تاند- ډېر خلک د خپل موبایل د شیشې د ماتېدو ترخه تجربه لري خو ساینسپوهانو تازه د دې ستونزې چاره کړې ده.

د بریتانیا په ساسکس پوهنتون کې څېړونکو د موبایل ټېلفونونو یا ملفونونو لپاره داسي ارزانه شیشې جوړې کړي چې نه ماتېږي.

ډیلي مېل ورځپاڼې د چهارشنبې /سپټمبر ۱۴/ په ګڼه کې راپور ورکړ، له دې ډول شیشې څخه استفاده به د ځیرک یا لمسي ملفونونو هغو کاروونکو ته، چې هر کال ډېرې پیسې د خپل موبایل د ماتې شوې شیشې په ترمیمولو ورکوي، ډېرې پیسې وسپموي.

د دې نوې شیشې بیه د اوسنیو ځیرک ملفونونو د شیشې د بدلولو په پرتله ۵ وارې ارزانه ده.

دا شیشې، چې ټاکل شوې ده، په ۲۰۱۸ م کال بازار ته راووځي، ممکن د ملفونونو، تلویزیونونو او ټابلیټونو بیې ټیټې کړي.

حاضردمه د ځیرک یا لمسي ټېلفونونو شیشې له اینډیم الکلي (القلي) اوکسایډ (ITO) څخه، چې یو نادر او ګران فلز دی، جوړېږي؛ اینډیم د خلاصېدو په حال کې دی او له همدې کبله ساینسپوهان د نوې مادې د موندلو په لټه کې دي.

دا نوښت د ساسکس پوهنتون فزیکپوهانو د اکسفورډ د مایکروالیکترانیک کمپنۍ په همکارۍ کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *