تاند- اې پي ایس پروډکټ کمپنۍ د نینو ټکنالوژۍ په مرسته د موبایل ټېلفونونو د شیشو د ساتنې لپاره یو نوی محصول راوایست چې په سترګو نه لیدل کېږي خو د الماس هومره کلک دی.

د موبایل ټېلفونونه او تبلېټونه عموماً د خلکو له لاسه لوېږي او ژر یې شیشه یا سکرین ماتېږي. د موبایل د شیشې بیه زیاته ده او ځکه په ماتېدو یې خاوند زیات خوابدی کېږي.

د موبایلونو او ټبلېټونو د شیشو د ساتنې لپاره راز راز کاورونه یا پوښونه بازار ته راوتلي خو لا یې هم د موبایل د کاروونکو رضایت نه دی ترلاسه کړی.

خو اوس اې پي ایس پروډکټ (APS Proudukte) داسي کاوور جوړ کړی چې په سترګو نه لیدل کېږي خو د موبایل او ټبلېټ کلکه ساتنه کوي.

په نینو تکنالوژۍ د دې محصول بله ښه ځانګړنه دا ده چې د سکرین مقاومت ۶۰۰ سلنه زیاتوي.

په حقیقت کې د سکرین مقاومت د الماس هومره کلکوي او که هر څومره تېره څوکه ورسره ولګېږي نه داغ کېږي او که په څټک ووهل شي، نه ماتېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *