رحمت الله نبیل
د افغانستان د ملي امنیت ، پخوانی ریس
هغه نارې سورې، ستونزې او ناندرۍ چې د ملي یووالی حکومت او شریکانو یې په دې وروستیو کې د اصلاحاتو په نوم رامنځته کړي، لاًمل یې د حکومت په د ننه کې هغه ستونزې دې چې د قدرت پر وېش او د دوی د راتلونکو پټو او ښکاره برنامو د پلي کولو په موخه را منځته کیږي. دا اصلاحات د ریښتوني اصلاحاتو او افغانانو په ژوند کې د مثبت بدلونونو لپاره نه، بلکې د یوې کوچنۍ کړۍ د قدرت غوښتنې او د ځان ځاني هڅو لپاره تر سره کیږي.
د ملي وحدت حكومت لخوا د (اصلاحاتو د بهیر، د اداري فساد په وړاندې مبارزه او د حکومت د ملي جوړښتونو) سیاسي او قومي کول او يا هم د ځینو ځانګړو کړیو له خوا قومي، ژبني او سمتي ناخوالو ته لمن وهل د دې لپاره دي، تر څو د لاندې موضوعاتو څخه د ولس پام بلې خواته واړوی:
لومړی؛ حکومت د افغانستان د خلکو د دښمنانو په ځانګړې توګه «پاکستان» سره د پټو ناستو په دوام د روان کال د مارچ میاشتې په ۱۷مه نېټه د یوې بلې پټې ناستې په ترڅ کې چې له پاکستانیانو سره یې د چین په هیواد کې درلوده، د ځینو مسائلو او یو ځل بیا راتلونکې ته د خپل واک د دوام په موخه د پاکستان لوري ته د یو اړخیزه امتیازونو په ورکولو سره هوکړه کړې او عملن د دغه هوکړې د پلي کولو لړۍ پيل شوي ده. د حکومت مشران له دې وېرې څخه چې د یادو هوکړو په ښکاره کېدو سره یې په وړاندې ولس را ولاړ نشی، په اړه یې حتی ولس ته عام او ښکاره وضاحت هم نشی ورکولای.
دوهم؛ د ملي یووالي حکومت مشران ښه پوهیږي چې د “داعش” په نوم نوې تروریستی ډله د طالبانو د فعالیتونو سربېره د هېواد په ځینو سیمو کې د پراختیا په حال کې دي او په دې هم ښه پوهیږي چې په افغانستان کې «داعش» د «اصلي داعش» سره چې اصلي ټاټوبی یې عراق او سوریه دي هېڅ اړېکه او ورته والی نه لري، بلکې په افغانستان کې د «داعش» ډلې تر نوم لاندې فعالیتونه د سیمې د هيوادونو د توطئو، د ملي وحدت د حكومت په داخلي او امنیتی برخو کې د غلطو او ګونګو پالیسیو، د غلط شمېر او مالوماتو په اساس د یادې ډلې غټ ښودلو، له حکومت څخه د خلکو لیری والی، بیکارۍ او په پایله کې افغانستان ته د نورو هیوادونو د نیابتي جګړو را وړلو له امله دي.
دریم؛ د ملی یووالي حکومت عملا د ټاکنو د یوې بلې مسخرې لپاره چمتووالی نیسی، تش په نوم د ټاکنو (خپلواک) کمیسیون په کارونو کې د حکومت په منځ کې د شته کړیو ګوتوهنې او کړنې ددې موضوع په اړه د حکومت په نیت او غیرقانوني کړنو باندې تر ټولو مستنده او په دلیل ولاړه ادعا ده. د ملي یووالي حکومت مشران د ځینو هغه سیاستوالو، سیاسي خوځښتونو او یا د دوی په اصطلاح (واک د جزیرو) او یا هم د ( رایو د بانک) په شتون سره چې په تېرو ټاکنو کې یو د بل په وړاندې په دوه بېلو ټاکنیزو ټیمونو کې ولاړ وو (چې مثال یې یو هم په تېرو ټاکنو کې د لیدلورو د جدي توپیرونو په درلودو د پاسه د جنرال دوستم سره د تحول او تداوم د ټیم هوکړه وه)، څخه اوس په ویره کې دي. دوی پوهیږي چې دا ځل یې د خپلو سیاسی متحدینو سره د واک د شریکولو په برخه کې د ټاکنیزو ټیمونو د ژمنو د نه پلي کېدو او (یوې ځانګړې کړۍ په لاس کې د واک د انحصار)، بشپړې بې باوره فضا د را منځته کېدو او سیاسي پړسوب له امله د دواړو ټاکنیزو ټیمونو متحدینو د دوی په وړاندې په یوه همغږۍ سره ګډ کار کړی او دا ځل به د قوي ټاکنیز ټیم په جوړولو سره د دوی د ټاکنیزو درغلیو مخنیوی کوي او د بیا ځل لپاره به واک ته د یوې ځانګړې کړۍ د رسېدو مخه نیسي. په همدې اساس په حکومت کې یو شمېر کړۍ سر له اوسه هڅې کوي څو راتلونکې ټاکنې د (رایو بانکونه) یا هم په اصطلاح (زور واکان کم رنګه او حتی بې رنګه کړي، هغوی په بېلو، بېلو لارو دېته اړ کړي تر څو په خپلو ټاکنیزو ټیمونو کې یې ورګډ کړي. لکه څرنګه چې په دې وروستیو کې په همدې موخه ځینو ته باج ورکړل شوی او هم په همدې موخه ځینې ګومارنې تر سره شوېدی، لا نورې معاملې په لار دې.
څلورم؛ د (ملي یووالي حکومت) چې تر درې کاله یې وخت تېر شوی دی، نوم او کړنی یې یو د بل دوه معکوسې او خلاف ثابتې شوي دي. ددې حکومت مشران پوهیږي چې په سترو ملي مسایلو کې لکه (بهرنی سیاست، امنیت، سوله، اقتصاد، بیارغونه، کارموندنه، ښه حکومتولي، اداري فساد په وړاندې مبارزه او د قانون په پلي کولو) کې، د خپلو کارنامو او ژمنو په ترسره کولو کې بیخې پوره ناکام شوي دي. کومې لاسته راوړنې چې دوی د خلکو په مخ موښي د ملي او بین المللي بنسټونو د خپرو شوو مالوماتو او څېړنو په اساس یوازې دروغ او دوکه ده او په ټولو برخو کې وضعیت د خرابېدو په لوري ښودلی کیږي.
کومې اقتصادی پروژې چې د حکومت مشرانو د څویم ځل لپاره پرانیستې هغه یا پخوانۍ لاسته راوړنې دي او یا هم دا چې د سیمه یزو هېوادونو په اقتصادي پروګرامونو پورې تړاو لري، نه د ملي یووالي په حکومت پورې! چې پرته له شکه به د حکومت د مشرانو دا ناکامۍ، د دوی په ټاکنیزو کمپاینونو کې (په هغه صورت کې چې ټاکنې تر سره شي!) د خلکو په ذهنونو کې لا ژوندۍ وي.
دغه لنډو اشارو ته په کتو سره چې برسېره مې لیکلې، د ملي یووالي حکومت مشران هڅه کوي څو د خلکو د بیا ملاتړ د ترلاسه کولو په موخه، د اصلاحاتو، اداري فساد په وړاندې د مبارزې او نورو نومونو، لاندې حساسیت پارونکي قومي، ژبنی، سمتي او حتی مذهبي مسائل د خلکو ذهنونو کې کري او په دې اصطلاح سره چې ( اوبه خړې کړه او کب په کې ونیس) ، په دې توګه دوی غواړي چې د هېواد د راتلونکي اساسي او کلیدي ټکیو څخه عامه ذهنیتونه بلې خواته واړوي.
د دې حالت دوام او د قومي، ګوندي، ژبنیو او مذهبي ډلبندیو د پیاوړتیا دوام او افغانانو تر منځ د واټنونونو رامنځته کول به د هېواد په امنیتي او دفاعي ځواکونو مستقیم اغېز ولري، په خواشیني سره چې نښې یې په دې وروستیو کې دڅرګندېدو په حال کې دي.
د هېواد د امنیتي او د فاعي ځواکونو چې زموږ ټولو د ویاړونو سبب دی، لا قومي او سیاسي کول به دوی تر ټولو ډېر د دښمن د خطر او نفوذ سره مخ کړي. بل خوا د امنیت د راوستو په برخه کې د حکومت د اړینو برنامو نشتون، په سیاست کې د لوړ پوړو امنیتي مسئولینو بوختیا او د اتلو امنیتي او دفاعي قوتونو په لېکو کې د ضایعاتو لوړېدل، په ټوله کې د دوی د ظرفیت ټیټېدنې، هوډ او مبارزې د کمزورتیا، د دښمن د فعالیتونو د ساحې د پراختیا، د ګران هېواد دځمکنۍ بشپړتیا، قانون ساتنې او لویو کړکېچونو په برخه کې د دوی توان ته د زیانونو د اوښتو لامل کیږي.
همدارنګه په یاد ولرئ چې په افغانستان کې د لرې او نږدې دښمنانو لاسوهنه د افغانستان په داخلی چارو او اړېکو کې د سیاسي حالت د تعادل سره مستقیمه اړیکه لري، هرڅومره چې موږ یو د بل د لرې کولو، حذف، مخالفت، بېلولو، له منځه وړلو او منزوي کولو په هڅه کې وو په همغه کچه به مو د بهرنیو هېوادونو د بدو لاسوهنو امکانات ډېر او پراخه کړي وي.
د هېواد د اوسني وضعېت له څېړلو ټول هېواد پالونکي دې پایلې ته رسېدلي دې چې په هېواد کې تلپاتې سولې او ټيکاو ته د رسېدلو لاره یوازې د سیاسی ټيکاو له پُل څخه تیریږي، او د ټيکاو دا پُل د ملي باور، ملي ژمنتیا، ملي لید لوري او ملي ارزښتونو څخه جوړیږي. که موږ و نشو کولای (د لاسه ورکړی باور مو د سیاسي پراخ ګډون او منلو وړ رڼو ټاکنو) په پایله کې بېرته افغانانو ته ورکړ او پای یې لا پیاوړی کړو نو ډېره لرې به وي چې وکولای شو ددې داخلي توپان له کړکېچونو، سیمه یزو او په مورچل کې ناستو دښمنانو له توطئو تېر او د ښاغلیو او بریالیو هېوادونو په نوملړ کې راشو.
داسې ښکاري چې د استاد عطا تقلید کوئ
محترم نبیل صاحب: خدای ج به حاضر وګڼو او راشه چی لومړی له خپل ځان څخه را شروع کړو. ۱. ایا تاسو چی دا څو کاله د ملی امنیت د ریاست به ګدی ناست وای ایا دا ستاسو د لیاقت په اساس وه او که کومه بله مسله وه دا پوشتنه می ځکه وکړه چی ما شخصا په څو ځایونو که ستا منطق او ستا علمی سطح او په خاص ډول د یو مملکت د یو مهم ارګان د مشر په حیث لید لوری لیدلی. ۲. مونږ اوس فکر کوم له تاسو جناب نه زیات پوهیږو چی د افغانستان په خیر او شر ځوک دی .۳. ایا کولای شی د حکومت کوم قومی کار یاهم هغه کار چی د قومونو ترمینځ مشکل را مینځ ته کوی را وشیی که د استاد عطآ معامله تاته قومی ښکاری خو ډیره سهوه کوی بلکه حتی د خپل سیاسی درایت په وړاندی باید مشکوک شی. د عطا معامله د افغانستان د ملی حاکمیت سره تړاو لری او هر ځومره ژر چی دا ګند صاف شی هم هغومره د هیواد په ګټه دی . ۴. تاسو دادی پاکستان له موضوع نه څه جوړ کړی که څوک مشکوک کیږی نو لومړی باید په تاسو جناب مشکوک شی ځکه چی په پاکستان کی را لوی شویُ یی، تغذیه شوی هلته دی درس لوستی او هلته دی کار هم کړی ده.
۵. ایا دافغانستان اوسنی خارجی سیاست واضح ده او که ستاسو په دوره کی ؟ ګوره د کرزی صاحب په وخت کی د افغانستان خارجی سیاست ډیر نمیګړی وه فرضا د امریکایانو سره بی حده بی اعتمادی موجوده وه د ایران لاس بیخی خلاص وه چی حتی ستا محسن ته به په بوجیو کی پیسی راتلی د پاکستان په وړاندی به هر وقت په ګونډو وی. اوس خو حد اقل خارجی سیاست یو ځه تحرک پیدا کړی مثلا. د امریکا او غرب سره بی اعتمادی له مینخه تللی سعودی عرب او نوره اسلامی دنیا نور هیڅ وقت مونږ ته د پاکستان له عینکو نه ګوری حتی چین اوس زمونږ او پاکستان په مینخ کی د منځګړی رول لوبولو ته اماده شوی همدارنګه نور همسایه ګان را سره ډیر نژدی شوی دی او نژدی یو چی د پاکستان له انحصاره خلاص شو او بله مهمه خبره داده چی تاسو څومره بی مسلکه او حتی کیدای شی ووایم چی ځومره د خپلی وظیفی له تقدس نه ناخبره وی چی اوس حتی د ملی او فوق محرمه اصلاعاتو له افشا نه جلوګیری نه کوی . نو جنابه تاسو په کوم جرت راځی او اوس یی مونږ ته را شیی ؟
دغه لیکنه به دې هم په پاړسو کړې وه چې ټولو ته (قابل فهم) وی هههههه
هو کنه، موږ خو په پاؤسي پوهيږو کنه. عجیب منطق لري نبیل
ښاغلی نبیل ستا په دوران کې کومه سوله راغله او کوم شنه باغونه موولس ته جوړکړل؟ ستا په دوران کې بی سواده موټروان قاضي اوبا سواده قاضي جوالي وګرځیده۰ ستا خپلوانو په بوجیو کې ډالرکورته وړل۰که په ریښتیا د هیواد او د خلکومینه درسره ده نویوه جارو واخله د کابل سرکونه جاروکړه چې نور ئې درنه زده کړي او یو غټ ثواب به دې نصیب شي۰
You are a disgrace to Afghans. You shook hands with warlords, mafia and murderers of innocent Afghans and decided to plot against Dr. Ghani. You failed and will always be on the wrong side of the history. Shame on you, you political pimp.
ښاغلی نبیل
که تاسې ریښتیا د وطن سره مینه لری، بهتره او غوره کار به دا وي چې کرار په ځای کینې. به ځواښینی سره غواړم ووایم چې تاسې هم د عطا، لالي او همایون په څېر خپلو شخصي
ګټو ته د ملي ګټو په پرتله ترجیح ورکوی او هیواد په حقیقت کې تاسې ته هيڅ ارزښت نه لري.