تاند- د الیکترونیکي وسایلو یوې جوړوونکې فرانسوۍ کمپنۍ داسي نلفون یا موبایل ټېلفون جوړ کړي چې سکرین یې مادي وجود نه لري خو د موبایل او کمپیوټر استفاده ورڅخه په لمسي ډول کېدای شي.

له لمسي نه منظور سمارټ دی. سمارټ یعني د ګوتې د لمس کولو په وسیله کارکوونکی، لکه په دغه ویدیو کې چې وینئ.

دا ټېلفون یوه کوچنۍ کره ده چې په لاس کېږي خو سکرین یا صفحه یې ستاسو پر مټ ښکاري.

دغه ټېلفون سیکرېټ برېسلیټ نومېږي یعني پټه کره یا دستبند.

دا ملفون په اندرویډ سیستم کار کوي، وای فای او بلوتیوت هم لري.

4 thoughts on “د موبایل ټېلفون خورا حیرانوونکی نوی ورژن”
  1. ریښتیا چې حیرانوونکی دی. د «پټه کره» پرځای که «پټ بنګړی» یا «پټه کړۍ» وکارول شي ښه به وي ځکه چې په انګلیسي کې بریسلیټ د پښتو بنګړي ته وایي. بل په اخره کرښه کې ملفون لیکل شوی چې ښایي هدف ترې ټیلیفون وي.

    1. کره د فارسي د دستبند معادل دی. بنګړي ته په دري کې (چوري) ته وايي چې ځیني پښتانه یې څولي بولي. او ملفون د موبایل فون لپاره نوی جوړ شوی معادل دی. یعنی هر ځای چې ّځئ درسره مل دی

  2. بېخي پوه شوم. مونږ هم «کره» کاروو، ما ناسم فکر کړی وو، «کره» مې د ک په پېښ لوستې وه، د ک په زور مونږ هم کره لرو. او د ملفون ټکی مې هم خوښ شو، کور مو ودان.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *