کړي دي، نو په دې ټولنه کې مي زده کړي دي، هغه وخت به زموږ په غونډو کې سعيدګوهر، سرور سودايي، عبدالکريم بريالى او دروېش درانى هم ناست وو، دې ټولنې ډېر خلک روزلي دي، چي ځينې د پاکستان په نورو ايالتونو کې دي او ځينې بهرنيو هېوادونو ته تللي دي، خو ملګري ليکوال د ادبي هلو ځلو يا علمي غونډو په حواله په ښه نامه يادوي. زموږ نوې کابينه به د لا ښو فعاليتونو لپاره نوې تګلاره جوړوي او تاسې به نه ناهيلي کوي”.
نوي ټاکل شوي پريس سيکرتر بارکوال مياخېل وويل چي “اوس د ټولنيزو رسنيو زمانه ده، زموږ فعاليتونه بايد يواځې تر خبرو محدود نه شي، زموږ له هڅو بايد د رسنيو په وسيله په ټوله نړۍ کې خلک خبر شي، بل دا چي زموږ د غونډو ګزارشونه به پر فېسبوک خپروو، پر ځاى د دې چي دلته يې بيا اوروو او د بلې غونډې وخت په ضايع کوو، هلته هم ملګري کولاى شي چي خپل نظرونه پرې ورکړي، هغه به هم د راتلونکي وخت لپاره خوندي پاتېږي. موږ بايد کوښښ وکړو چي تر پخوا خپلو ادبي بحثونو ته تغير ورکړو، دلته چي هر ملګرى راځي، هغه به هم فعاله کړو او وبه يې هڅوي چي ضرور په نثر يا نظم کې څه ناڅه راوړي او دلته بحث ورباندې وشي، چي دا کار به د ځوانانو د استعدادونو په غوړولو کې مثبته نتيجه ورکړي”.
امان الله پروانه وويل “څو کاله مخکې ما خپلو ملګرو ته دا مشوره ورکړې وه، چي که زموږ غونډې د پښتو اکېډمۍ په نوې ودانۍ کې وسي، نو دوى ويل چي پښتو اکېډمۍ لا تر اوسه جوړه نه ده او د ودانۍ چارې يې بشپړې نه دي، مګر اوس خو جوړه سوې ده، زه له ملګرو غواړم چي د پښتو اکېډمۍ له مشرانو غوښتنه وکړي او په راتلونکي وخت کې زموږ غونډې په پښتو اکېډمۍ کې وسي”
عبدالبصير باوري وويل “موږ بايد غونډو ته په پابندۍ سره راسو، نور کارونه بايد مخته شاته کړو او يوه ورځ د پښتو په خاطر غونډې ته ورکړو، دا نه چي درې څلور راسو، هسې سره کښېنو او بيرته رخصت سو، په ټولنه کې ګډ کار په ډېرو ملګرو کېږي، دلته موږ د پښتو ژبې خدمت کوو، د پښتو خدمت او د وطن خدمت پر موږ پور دى”.
په پاى کې د ملګري ليکوال سرپرست مقدس خان معصوم ته د وينا بلنه ورکړل شوه، خو هغه- چي په ټاکنو کې يې برخه وانه خيسته- وينا يې هم ونه کړه او تش دومره يې وويل: “هيڅ نه وايم (No Comments) “.
پاى