لوی افغانستان تحريک مطبوعاتي اعلاميه!

نېټه: ۱۳۹۷/۰۱/۱۲

بېړنی دستورالعمل

لوی افغانستان تحريک مرکزي دفتر رهبري شورا په خپله بېړنۍ غونډه کې پرېکړه وکړه، چې د لوی افغانستان  تحريک متعهد ملګري، فعالين او په ټوله کې د لروبر ټول افغانان د روانې اپريل مياشتې پر اتمه نېټه سيډني، ملبورن، لندن، ماسکو، پاریس، دوبۍ او نيویارک په ښارونو کې د پېښور پرلت  په ملاتړ سوله ايز لاریونونه او غونډې کوي.

د دې لاریونونو محوري شعار د منظور پښتون څخه ملاتړ ، لروبر يو افغان شعار ونه دي.

دا حرکت د  لروبر ټولو افغانانو حرکت دی، هزاره، بلوڅ، ترکمن، تاجک، پښتون او ټولو ازادي پسند خويندو او ځوانانو له لوري کېږي.

د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې افغانان د پنجاب استبدادي رژيم پر ضد غږ پورته کوي او دغه حرکت د لروبرو افغانانو د اتحاد او قوت ښکاره سمبول دی، تر کومه چې افغانان د پنجاب ظالم رژيم تر استبداد لاندې وي، تر هغو پورې به د فرضي کرښې دواړو غاړو افغانان د ارام سا وانه خلي او نه هم  به نړۍ د ترهګرۍ له شر څخه خوندي شي.

لوی افغانستان تحریک د لروبر افغانانو ګډ کور

کابل ښار/ دهبوري

د لر او بر افغانانو د ګ‌‌‌‌‌‌ډ کور مرکز

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *