خبرپاڼه
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولین وایي، چې د امریکې متحدو ایالتونو د نړېوالې پراختیا موسسې په مرسته یې له افغان بیسیم مخابراتي شرکت او میوند بانک سره په ګډه، د موبایل مني په نوم یې د پېسو د ساتنې او لېږد د داسې سیستم پر فعالولو کار پیل کړی، چې له لارې به یې د دې ادارې د مامورینو معاشونه په چټکۍ سره اجرا کېږي.
د دې ریاست رییس محب الله سعید وایي، چې د موبایل مني سیستم له فعالیدو سره به یې د کارکوونکو د مالي حسابونو په اجرا کولو کې د پام وړ بدلون راشي. د ښاغلي سعید په خبره په دې توګه به د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره لومړنی دولتي ارګان شي، چې د برېښنایي حکومتوالۍ یا اي ګورنېنس پر لور به یو قدم نور هم نژدې شوی وي.
د موبایل مني سیستم د پیسو د ساتلو او جریان اسان سیستم دی، چې د بانکونو او مخابراتي شرکتونو لخوا په ګډه رامنځته کېږي. د دې سیستم له لارې د ټېکسونو تحویل، د توکو پېرل او دمالي حساب مدیریت د موبایل له لارې ترسره کیدای شي. د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه ادارې یو شمېر کارکوونکو پر لومړۍ ورځ د موبایل مني حسابونه هم پرانېستل. د دې سیستم له دودېدو سره به د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مالي چارې لا شفافې شي.