د امریکا ۴۵ تم ولسمشر ډونالد ټرمپ له هغې ورځې « جنورۍ ۲۰مه ۲۰۱۷ز کال» چې په امریکا کې واک ته رسیدلی، خپل نهه ورځنی سفر له اسلامي هیواد سعودي عربستان څخه د روان ۲۰۱۷ز کال د مۍ په ۲۰مه پيل کړ چې په ترڅ کې یې د منځني ختیځ او اسلامي نړۍ لپاره خپله تګلاره په ریاض کې د اسلامي نړۍ تر ۵۰ زیاتو رهبرانو په غونډه کې د تاریخي وینا په ترڅ کې اعلان کړه.
امریکایې ولسمشر ډونالد ټرمپ په دغه وینا کې خپله نوې تګلاره په څو مهمو او ستراتیژیکو ټکو را ټوله کړه، هغه داسې چې د اسلامي نړۍ مشران او حاکم دولتونه باید په ګډه او یوه خوله له ترهرګرۍ سره مبارزه وکړي او دغه پدیده باید چې په خپل ټاټوبي (اسلامي نړۍ) کې محوه او نابود کړي.
نوموړي همداراز د تندلارۍ او بنسټپالنې له مفکورې سره د قاطعانه او ټینګې مبارزې په موخه، په سعودي عربستان کې «له تندلارې ایدیالوژی سره د نړیوالې مبارزې مرکز» د جوړیدو اعلان وکړ چې مشري به یې د امریکا او سعودي دولتونه کوي. دغه مرکز به د معتدل اسلام د خپراوي لوی مرکز وي او د تندلاري او بنسټپال اسلام په ضد به په نړیواله توګه وعظ او تبلیغ کوي. سربېره پر دې، ډنالد ټرمپ له عربي او اسلامي مشرانو څخه و غوښتل چې د ترهګرۍ د مالي سرچینو په وچولو او بندولو کې لاسونه سره یو کړي او هغه مالي منابع وچې کړي چې ترهګري تمویلوي.
ډونالد ټرمپ د امریکا- عربي- اسلامي سرمشریزې ته په وینا کې، په اسلامي نړۍ کې روانه جګړه د دوو تمدنونو او دینونو جګړه و نه بلله، بلکې هغه یې د «خیر او شر» ترمنځ جګړه و بلله. هغه دا جګړه د «ښو او بدو» خلکو تر منځ جګړه یاده کړه. د ټرمپ په باور، «خیر» هغه څه دي چې غرب او امریکا یې تعریفوي او نړۍ څخه یې د تطبیق او ترویج غوښتنه کوي؛ «ښه» هغه خلک دي چې د امریکا تر مشرۍ لاندې اوسني نړیوال نظم ته سر ټیټ کړي او په نړۍ باندې پراته غربي ډیموکراتیک ارزښتونه ومني.
ولسمشر ډونالد ټرمپ د نورو مسایلو ترڅنګ، ایران د تروریزم او تروریستانو څخه په ملاتړ تورن کړ او په سختو ټکو یې و غانده، هغه وویل چې ایران په سیمه کې د سولې او ثبات په مخ کې غټ خنډ دی او له لبنان څخه نیولې بیا تر عراق، سوریې او یمن پورې ترهګرې او ملیشې ډلې ټپلې تمویل او تجهیز کوي؛ هغه همدارلز زیاته کړه چې د ایران دولت په څرګنده توګه اسرایل او عربي نړۍ ته یو ستر ګواښ دی.
د نوې تګلارې د مهمو ټکو ارزونه:
۱ ـ ډونالد ټرمپ سعودي عربستان په دې خاطر د خپل بهرني سفر لومړنۍ موخه و ټاکه چې هغه د اسلامي سیاسي عقیدې ټاټوبی دی؛ له هغه ځای څخه اسلام د یو سیاسي عقیدې او نظام په توګه درې سترو وچو ته ولیږدول شو او لا تر اوسه هغه ملتونه اسلام خپل سیاسي هویت ګڼې. خو ټرمپ به هڅه وکړي چې د اسلام له ټاټوبي څخه د سیاسي اسلام په ضد د مسلمانانو په مټ مبارزه وکړي. ځکه هغه د سر مشریزې په پای کې د اسلامي هیوادونو د یو داسې اتلاف د جوړیدو غوښتنه وکړه چې د ترهګرۍ په ضد مبارزه وکړي. دغه اتلاف به د ټرمپ په خبره، له هغو ډلو سره په سیاسي او نظامي ډګرونو کې جګړه کوي چې ټرمپ او امریکا یې ترهګر بولي. سعودي عربستان په اصل کې د سیاسي اسلام د نشر مرکز په توګه پيژندل کیږي، خو اوس یې ولسمشر ټرمپ مسیر ور بدل کړ چې د سیاسي اسلام په وړاندې د مبارزې په ستر مرکز به بدل شي.
۲ ـ تر دې وړاندې به امریکا له هغه څه سره چې دوی ترهګري بولي، خپله مخ په مخ جنګیدله او په مالي او ځاني توګه به یې زیانونه ګالل. خو له دغه سفر څخه وروسته او د عربي- اسلامي نظامي ایتلاف له جوړیدو سره سم، دغه معادله تغیر کوي او د امریکا په ځای به عربي – اسلامي پوځونه له هغه ترهګرۍ سره جګړه کوي چې د امریکا ګټو ته ګواښ بلل کیږي. له دې وروسته به امریکا له هر ډول ځاني او مالي زیان څخه خوندي وي او د هغې په نیابت به نوموړی ایتلاف په خپلو پیسو او نظامیانو جګړه مخته وړي، چې دا د امریکا لپاره ډیره ستره لاسته راوړنه بلل کیږي او د ایتلاف غړو ته دروند زیان. ځکه چې د جګړې دواړه لورو ته د دوی خپل ولسونه سره جنګیږي.
۳ ـ د ایران او عربي نړۍ تر منځ له پخواه څخه په جوړ شوي ټپ باندې د ټرمپ له خوا د مرچ او مالګې په دوړولو سره به دغه ټپ نور ژور او حتی ناسور شي. د ایران او عربي نړۍ یا د سني او شیعه ترمنځ د درز اچولو پروسه کلونه پخوا پیل شوې وه چې ښکیلاګرو ځواکونو تل له دغه ټکي څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخیست چې ډیره اغیزناکه او موثره هم ده. د سني او شیعه ترمنځ په اور لګولو سره به سیمه نوره هم بې ثباته شي او دا د امریکایې لوري د سیاسي ارادې مهمه برخه ده. امریکایې تګلاره داسې ده چې منځنی ختیځ د خپلو درېیو تابع هیوادونو لکه سعودي، ایران او اسرایلو له خوا په داسې توازن سره اداره کړي چې هر یو یې په خپل ځای او وخت کې، امریکایې ګټې خوندي کړي. خو په حین وخت کې، د نوموړو درې هیوادونو ترمنځ به د سیمه ییزې برلاسۍ په سر ناندرۍ روانې وي؛ کله به امریکا ایران، کله به سعودي او یا هم اسرایلو ته ناز ورکوي، خو که ضرورت شي، بل لوری به یو څه را پورته کوي. خو هیڅ کله به د قدرت موازنه نه خرابوي او له حالاتو سره سم به ښکته پورته کیږي.
۴ – د فلسطین او اسرایلو کړکیچ به د ټرمپ اداره داسې سمبال کړی چې، د یهودي دولت مطلقه برلاسي به د فلسطین په شمول په سیمه ییزه کچه خوندي او تضمین شوې وي. امریکا خو د اوس لپاره زیاته علاقه د فلسطین- اسرایل کړکیچ ته نه لري، ځکه چې د ټرمپ د ادارې لومړیتوب د شمالي کوریا او «ایشا پسیفیک» سیمه ده، خو یوازې به ځینې ننداره ییزې ناستې او د نظر شریکولو غونډې تنظیم کړي. خو هیڅ کله به ورته ټینګ دریځ و نه نیسي. د امریکا اصلي سیاست د فلسطین- اسرایل په کشاله کې دا دی چې د اسرایلو په مشرۍ یو واحد سیکولر دولت تشکیل شي چې د هغه په دننه کې فلسطیني لوری هم وجود ولري، داسې فلسطیني دولت چې د اسرایلو له خوا به په اصل کې اداره کیږي، خو کورنۍ خپلواکي به هم لري. ولې فلسطینی ولس د دې طرحې سخت مخالف دی؛ نو ځکه د ټرمپ اداره دغه قضیه همداسې په لاینحله او جنجالي ډول پرې ایښې ده.
۵- وروستۍ خبره دا ده چې امریکا په کور دننه له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان ده. ډیری ایالتونه په دې هڅه کې دي چې له فدرالي نظام څخه ځان بېل او خپل استقلال اعلان کړي، د نمونې په توګه کلیفورنیا او ټکزاس ایالتونه یادولی شو. یعني د امریکایې ولس د داخلي اتحاد او یووالي ساتل اوس د امریکا وتلو ته په یو مهم سرخوږي بدل شوی. بله خبره چې په کور دننه کې امریکایې دولت ور سره مخ دی، په منځني ختیځ او افغانستان کې له جګړې څخه ملاتړ او مالي تمویل دی؛ ټرمپ هڅه کوي چې د امریکایې ولس د وحدت ټینګولو په موخه، یو فرضي دښمن ورته پیدا کړي، چې پخوا دغه دښمن کمونیستي مفکوره او د شوروي دولت وو. خو د کمونیزم له ړنګیدو سره سم، دغه فرضي دښمن د ټروریزم تر نامه لاندې په سیاسي اسلام د هغه په حاملینو بدل شو. نو د ټرمپ اداره د کورنۍ وحدت لپاره، باید د ټروریزم معما مدیریت او رهبري کړي، تر څو چې د امریکا کورنی او ولسي وحدت یو څو وخته نور هم دوام وکړي. د دې تر څنګ به د ټرمپ اداره له عربي هیوادو څخه د ټروریزم په وړاندې د ملاتر په پلمه، ډیرې پیسې لاسته راوړي چې خپله ولسمشر ټرمپ د ټاکنیزو منډو ترړو په در شل کې؛ عربي- خلیجي هیوادونه د «شیدو غوا» ته تشبیه کړي وو؛ چې اوس د هغې خبرې د عمل وخت را رسیدلی دی. دا هغه سترتیژي ده چې زموږ په باور، د ټرمپ اداره به یې په خپله ولسمشریزه دوره کې پر مخ یوسي، خو د حالاتو او شرایطو بدلون کولی شي چې پورته تګلاره بدله کړي.