ماخذونه: انټرنټ او ویکیپېدیا
ژباړه: عثمان.ر
ګابرییل الفونس کاپونې مشهور په نشاني شوی، « مخ څیرلی »، یو لوی مافیايي یا سازماني جنایتکار ؤ.
اصل او نصب یې دایټالیا له نیاپول ښار څخه سرچینه آخلي. خپله د آمریکا د نیویارک په ایالت کې زیږیدلی ؤ.
د آمریکا تر ټولو لوی جنایتکار او ګانګستر ال کاپونې د ۱۹۴۷ کال د جنوري په ۲۵ د پالم د جزیرې پخپل شخصي کور کې د سینه بغل له ناروغۍ ومړ. لدې څلور ورځې وړاندې له مغزي سکتې سره مخامخ شو، کله چې سینه بغل هم ور سره ملګری شو، د ده مرګ یې حتمي کړ. نوموړی نه په دار وځړول شو، نه په برقي چوکۍ پورې وتړل شو، نه د جنايتکاره مافیایي ګروپونو پخپل منځي جګړو کې ووژل شو او نه هم د هغه سیفلیس له ناروغۍ مړ شو چې د تل لپاره پرې اخته ؤ ( او حتی خپل زوی یې هم پرې اخته کړی ؤ)، اما برعکس د یوه عاجز تقاعدي په توګه چې تل به یې ویل، مړ شو. کیدلی شي چې د ژوند په وروستیو شیبو کې یې لږ د شرم احساس کړی وي.
الفونس کاپونې د ۱۸۹۹کال د جنوري په ۱۷ نیټه د نیویارک د بروکلین په منطقه کې زیږیدلی دی. نوموړی د یوه ایټالیوي مهاجر په کور کې وزېږېد. د اوو وروڼو او دوو خویندو له جملې نه څلرم اولاد ؤ، خو دی لومړنی اولاد ؤ چې په آمریکا کې وزېږېد. کورنۍ یې سواد لرونکې، خواریکښه او د قوانینو پابند وه.
د دې لپاره چې زر په آمریکايي ټولنه کې ځای ونیسي، د کاپونې کورنۍ آمریکايي ډوله نومونه انتخابول: رافایییلو یې په رالف ، سلواتورې یې په جېمز او داسې نورو اړول.
د ده جرمي یا جنايي ژوند له وړوکتوبه پیل کیږي. د ده به د خپلې منطقې یو بدماش جاني توریو خوښیدو چې هم به یې له خلکو باج آخستو او هم به یې په ښځو دلالي کوله. خو په ټول جنایت کاره ګروپونو به لاس بری ؤ او له حده زیات امکانات یې لرل.
د ډېرو نورو هلکانو په څېر ال کاپونې هم د جیب خرڅ د پیداکولو لپاره له نوموړي بدماش سره په کار پیل وکړ او دهغه واړه واړه فرمایشونه به یې سر ته رسول. په ۱۹۰۹کال کې جاني توریو شیکاګو ته ځي او لس کلن ال کاپونې د خپلې منطقې له بانډ سره یو ځای کیږي.
ال کاپونې ورو ورو ډېرې پیسې جمع کوي، تجربه پیدا کوي او د خپل ژوند د راتلونکی فلسفې بنسټ هم په همدې وخت کې ټاکي.
له جاني توریو نه یې ډیر مهم درسونه زده کړل، چې څرنګه جنایي ګروپونه جوړ کړي، څرنګه په ټولنې کې د رسوخ او ښه نوم خاوند شي او څرنګه خپله کورنۍ د خپلې حرفې نه جلا وساتي.
د ډېرو مهاجرو د زامنو پرخلاف ال کاپونې تر شپږم ټولګي ښوونځي ته ځي. خو د بې انضباطی له آمله د ښوونکې حوصیله ورته تنګیږي او نوموړي ته یوه څپېړه ورکوي. ال کاپونې هم هغې ته څپېړه ورګرځوي چې له همدې کبله ال کاپونې د تل لپاره له ښوونځي نه خارجیږي او بیا هیڅکله هم ښوونځي ته نه ځي.
کله چې ال کاپونې ۱۸کلن شي، په یوه بار یا رستورانت کې په کار پیل کوي. نوموړی بار د جاني توریو د یوه ملګري – فرانکي یاییل دی. جاني توریو خپل ملګري ته مشوره ورکوي چې ال کاپونې په کار کې ونیسي.
ال کاپوني په عین وخت کې درې دندې تر سره کوي: هم بارمن، هم شاګرد او هم باډيګارد.
یوه شپه یې په بار کې ناسته یوه نجلۍ خوښه شوه. کله چې یې ورکړل شوی فرمایش میز ته ور وړو. په غوږ کې یې ورو شان ورته وویل چې ستا د شا حیصه مې ډېره خوښیږي. دا خبره د نجلۍ په ورور فرانک ګالیڅیو بده ولګیده او سملاسي پسې را پورته شو او مخ یې درې ځایه پرې څیري کړ چې نښکه یې د تل لپاره د ال کاپونې پر مخ پاته شوه. لدې کبله د « په نښه شوي» او « مخ څیرلي» په نوم هم مشهور شو.
خبره پدې ځای پای ته ورسیده چې ګالیڅیو د منطقې لوی ګانګستر لکي لوچانو ته شکایت وکړ. ال کاپونې مجبور شو چې بخښنه ترې وغواړي. دې کار د ده غرور ته سخت تاوان ورساوه او د تل لپاره ورته درس شو.
له ۱۹کلن کیدو لږ وروسته له یوې اېرلیندۍ نجلۍ مېی کوګلین سره پيژندګلوي کوي او بیا لږ وروسته د دسمبر په میاشت کې واده ور سره کوي. د ۱۹۱۸کال د دسمبر په ۴یې زوی فرانسیس البېرتو کاپونې دنیا ته راځي او له خپل پلار نه د سیفلیس ناروغي آخلي.
د پلار له وفات نه وروسته نوموړی د آمریکا په تاریخ کې په یوه لوی ګانګستر بدلیږي.
د ۱۹۲۱کال په پیل کې آل کاپونې د خپل استاذ جاني توریو په بلنه شیکاګو ته ځي، چېرته چې جاني توریو د جنایتونو یوه لویه امپراتوري جوړه کړې وه. دا امپراتوري له مرده ګاوخانو، قمارخانو او رستورانونو او می خانو چې قاچاقي شراب چې غیر قانوني ؤ، به یې پکې خرڅول. د ال کاپونې سوداګریز استعداد هغه ډېر زر د جاني توریو د کوماندې د مرکز رهبرې ته ورساوه، چې کازینو، قمارخانه او مرده ګاوخانه هم پکې ؤ. ډیر زر پیسه دار کیږي او د شیکاګو په یوه ډير معتبر ځای کې ځانته کور آخلي او په هغه کې له خپلې ښځې او بچي سربیره مور، خویندې او وروڼه هم ورسره اوسیږي. خو خپلو همسایه ګانو او همدارنګه په ټولنه کې به یې ځان د کورونو لپاره د دوهم لاس کوچونو او لوازمو تجار معرفي کاوه.
د ال کاپونې له راتګ سره په څو راتلونکو کالونو کې جنایتونه له حده زیات پر مخ لاړل. د شیکاګو رهبري د والي په شمول ټول په فساد ککړ ؤ. له همدې کبله یې د دوی جنایتونو ته شین چراغ لګولی ؤ. یعنې سترګې یې پرې پټولې. د والي په توګه د ویلیم دېور انتخاب خبره ستنونځمنه کړه. ځکه چې نوموړي د فساد پر ضد مبارزه کوله. جاني توریو او ال کاپونې مجبور شول چې د خپل کاروبار لویه برخه د شیکاګو په خوا کې یوه بل ښارګوټي سیسېرو ته نقل کړي، چیرته چې یې ټول چارواکي په پیسو رانیولي ؤ.
په سیسېرو د آل کاپونې یرغل له هیڅ ډول غبرګون سره نه شو مخامخ. د ۱۹۲۴کال په انتخاباتو کې اصل موضوع د مافیا کاندیدان ؤ چې غوښتل یې چې دوی انتخابات وګټي. خبره هغه وخت ستونځمنه شوه چې د انتخاباتو په ورځ د ال کاپونې کسانو د انتخاباتو د کمیسیون غړي او کارکوونکي وتښتول چې ګمان یې کول چې د مخالف لورې پلوي کوي. او رای آچوونکو ته یې هم ګواښونه وکړل. کله چې د شیکاګو د پولیسو مشر خبریږي، سملاسي ۷۹ په وسلو سمبال پولیسان په شخصي جامو او همدارنګه شخصي موټرو کې ور لیږي. کله چې سیسېرو ته رارسیږي په یوې کوڅې کې تصادفي یو ګروپ خلک ویني چې په هغوی کې د ال کاپونې ورور هم ؤ. دوی نوموړی پيژني او سملاسي اخطار ورکوي چې لاسونه پورته کړي او تسلیم شي. خو نوموړی توپانچه پرې راباسي او ځای پر ځای وژل کیږي.
ال کاپونې سخت غصه کیږي او د انتخاباتي کمپاین غړي هم تښتوي او د رایو صندوقونه هم غلا کوي او د انتخاباتو د کمیسیون یو غړی هم وژل کیږي. بالاخره د دوی نومول شوی کاندید انتخابات ګټي.
د فرانک کاپونې په څېر جنازه تر اوسه چا نه وه لیدلې. شل زره ډالر یوازې په ګلانو مصرف شوي ؤ. د شیکاګو د پولیسو مشر بیرته هغه پولیسان د امنیت لپاره ورته رالیږي، کومو چې د ال کاپونې ورور وژلی ؤ. سربیره پر دې هم ال کاپونې بریالی کیږي چې خپل ځان کنترول کړي او د پولیسو سره له جګړې نه خودداري وکړي.
ال کاپونې بې له زړه سوې نه په یوه واړوکي جنایتکار جو هاورډ ګولې چلوي او وژني یې ځکه چې د ده ملګری یې باج ورکولو ته مجبور کړی ؤ. ځکه قاضي ماکسویګین غوښتل چې کاپونې زندان ته واچوي، خو بریالی نشو. ځکه چې شاهدانو نه هر څه هیر شول او و یې نشول کولی چې هر څه یاد ته راولي.
په ۲۵کلنی کې ال کاپونې داسې ؤ لکه د سیسېرو پاچا او د شیکاګو تر ټولو لوی ګانګستر. د قاچاقي یا غیرقانوني شرابو له بندیدو نه وروسته په سیمو باندې د کنترول لویه جګړه پیل شوه. پدې جګړه کې د ډېرو ټوپکو نښه پخپله همدا ال کاپونې ؤ، خو سربیره پردې هم ده له ځانه سره وسله نه ګرځوله. تل به دوه وسله وال باډیګاردان ور سره ګرځیدل. د ورځې له خوا به هیڅ نه ګرځیدو او په پښو به هم هیڅ نه ګرځیدو. د شپې له خوا به په ګاډي کې ګرځیدو.
د ال کاپونې او جاني توریو د وژلو څو ناکامې هڅې کیږي، خو د ۱۹۲۵کال د جنوری د میاشتې هڅه بریالۍ کیږي چې څلور ګولې د جاني توریو په بدن ولګیږي. څلور واړه ګولې په غاړه، ټټر، ښي لاس او پستو کولمو کې لګیږي، خو پنځمه چې د ده د سر لپاره وه، بندیږي. پدې توګه جاني توریو له روغتون نه ژوندی راوزي.
دا د ده په ژوند کې مهمه او تاثیر لرونکې خبره وه، چې د ده ژوند ته یې تغیر ورکړ. خلک هله حیران شول چې نوموړی څلور هفتې وروسته له دې موضوع نه محکمې ته حاضریږي او اقرار کوي چې د غیر قانوني الکولو په تولید کې یې لاس لرلو. د محکمې له لورې په نهو میاشتو بند محکومیږي. پاته دې نه وي چې ال کاپونې په ټوله موده کې له جاني توریو سره په روغتون کې ورسره ؤ. د ۱۹۲۵کال د مارچ په میاشت کې خپل شریک ال کاپوني را غواړي او ورته وایې چې نور غواړي چې هر څه پرېږدي او چېرته کوم بل هېواد ته لاړ شي. نوموړی له هر څه نه اس په سر کیږي او خپل ټول کار وبار ال کاپونې ته پرېږدي. پدې توګه ال کاپونې د یوې سترې جنایي امپراطورۍ امپراتور شو. پدې کې مرده ګاو خانې، قمارخانې، کازینو، د شرابو فابریکې او د شپې کلپونو شتون لرلو او همدارنګه له اندازې زیاته بشري قوه یې په خدمت کې وه. دې کار د ده په ژوند کې نور تغیرات هم راوستل. د خپل جنایتي سازمان یا مافیا مرکز یې « متروپول» هوټل ته ولېږداوه. یوازې د ال کاپونې آپارتمان د یوې ورځې کرایه ۱۵۰۰ډالره وه.
سربېره پردې له خپل پخواني کارفرما فرانکو یېلا سره هم د شرابو معامله کوي. نوموړی له کاناډا نه د نیویارک په لاره شیکاګو ته د ویسکي بې خطره قاچاق ورته ګرانټي کوي. دا کار ډېر ښه پر مخ ځي او ال کاپونې ته بې له کومې ستونځې د نیویارک له لارې قاچاقي ویسکي ښه پریمان رارسیږي.
خو د ۱۹۲۶کال په پسرلي کې یوه خبره پيښیږي او له کبله یې حالات تغیر کوي. د ال کاپونې کسان د هغه چا په کسانو حمله کوي او وژني یې چې لدوی سره د شرابو په قاچاق کې سیالي کوي. خو خبر نه ؤ چې په هغوی کې ماکسوېګن هم پکې ؤ. دا هغه قاضي ؤ چې په ۱۹۲۴کال کې یې غوښتل چې ال کاپونې د جو هاورد د وژلو له کبله زنداني کړي. د وژل شوي د شهرت له کبله عامه افکار د ال کاپونې پر ضد را وپاریدل او د ده پر ضد حقوقي پروسې یوه ډېره لویه او مهمه بڼه غوره کړه. ټول پوهیدل چې قاتل څوک دی.
ال کاپونې درې میاشتې ځان پټ کړ. د ده د نیولو لپاره ۳۰۰جنایي پولیسان د ده په لټه کې ؤ. بې لدې چې ونیول شي، پخپله دا هوډ کوي چې ځان پولیسو ته تسلیم کړي. علت یې دا ؤ چې په زرګونو ایټالیایانو ته یې کار ورکړی ؤ او د یوه با رسوخه شخص په توګه را څرګند شوی ؤ او په ایټالیایانو کې یې ډېر شهرت او محبوبیت درلود. بل داچې فکر یې کاوه چې کولی شي چې له نوموړي تور نه ځان خلاص کړي او له هغه نه وروسته له غیرقانوني کاروبار نه ځان وباسي او داسې کار ته لاس کړي چې د ټولو ایټالیایانو لپاره په ګټه وي.
ال کاپونې ښه کار وکړ چې د ۱۹۲۸کال د جولای په ۲۸ نیټه یې ځان پولیسو ته تسلیم کړ. څنګه چې په نوموړي هیڅ ډول اسناد نه ؤ، د ده دوسیه تړل کیږي او بیرته له بنده آزادیږي.
بل کار چې غوښتل یې سرته یې ورسوي، داؤ چې له خپلو دښمنانو سره سوله وکړي. هغه دښمنان چې په خپله ده باندې یې څو څو ځله مرګونې بریدونه کړي ؤ او د ده استاد جاني توریو یې سخت ټپي کړی ؤ. دوی د ده له ډېرو ښو او ګټورو وړاندیزونو سره مخامخ کیږي. خو د دوی مشر خممي اویس یې نه مني. اما یوه ورځ وروسته د نوموړي مړی وموندل شو. ال کاپونې غوښتل چې د جنایتکارو ګروپونو تر مینځ جګړه پای ته ورسوي. له همدې کبله به هره ورځ په میډیا کې د «سولې د کنفرانس» په هکله څرګندونې کیدې، له کوم نه وروسته چې د دوو میاشتو په جریان کې حتی یو کس هم د الکولو په قاچاق کې ونه وژل شو.
له ۱۹۲۶ کال را پدې خوا ال کاپونې تل له پولیسو سره ستونځې لرلې. د هر امکان په صورت کې به یې نیولو، تر څو چې ژوندون ډېر ورته ستونځمن شو. ځکه یې تصمیم ونیوو چې مایامي ته کوچ وکړي…..
له همدې وخته نوموړی د پولیسو له لورې د غیرقانوني شتمنۍ پر سر د مالیې د نه ورکولو له آمله تر تعقیب لاندې نیول کیږي. خو هیڅ ډول اسناد لاس ته نه ورځي.
پدې وخت کې ال کاپونې فرانکي یېیل پداسې حال کې نیسي چې د ده له ویسکي ډک ګاډي د نیویارک او مایامي په لاره غلا کوي. نوموړی پخپل ګاډي کې د توپانچې، ټوپک او همدارنګه د ده شاقې په ډزو وژني.
د الکولو په قاچاق کې د ال کاپونې د اوو تنو سیالانو وژنه هم د ده کار دی. قاتلان په پولیسي یونیفورم کې ځي او هغوی د ده شاقې په ضربو له مینځه وړي.
د دې لپاره چې د جنایتکارو ګروپونو تر مینځ جګړه پای ته ورسیږي، د ۱۹۲۹کال په دوبي کې په اتلانتیک سیټي کې د مافیايي ګرپونو کانګرس غونډه کوي او په آمریکا کې د نفوذ منطقې یا ساحې پخپلو کې سره ویشي.
له کنګرې نه لږ وروسته ال کاپونې د پولیسو له لورې نیول کیږي او د غیر قانوني وسلې د لرلو له کبله شپږ میاشتې بند تیروي او د ۱۹۳۰کال د مارچ په ۱۴ نیټه بیرته آزادیږي. پدې وخت کې د ده کار وبار د ده د ورور رالف له لورې رهبري کیږي.
یوه هفته وروسته د شیکاګو والي د ټولنې د دښمنانو لست اعلانوي. په لست کې اول نوم د ال کاپونې او دوهم د ده ورور رالف ؤ.
د جمهورریس هربرت هوور په جدي لارښوونه د دوی څارنه او پلټنه جدي شوه. دوه محفي اجنټان یې د دوی مینځ ته ورلیږل چې د دوی نه معلومات واخلي او اسناد او ثبوتونه پرې پیدا کړي چې محاکمه یې کړي.
رالف د پولیسو له لورې د مالیې د نه ورکولو په جرم نیول کیږي او محاکمه کیږي.
د ۱۹۳۱کال تر پسرلي پورې یې د شتمنۍ د پټولو او د مالیې د نه ورکولو پوره اسناد لاس ته راوړل، تر څو وکولی شي چې محاکمه یې کړي. ال کاپونې یې بالاخره په ۲۲ مادو سره د شتمنیو په پټولو، د ماليې په نه ورکولو او لدې لارې دولت ته د ۲۰۰۰۰۰ډالرو د خسارې د رسولو له آمله محاکمې ته راکش کړ اود ۳۴ کاله قید امکان یې موجود ؤ. د ده سره یوځای د ده د بانډ ۶۸ غړي هم په ۵۰۰۰ بېلابېلو جرمونو تورن شول او دی په هغو کې هم ور سره شریک وکڼل شو.
پدې وخت کې د مافیا د مشر ال کاپونې مدافع وکیلانو له قاضي سره معامله وکړه. ال کاپونې په خپل جرم اقرار وکړ او قاضي ورته د دوو نه تر پنځو کلونو پورې د بند وړاندیز وکړ. له دومره خواریو او ثبوتونو وروسته دومره واړوکې جزا نه چا تر اوسه لیدلې وه او نه هم اوریدلې.
د جون په ۱۶ نیټه ال کاپونې محکمې ته په داسې حال کې حاضریږي چې ښکلي کالي یې آغوستي او خوله یې له خندا ډکه وه. خو داسې له محکمې نه ووتو چې په چاړه دې وهلی وای هم وینه نه ترې وتله. قاضي اویلکرسن د محکمې د ریس حکم نه مني او محکمه د اکتوبر د میاشتې شپږمې نیټې ته معطله کوي. په ټول دوبي کې د ال کاپونې کسان غواړي چې د محکمې قاضیانو سره اړیکه ونیسي او چې په هر قیمت هم وي وایې خلي.
ال کاپونې بیا هم محکمې ته په ښو کالو او ښه طبیعت کې راغی. ده فکر کاوه چې د تل په شان به ځي او راځي، او په پای کې به بې ګناه اعلانیږي. خو دا ځل داسې نه وه. دا د ال کاپونې لپاره یوه زړه بوږنوونکې پېښه وه. قاضي اویلکرسن د محکمې په پیل کې د دې دوسیې قاضیان ټول د یوې بلې دوسیې له قاضیانو سره بدل کړل، چې هغه هم په عین وخت کې پیلیدله.
د۱۹۳۱کال د اکتوبر په ۱۷ د شنبې په ورځ ناوخته ، محکمه له نهو ساعتونو وروسته دې نتیجې ته رسیږي چې ال کاپونې ګناهکار دی، خو نه په ټولو مادو سره. محکمې۳۲۴۸۸۸۱ډالره خساره ثبوت کړه چې د مالیې له نه ورکولو څخه دولت ته رسیدلې وه. راتلونکې شنبې ته یې ال کاپونې په ۱۱کاله بند محکوم کړ، ۵۰۰۰۰ډالره جریمه او ۳۰۰۰۰ډالره د محکمې مصارف هم ور سره.
په لومړي سر کې ال کاپونې په اتلانتا کې خپل بند تیرولو. خو هلته یې داسې قدر او عزت کیدلو چې تا به ویل چې ښه دروند میلمه دی. بیا یې په سانفرانسیسکو کې د الکاتراس بندېخانې ته ولیږلو، چیرته چې د ده او نورو ټولو بندیانو سره یو ډول چلند کیدو.
ال کاپونې چې په ځوانی کې د سیفلیس په ناروغۍ اخته شوی ؤ، په ۱۹۳۸ کال کې دریمې مرحلې ته ور داخل شو. د ۱۹۳۹ کال د نومبر په میاشت کې د همدې ناروغۍ له آمله او په زندان کې د ښې رویې له آمله آزادیږي او څه د پاسه یو کال په روغتون کې تیروي.
ال کاپونې د مایامي په کور کې د ۱۹۴۷کال د جنوري په ۲۵ د ۴۸کلونو په عمر وفات کیږي.
د ال کاپونې له ویناؤ څخه:
You can get much farther with a kind word and a gun than you can with a kind word alone.
یوازې په خوږه لهجه به لږ څه لاس ته راوړی، خو چې توپانچه هم ورسره شي، نو بیخي ډېر څه به لاس ته راوړی!