ارام تفکر د هوښیار ذهن یو اړخ دی. ارام تفکر مو دې ته اړباسي چې د يو عمل تر کولو وړاندې د هغه پر ټولو عواقبو فکر وکړی.
له ارام تفکر څخه هغه وخت ډېره ګټه اخیستل کېږي، چې د يوې مهمې موضوع په اړه د پرېکړې کولو په حال کې وی. د بېلګې په ډول، ټول هغه کسان، چې ستراتيژیک کارونه او یا سوداګريزې چارې ترسره کوي اړ دي، چې له ارام فکر څخه ګټه واخلي او پرېکړه وکړي.
دغه ډول پرېکړې ځکه مهمې دي، چې نتایج یې د ډېر وخت لپاره دوام کوي. له بده مرغه ډېری کسان، د مهمو مسايلو په اړه د دې پر ځای چې په ارامۍ سره پرېکړه وکړي او له ارام تفکر څخه ګټه واخلي، په چټکۍ سره تصمیم نیسي او داسې پرېکړې کوي، چې بدې پايلې يې د اوږدمهال لپاره دوام کوي.
که د یو داسې څه په اړه پرېکړه کوی، چې ګټه او تاوان یې ډېر وي، بنسټیز کار وي او یا هم د ژوند مسئله ور سره نغښتې وي، نو په پوره دقت سره یې په اړه فکر وکړئ او له هغې وروسته بیا پرېکړه وکړئ. ځکه په پښتو کې مشهور متل دی چې وایي، اوبه چې له ورخه تېرې شي بیا نه راګرځي.