د هرې لاسته راوړنې بنسټ لومړی فکر کول دي. کله چې د یوه شي په اړه فکر کوئ، ورسره احساس پيدا کوی. کله چې یې په اړه احساس پيدا کړئ، په اقدام لاس پورې کوئ او په پایله کې یې ياد څېز لاسته راوړئ. له همدې امله سپارښتنه کېږي، چې که غواړئ معلومه نتیجه تر لاسه کړئ، نو معلومه موخه وټاکئ.

که یوازې (فکر) وکړئ او (احساس) ولرئ؛ خو اقدام ونه کړئ، نو تاسو یوازې هیله لرئ او بس. خو که غواړئ چې هدف ته د رسېدو مسوولیت پر خپله غاړه واخلئ او عملي اقدام وکړئ، هغه وخت بیا تاسو د هدف درلودونکي یاست.

کېدای شي ووایاست “زما هدف دا و چې په کانکور کې بریالی شم، درس مې ولوست مطالعه مې وکړه خو بیا هم بریالی نه شوم”.

زه وایم دغه هدف ته د رسېدو مسوولیت ستا پر خپله غاړه و. د دې پر ځای چې ګیلې او پلمې وکړې، بايد هغه لارې چارې ولټوې او په ګوته یې کړې چې پر مټ يې په کانکور ازموينه کې ښه پايله تر لاسه کړې.

مطلب دا دی چې موخې ته د رسېدو لپاره باید له وړاندې ټولې هغه لارې چارې په پام کې ونیول شي، چې تاسو تر منزله رسولی شي.

One thought on “د موخې او هیلې تر مينځ توپیر/ ژباړه: حمیدالله حمیدي”
  1. عنوان ته چی ګوری ته به وایی چي یو ډیر ښایسته مضمون به وی اوډیر څه به پکی لیکلی وی ولی کله یی چی ولولی نو وروسته به درته معلومه شی چی هیڅ محتوی یی نه درلوده .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *