د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون د وړتیا لوړونې پروګرامونو په دوام دا ځل د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون او د سي بي آر اف پروګرام چې نړیوال بانک یې مالي ملاتړ کوي د دولتي ادارو د کارکونکو لپاره څوارلس میاشتنی پروګرام په پام کې نیولی دی.

په همدې موخه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون د روانې میاشتې په ۱۰مه نیټه له نږدې شپږ سوه پنځوس تنو ازموینه واخیسته چې له دې ډلې به سل تنه چې ۴۰ تنه به یې مېرمنې او ۶۰ تنه نارینه ګډون ولري او لوړې نمرې ترلاسه کړي په دې روزنیز پروګرام د زده کړو لپاره جذب شي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون د ټاکنو بورد کمیشنر پوهاند زلمي ذاهب وویل:د د دې پروګرام موخه داده چې د دولتي ادارو د منځنۍ کچې مدیران له زده کړو وروسته وکولی شي مهمې مدیریتي دندې ترلاسه کړي.

نوموړي زیاته کړه چې دغه پروګرام په اصل کې تریننګ پروګرام دی چې زده کونکو ته یې له زده کړو وروسته د فراغت او کاري تجربې سندونه ورکول کیږي.

په ورته وخت کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون د ملکي خدمتونو د ادارې لوی رییس احمد مسعود توخي وویل: دغه پروګرام څوارلس میاشتي وخت په بر کې نیسې او هغه کسان چې له دې پروګرام څخه د فراغت سند ترلاسه کوي ارشد مریرتي پستونه ځکه ترلاسه کولی شي چې هغوی ته په دې برخه کې مسلکي زده کړې ورکول کیږي.

په ورته وخت کې د دغې ازموینې یو شمیر ګډونوالو دغه پروګرام ګټور وباله او زیاته یې کړه چې که چیرې د دولت کارکونکوته داسې زمینې برابرې شي نو له یوې خوا به د کارکونکو وړتیا لوړه شي او له بلې خوا به د ادارو کاري بهیرونه چټک او پیاوړي شي.

دا لومړی ځل نه دی چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له خوا دا ډول پروګرامونه جوړيږي، بلکې دې ته ورته پروګرامونه تل د دغه کمیسیون له خوا جوړ شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *