تاند، سه شنبه، د حوت ۶مه: د پښتون ژغورنې غورځنګ د زنداني مشر منظور پشتین مدافع وکیل اختر سعید وایي، محکمې یې په اتو مقدمو کې دمنظور پشتین ضمانتونه منلي او اوس په ښکاره ډول دهغه په ضد بله داسې کومه دوسیه نشته چې په اساس یې هغه په بند کې وساتل شي.

نوموړي ویلي، هیله ده چې منظور نن د سه شنبې په ورځ له زندانه ازاد شي .

اختر سعید له خبریالانو سره ویلي پرون په یوه دوسبع کې د منظور پشتین ضمانت شوی و او نن محکمې ته ضمانت ګړي ورکړل شول چې ورسره به تر مازیګره منظور پشتین له بنده خلاص شي.

هغه وویل په منظور پشتین نور هیڅ تورونه نشته او محکمې کې دا خبره ثابته شوې ده چې په منظور پشتین لګیدلي ټول تورونه بې اساسه دي: (( نور نو په قانوني توګه د هغه په زندان کې دساتلو هیڅ جواز نشته.))

منظور پشتین د جنورۍ د ۲۶مې نېټې شپه مهال پېښور کې دپولیسو لخوا نیول شوی او د دوو اوونیو لپاره زندان ته لیږل شوی و.

په منظور پشتين د ډېره اسماعيل خان په سټي تاڼه کې د جنورۍ د مياشتې په ۱۸م نېټه دوسیه ثبت شوې وه چې هغه د پاکستان د نظام ضد څرګندونې کړې دي

خو دپښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو بیا په منظور پشتین لګیدلي تورونه بې ځایه بللي او ادعا یې کړې چې ریاست د پي‌ ټي ایم مشران او فعالان یوازې له دې امله زندانونو ته اچوي تر څو هغوی د پښتنو د حق لپاره له غږ پورته کولو راوګرځوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *