د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره

خبرپاڼه

۱۹۹۳/سنبله/۱۲

د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د پالیسۍ او تخنیکي چارو معین ډاکټر فرید ماموندزي، د سه شنبه پر ورځ، د منځنۍ اسیا لپاره د کولمبیا پوهنتون د نړېوال ټولګي د پروژې مشر او پروفیسور رفیز ابزوی، سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.  د کولمبیا پوهنتون د نړېوال ټولګي پروژې مشر، د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د پالیسۍ معین ته، په خپل پوهنتون کې د سیمه ییزې حکومتولۍ د مامورینو لپاره د لنډمهاله او اوږدمهاله روزنیزو فرصتونو په اړه معلومات ورکړل. نوموړي وویل، چې پوهنتون یې د حکومتولۍ، عامه ادارې، پالیسۍ جوړونې، ښاري خدمتونو او اصلاحاتو په برخو کې، د افغان حکومت د یو شمېر ادارو د مامورینو لپاره د ظرفیتونو د لوړولو او زده کړو لنډمهاله او اوږدمهاله برنامې برابرې کړې. پروفیسور ابزوی زیاته کړه، چې د سیمه ییزو اورګانونو ادارې د مامورینو لپاره هم دا ډول فرصتونه او برنامې برابرېدلی شي. د کولمبیا پوهنتون د نړېوال ټولګي پروژې مشر، د سیمه ییزو اورګانونو ادارې د پالیسۍ او تخنیکي چارو معین ته بلنه ورکړه، چې په مناسب وخت کې قزاقستان هېواد ته سفر وکړي او د منځنۍ اسیا د پوهنتون له مسوولینو او د قزافستان هېواد د لوړو زده کړو وزارت د مسوولینو سره په دې اړه له نژدې خبرې وکړي.

د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د پالیسۍ او تخنیکي چارو معین ډاکټر فرید ماموندزي، د منځنۍ اسیا لپاره د کولمبیا پوهنتون بلنه ومنله او ژمنه یې وکړه، چې په نژدې راتلونکې کې به د سیمه ییزې حکومتولۍ د مامورینو لپاره په یاد پوهنتون کې د روزنیزو فرصتونو د برابرولو په هدف قزاقستان هېواد ته سفر وکړي.

د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د پالیسۍ او تخنیکي چارو معین وویل، چې حکومتولي، عامه اداره، اصلاحات، پالیسي جوړونه او دخدماتو وړاندې کول، د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د کار مهمې ساحې دي او په دې برخو کې هر ډول روزنیزې برنامې به د سیمه ییزې حکومتولۍ د مامورینو لپاره خورا ګټورې وي. ډاکټر ماموندزي، د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د ظرفیتونو د لوړولو د برخې مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د برنامې د تخنیکي چارو د پیل لپاره لاس په کار شي.

د یادولو وړ ده، د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره، د هندوستان هېواد د عامه ادارې له ملي انسټټیوټ او د فرانسې د حکومتولۍ له ملي ادارې سره د خپلو مامورینو د ظرفیتونو د لوړولو مشترک پروګرامونه لري. د دې ترڅنګ یې میاشت وړاندې، د اغا خان بنیاد په چوکاټ کې د منځنۍ اسیا له نړېوال پوهنتون سره هم، د مامورینو د ظرفیتونو د لوړلو تفاهم لیک لاسلیک کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *