تاند- د اسلامي جهادي اتحاد په نوم وسله واله سختدریځه ډله ادعا کوي چې د تاجکستان پولې ته څېرمه یې د افغانستان په شمال کې پراخه سیمه تر کنټرول لاندې ده.

دې ډلې، چې له القاعده او طالبانو سره نژدې اړیکې لري، همداراز د خپلې یوې وړې جنګي ډلې عکسونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې هغوی د افغانستان له کندوز ولایته پر امو دریا تاجکستان ته اوړي.

د لانګ وار ژورنال خپرونې د راپور له مخې، دا عکسونه، چې پنځه یې ښه کیفیت نه لري، د اسلامي جهادي اتحاد ډلې په صدیق لر (Sodiqlar) ویبپاڼه کې خپاره شوي دي.

دوی په کوچنیو بېړیو کې د امو دریا د غاړې په شګو کې لیدل کېږي او یوه ډله یې د ورځې په مخه تاجکستان ته اوړي.
دقیقاً نه څرګندېږي چې دوی د تاجکستان کومې برخې ته اوړي، خو داسي ښکاري چې د افغانستان لور ته د کندوز د قلعه ذال ولسوالي وي.

4
د کندوز د امام صاحب او ارچي ولسوالۍ هم د امو دریا پر غاړه دي او داسي ښکاري چې په کندوز کې له شېرخان بندره پرته، چې تاجکستان ته د افغانستان اصلي بندر دی او پر امو پُل هم لري، د کندوز ولایت او تاجکستان نورې پولې د وسله والو سختدریځو په کنټرول کې وي.

د اسلامي جهادي اتحاد ډله وايي چې له تاجکستان سره په پوله کې د افغانستان د خاورې زیاتې برخې یې په لاس کې دي.
دوی دا ادعا د عکسونو له خپرولو سره یوځای کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *