تاند، سه شنبه، د اسد ۱۵مه: د مرکزي اسیا پنځو هېوادونو په افغانستان کې د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې د پروسې ملاتړ اعلان کړ.
د اوزبکستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ترکمنستان استازي نن کابل کې یوې غونډه کې سره راټول شوي او په ګډه اعلامیه کې یې ویلي، سوله او ثبات د سیمه ییزو اړیکو سره نیغه اړیکه لري، ځکه نو دوی په افغانستان کې د سولې د پروسې ملاتړ کوي او افغانستان سره به سولې ته د رسېدو برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
دغو هېوادونو ویلي، په افغانستان کې د حکومت د ۱۸ کلنو لاسته راوړنو، اساسي قانون، پر ځان د بسیانې د هڅو، کورنیو عوایدو لوړولو، د امنیتي او دفاعي بنسټونو پياوړتیا او خلکو ته د خدماتو رسونې برخه کې د شویو پرمختګونو هم په کلکه ملاتړ کوي
دغه راز د پنځو واړو هېوادونو ګډه اعلامیه کې د سیمه ییز اتصال، سوداګریزو اړیکو پراختیا او اقتصادي همکاریو کې د افغانستان په ورګډولو هم ټینګار شوی دی.
افغانستان په وروستیو پنځو کلونو کې د منځنۍ اسیا له هېوادونو د اوزبکستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ترکمنستان سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا له پلوه خورا زیات پرمختګونه وکړل او دغه هېوادونه اوس په سیمه یزو او دوه اړخیزو لویو پروژو کې د افغانستان مهم سوداګریز او اقتصادي شریکان دي.