تاند- یوې جرمنۍ مرستندویې موسسې د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د افغان کوچیانو شاوخوا ۲ لکه رمې، چې د خیریه موسسو مرستې پرې درول شوي دي، د خوړو له سختې ستونزې سره مخامخ دي.

د جرمني (Johanniter International Assistance) موسسه وايي، کوچیان، چې شمېر یې څو ملیونو ته رسېږي، په افغانستان کې وروسته له دې له سخت کړاو سره مخامخ شول چې پاکستان پرې خپلې پولې بندې کړې.

افغان کوچیان په ژمي خپل مالونه د پاکستان ورشوګانو ته رسوي.

هرکال دوه ملیونه او څلور لکه افغان کوچیان د افغانستان له مرکزي او ختیځو سیمو د خپلو رمو د مړولو لپاره د پاکستان سرحدي سیمو ته اوړي.

خو سږ کال پاکستان له افغانستان سره د اړیکو د ترینګلتا له کبله له افغانستان سره پر ډیورند کرښه تګ راتګ سخته کړی او کوچیان هم نه پرېږدي چې له کرښې ورواوړي.

افغانستان پر پاکستان تور پورې کوي چې په خپله خاوره کې د طالبانو پر ضد اقدام نه کوي خو د عادي افغانانو مخه نیسي.

د فرانسې د خیریه موسسې (Action Against Hunger) د لوږې پر ضد د عمل مرستندویې ټولنې د افغانستان د څانګې ريیسې/ دایرکترې مینګا کوموروسکا له کابله رویټرز خبري اژانس ته وویل«اوس د دوی خوراکي مواد تقریباً بیخي خلاص شوي دي.»

دې همداراز وویل چې ټولنې یې له دوو لویو خیریه موسسو سره تماسونه نیولي چې مرسته وکړي.

دې د دغو موسسو نومونه وانخیستل.

کینګا زیاته کړه«دوی زموږ غوښتنه رد کړه، په دې ډېر مایوسه یوو.»

دې وویل چې یوې مرستندویې موسسې ورته ویلي چې د کوچیانو او د هغوی د اړتیاوو په اړه کافي معلومات نشته، خو بلې وویل چې دوی له دې ډول ستونزو سره مرسته نه کوي.»

اکثره کوچیان اړ شوي چې خپل څاروي وپلوري. ویل شوي چې هر څاروی د ۱۷۵ ډالرو معادل پلوري، حال دا چې تېر کال یې هر څاروی په ۲۵۰ ډالره پلورلی شوای.

پاکستان په ځلونو خپله پوله بنده کړې خو کوچیانو ته یې څه نه ویل؛ مګر دا ځل کوچیان هم نه پرېږدي.

په داسې حال کې د افغانستان حکومت ته پکار ده چې په هیواد کې د مالدارۍ تر یو مخ له منځه تلو وړاندې اقدام وکړي او یا لږترلږه کوچیانو ته، چې د څارویو په پالنه کې ښه تجربه لري، مځکې ورکړي او ځايي یې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *