منظور احمد پښتین د عبدالودود محسود زوی  په ۱۹۹۲ کال کې د سویلي وزیرستان په مولا خان سرای کلي کې زیږېدلی دی. 

منظور پښتین خپلې زده کړی د کلي په ښوونځي کې پیل کړې او دا لړۍ یې د ګومل پوهنتون ډېره اسماعیل خان نه په ویترنرۍ  کې د ډاکټر د سند په اخیستو پای ته ورسوله.

پښتین د خپل پلار، مور ،څلور ورونو او درې خویندو سره په یوه کور کې اوسېږي چې د مور او پلار په اولادونو کې مشر دی، واده یې کړی او یو زوی لري.

ښاغلی پښتین په قوم مسید دی، وړوکوالی یې په خپل کلیوالي کور کې تیر شوی او تنکی ځوان و چې په ۲۰۰۹ زېږدیز کال کې د پاکستان د پوځ د ظلمونو په نتیجه کې  ډېره اسماعیل خان ته کډوال شو.

ښاغلی پښتین د عدم تشدد اتل باچا خان، د روښانیانو د تحریک مشر بایزید روښان او خوشحال خان خټک خپل لارښود مني.

 پښتین یو ځای ویلي«د پښتون قام په وړاندې مو ظلمونه په سترګو لیدل خو  فکر مو نه کوو چې د دوی سره کیدونکي ظلمونه دی د پاکستاني حکومت د رهبرانو لخوا وي.»

دی همداراز وايي« کله یې چې په ۲۰۱۰م کال کې  زموږ له سیمې د پارلمان پخوانی غړی مولانا معراج الدین وواژه نو پوه شو چې د پاکستاني حکومت د جنرالانو او پارلمان لخوا زموږ وژنې په شعوري ډول کېږي.»

پښتین له هغه وخته چې کډوالۍ ته اړ شو د پاکستان د پوځ د ظلمونو په وړاندې د مبارزې فکر لاره، خپل لومړي تنظیم یې د محسود تحفظ تحریک په نوم په ۲۰۱۳ زېږديز کال کې جوړ کړ چې وروسته یې د پښتون ژغورنې غورځنګ په نوم ونوماوه.

پښتین هغه وخت د پښتون قام بشپړ ملاتړ تر لاسه کړ کله یې چې په اسلام اباد کې د پاکستان د پارلمان مخې ته د پاکستاني پوځ او ستخباراتي ادارو د ظلم په وړاندې اواز اوچت کړ.

پښتین وايي د پښتون قام په وړاندې د جګړو، وژنو او ځورونو پر ضد د لاریون د پیلولو لپاره یې ارمان دا و چې ای کاش پنځلس – شل مبارز او هوډمن ملګري ولرل او د دومره ډېرو پښتنو ملګرو د موندلو تصور یې نه کاوو.

منظور پښتین  په داسې مهال مبارزه پیل کړه چې خلکو فکر کاوه چې که د بې انصافۍ، ګواښونو، سیالۍ او سوله ییز ژوند غوښتنه وکړي، ښايي ووژل شي. ”

پاکستاني رسنیو نه یوازې دا چې د منظور پښتین غږ ته انعکاس ورنکړ بلکې په  وړاندې یې منفي تبلیغات پیل کړل او تر ډېره یې نشرات د پښتون قام په وړاندې منفي ذهنیت سازۍ ته ځانګړي کړل.

د پاکستاني پوځ او استخباراتو تر ډېره هڅه کوله چې د منظور پښتین او د هغه د ملګرو د ناستو او فعالیتونو مخه ونیسي، څو ځله یې پرې په بیلابیلو سیمو کې انټرنیټ بند کړ، د غونډو په ځایونو کې یې اوبه خوشي کړي، لارې یې پرې بندې کړې… 

د پاکستاني پوځ او استخباراتو لخوا د منظور پښتین نژدې ملګري ونیول شول ، ووهل شول او حتی ووژل شول چې په هغه کې د کوټې څخه یو مبارز ملګری یې ارمان لوڼې د پاکستان د امنیتي ځواکونو لخوا په وهلو وهلو ووژل شو.

دا چې په پاکستان کې سیاسي ګوندونه تر ډېره د پاکستان د پوځ او استخباراتو د فشار لاندې دي نو د پښتنو د ځينو ګوندونو په شمول ډېرو ګوندونو د پښتین د مبارزی مخالفت وکړ او یا لږترلږه ملاتړ یې ونه کړ.

منظور احمد پښتین خپل ناچاپ کتاب ته اندېښمن دی د ده په وینا که چاپ شي نو د ډېرو احساسات به راوپاروي.

دغه پښتون زلمی چې اوس د پښتنون ژغورنې غورځنګ مشري کوي، وايي، پلار يې کله هم دوی ته مېوه نه ده راوړې او د ښوونکي په توګه یې ټوله معاش په کتابونو ورکاوه.

منظور پښتين له دې وړاندې په ۲۰۱۷م کال کې د پاکستان استخباراتو لخوا دوې ورځې او یوه شپه بندي شوی و خو په دا ځل بندي کیدو یې د نړیوالو ادارو په شمول د ګڼو هیوادونو مشرانو غبرګون ښودلی دی.

په نړۍ کې ډېری خلک منظور احمد پښتین د پښتنو د وېښتابه رهبر او د یوه ستر تاریخې پښتنیز انقلاب بنسټګر بولي او تر ډېره یې خلک سره خولۍ د یوه انقلابي سمبول په ټوګه په سر ږدي.

د آزادۍ د انقلاب ګلونه

پښتین په ټنډه دي پېیلي ګرانه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *