وروسته له هغې چې پاکستاني ځواکونو خیبر پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون ونیو، پراخ غبرګونونه راپورته شول.

خواله رسنیو یواځې ټویټر کې د منظور پښتون د خوشې کیدو لپاره ۲سوه زره کسانو ټویټونه کړي.

د بښنې نړیوال سازمان په دې غبرګونونو مجبور شو چې له پاکستان یې وغوښتل چې منظور پښتون خوشې کړي.

د بښنې نړیوال سازمان اعلامیه کې راغلي چې منظور او ملګري یې د عدم تشدد مبارزه کوي او نه باید پروړاندې یې د تاوتریخوالي کار واخیستل شي.

لر او افغانانو د منظور په ملاتړ فیسبوک کې شاوخوا ۵ سوه زره پوسټونه کړي او له پاکستاني ریاست غوښتنه شوې چې منظور پښتون خوشې شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په خپله ټویټر د منظور په نیول کیدو خواشیني ښودلې او له پاکستان یې غوښتي چې هغه دې ژر تر ژره خوشې کړي.

ولسمشر په یوټویټ کې لیکلي، په داسې حال کې چې سیمه د سخت دریځي او ترهګرۍ له سخت ګواښ سره مخ دی، باید د سوله ییزو حرکتونو ملاتړ وشي او هیڅ ډول له زور زیاتي ورسره کار وا نه خیستل شي.

هغه لیکلي چې سوله ییزو حرکتونو سره باید هر اړخیزې خبرې وشي او هغه حقونه چې دوی یې د اخیستلو لپاره مبارزه کوي، باید د خبرو له لارې حل شي.

دغه راز مخکیني ولسمشر حامد کرزي هم په یوه اعلامیه کې د منظور پښتون نیول کیدو باندې خواشیني ښودلې او د هغه د خوشې کیدو غوښتنه یې کړي.

حامد کرزي هم ټینګار کړی چې د پښتون غورځنګ مبارزه سوله ییزه ده او نباید پروړاندې یې زور زیاتی وشي.

د ملي امنیت شورا مخکیني سلاکار حنیف اتمر هم د منظور نیول کیدل غندلي او له پاکستان یې غوښتي چې هغه ژر تر ژره خوشې کړي او هغه حقونه چې پښتانه یې مدني فعالیتونو باندې غواړي باید ورکړل شي.

عام افغانانو هم خواله رسنیو کې د منظور په نیول کیدو خواشیني ښودلې او پر لر او بر پښتنو غږ شوی چې د منظور د خوشې کیدو لپاره مظاهرې وکړي.

ټاکل شوې نن پېښور کې د منظور پلویان او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي ستر لاریون وکړي او خپل غږ پورته کړي.

بلخ، خوست، پکتیا، لوګر، ننګرهار اوکابل کې هم نن سه شنبه د لاریونونو خبرتیاوې خپرې شوي چې د منظور او کوزو پښتنو لپاره د عدالت غوښتنه وشي.

له منظور پښتون دا ستر ملاتړ به پاکستاني ریاست مجبور کړي، چې هغه خوشې کړي او دا غږ به تر نړیوالو ورسیږي چې پاکستان یو ستر قوم ته حقوق نه ورکوي او هغوی پروړاندې سوله ییزه مبارزه پيل کړې ده.

One thought on “د منظور په ملاتړ د لر او بر غږ | سید عبدالله پاچا”
  1. ټرامپ او ملګری ملتونه او همدارنګه نړیواله امنیت شورا چی ایران او افغانستان په اړه کومه موضوع شی بیا سمه د لاسه د ورځی دوه یا دری ټویټونه کوی مګر نن نړیوال د سولی انسټیټوټ هم ګونګ ده
    ولی ټرمپ او یاد سازمان یا ارګانونه د ښکته پښتنو سره خپل غمرازی او د منظور پښتون په نیونه باندی د پاکستان یا پنجاب په وړاندی خپلی اعلامیی او ټویټ نه خپروی
    داسی ښکاری چی امریکا او یاد سازمانونه دلته او ښکته افغانانو په وژلو کی ښکیل دی
    ځکه همدا ملګری ملتونه وو چی په نجیب الله یی فشار راوړ چی له ریاست جمهوری استعفا وکړی او دولت مجاهدینو ته وسپاری
    مګر هغه پښتون مجاهد چی زیاتره پښتانه ددی د ګوند یا حزب لاندی د جهاد مبارزه کوله مګر نن منظور پښتون په نیونه باندی ګونګ دی بل طرف کله چی ټاکنی کیدلی نو داکتر عبدالله عبدالله هم ځان پښتون حسابوو ویل یی چی پلار می د کندهار ده مګر چی ګورم لا تر اوسه افغانی احساس یی هم ونښود مګر دده په شمول زیاتره د جمیعت او حزت وحدت او اتحاد مشران تر اوسه پوری لا ګونګ دی چی زیاتره وخت ځانونه ملی سیاسیون ګڼی
    کچیری د دوی شخصی ګټی وی نو رسانیو ته د ورځی دری ځلی ځان ښکاره کوی مګر د ښکته پښتنو په اړه یو خبره یا یوه لیکنه هم نشی کولی
    لعنت الله علی المنافقین

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *