خبرپاڼه:

د مهاجرو دسيمي ګڼ شمير مشران هلمندمدني ټولني ته په دي موخه راغلي وه چي دخپل حقه حقوقو څخه بي برخي دي د دوي په وينا چي په کمپ مختارکي  ۷۸۶۳ کورني ژوند کوي دسړک،روغتيايې کلنيک نشتون ترڅنګ دښاروالي په مشورتي شورا کي ورته يو تن وکيل ورکول کيږي دوي وايي دا ورته بسنه نه کوي ځکه نفوس يې زيات دی بايد دنفوسو دشمير په تناسب دي ورته وکيلان ورکول سي

ددوي په وينا چي حکومت ورته هيڅ پاملرنه نه ده کړي او تل يې حقه حقوق تر پښو لاندي سوي دي دوي دهلمند مدني ټولني له مشر سردار محمد همدردڅخه غوښتنه وکړل چي ستونزو دي تر مسولو چارواکو ورسوي.

دهلمند مدني ټولني مشر سردار محمد همدرد ددوي ستونزي پر ځاي وګڼلي او ياد ستونزي يې دهلمند ولايت مقام او لښکرګاه ښاروال سره شريکي کړلي هغوي هم ډاډ څرګند کړ چي ستونزو ته به يې قانوني حل لار ولټوي همدرد زياته کړل چي هلمند مدني ټولنه به  ترهغو ددوي ملاتړ او ننګه کوي ترڅو چي حقوق يې ورکول کيږي همدرد زياته کړل چي دمهاجرو دسيمي خلګو ته بايد په کمه سترګه ونه کتل سي کوم امکانات اومرسته چي دنورو ولسونو سره کيږي بايد ددې سيمي خلګ هم تري برخمن سي.

هير دي نه وي چي ددې څخه وړاندي هم ګڼ شمير خلګ دخپلو حقوقو د غوښتلو په موخه هلمندمدني ټولنی ته په شکايت  راغلي وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *