تاند- منظور پښتین عموماً په داسې حال کې لیدل کېږي چې سره او توره خولۍ یې پر سر وي.
الجزیرې تلویزیون د پښتین د خولۍ په اړه په یوه راپور کې ویلي چې پښتین دا خولۍ د جنوبي وزیرستان په خپل ښارګوټي سروکۍ کې له یوه بېوزله کارګر څخه اخیستې ده.
۲۶ کلن پښتین خپله نوې خولۍ له دې یوې سره بدله کړې وه.

ده الجزیرې ته وویل«هغه راته وویل چې خولې دې راسره بدله کړه، ما ورته وویل ولې نه. ما سمدستي خپله خولۍ ورکړه »
الجزیره وايي، همدا خولۍ پر یوه سمبول بدله شوه: دا ډول خولۍ هغه کسان پر سر کوي چې په پاکستان کې د پښتنو د ساتنې او د هغوی د حقونو لپاره د مبارزې په خاطر د پښتین د هدفونو ملاتړ کوي.
الجزیره زیاتوي، د پښتین شهرت دومره حد ته ورسېد چې ملاتړ کوونکي او پلویان یې ده ته د درناوي په نښه ځان ته پښتین وايي.
د پاکستان د ۱۹۹۸ کال له احصاییې سره سم پښتانه د پاکستان د نفوس په سلو کې شاوخوا ۱۵ دي.
په دې هیواد کې د پښتنو د حقونو او ورسره د ظلمونو خلاف ناره د سږ کال په لومړیو کې پورته شوه.
د جنورۍ د درېمې نېټې په ماښام ۲۷ کلن نقیب الله مسید د پولیسو له لوري په کراچۍ کې په زور یرغمل شو او له ۱۰ ورځې بې درکۍ وروسته د جنورۍ په ۱۳مه پولیسو وویل چې ۴ ترهګر یې وژلي دي. پولیسو دا ادعا هم وکړه چې دغو مشکوکو تروریستانو له داعش او پاکستاني طالبانو سره لاس درلود.
په څلورو وژل شویو کسانو کې یو هم ښکلی ماډل ځوان نقیب الله مسید و.
د کراچۍ د پولیسو مشر راو انور وویل چې مسید له پولیسو سره په وسله واله نښته کې ووژل شو.
وروسته د پاکستان د سترې محکمې له لوري د پولیسو په اړه تحقیقاتو څرګنده کړه چې د راو انور په مشرۍ پولیسو په ۷۴۵ بریدونو کې تر ۴۴۴ زیات کسان وژلي دي.
په تحقیقاتو کې له ترهګرۍ سره د مسید د تړاو په باب هیڅ نښه او شواهد ترلاسه نه شول.
د پاکستان حکومت په پیل کې ادعا کړې وه چې راو انور یې نیولی دی خو نوموړی ازاد ګرځي.
د ځوان نقیب الله مسید بې رحمانه قتل د لسګونو زرو نورو پښتنو پر قتلونو د اعتراض لار هواره کړه.
زرګونو پښتنو د پښتون لانګ مارچ یا پښتون لاریون په نوم ۱۰ ورځې په اسلام اباد کې پرلت وکړ.
پاکستاني رسنیو ته له هماغه پیله ویل شوي وو چې د دې اعتراض خبرونه خپاره نه کړي.
پښتین، چې د ډېره اسماعیل خان په پوهنتون کې یې زده کړې کړي، یو له هغو فعالانو څخه و چې په ۲۰۱۴ م کال یې د پښتون ژغورني غورځنګ بنسټ ایښی و.
د دې غورځنګ هدف د پښتنو، په ځانګړي ډول په وزیرستان کې د مسید قبیلې خلاف د جبر او ظلم پای ته رسېدل و.
پښتین د یوې بېوزله کورنۍ غړی دی. د ده پلار د خپلې سیمې د یوه ښوونځي ښوونکی دی. هغه به، چې ۸ ماشومان لري او په زحمتکښۍ مشهور دی، د ماشومانو د مړولو لپاره تل پور اخیست.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی او د نقیب الله مسید نژدې ملګری نور رحمان مسید وايي«پښتین هیڅکله د دې لپاره چې مالي ګټه ترلاسه کړي، د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه نه ده پیل کړې.»
ده له الجزیرې سره په خبرو کې پښتین یو زړه ور او کلک فعال وباله، ویې ویل چې «دا اسانه کار نه و چې د حکومت او د پاکستان د پوځ پر ضد دې څوک ږغ اوچت کړي.»
په قبایلي سیمو کې د پاکستان د پوځ په عملیاتو کې د لسګونو زرو پښتنو د وژل کېدو او بې درکه کېدو ترڅنګ یوازې د مسید قبیلې ۶ لکه تنه بې ځایه شوي دي.
د پاکستان پوځ وايي چې اوس سیمه خوندي ده او بې ځایه شوي کورنۍ بېرته ورته راتلی شي خو پوځ خلکو ته څه نه دي ورپرې ایښي چې هغوی بېرته ستانه شي.
پښتین الجزیرې ته وویل«کله چې ما غورځنګ پیل کړ، کور په کور به ګرځېدم چې خلکو ته ووایم چې زموږ په سیمه کې کوم ظلمونه او بې عدالتۍ روانې دي. خو اکثره وخت به ما ته دا ځواب راکول کېده: پښتینه وبه وژل شې. دا کار مه کوه.»
پښتین وايي چې له خپلې سیمې په زور وایستل شو او په غیرقانوني ډول بندي شو او په ځلونو په پاکستان او افغانستان کې له وسله والو ډلو سره د اړیکو لرلو په تور ګواښل شوی دی.
پښتین وايي تر ۳۰ زره زیات پښتانه د پاکستان د پوځ له لوري د عملیاتو په مهال بې درکه شوي دي.