د پاکستان حکومت، هند ته اجازه ورکړه چې د ناریندرا مودي الوتکه دې د دوی پر هوايي حریم تېره کړي.

هند پاکستان نه غوښتنه کړې وه چې د کرغیزستان بشکیک کې د شانګهای سازمان جوړېدونکې غونډې لپاره دې اجازه ورکړي چې د ناریندرا مودي الوتکه د پاکستان پر هوايي حریم تېره شي.

د شانګهای سازمان غونډې ته به د پاکستان او هند د صدراعظمانو  په ګډون د غړیو هیوادونو ګڼ مشران ورشي.

خو داسې ویل شوي چې دې غونډه کې به عمران خان او ناریندرا مودي خپلو کې سره ونه ګوري.

تېره فبرورۍ میاشت کې د پاکستان او هند اړیکې خورا ترینګلې شوې او له همدې کبله پاکستان پر خپل هوايي حریم الوتنې بندې کړې.

One thought on “د مودي الوتکه د پاکستان په حریم تېرېږي”
  1. سلامونه،
    له دې نه معلومیږي چې د پوکستیانی منافقینو مور او د مودی مور سره خویندې وې ، او د انګریز نه وروسته ېې پلاران چاینا او وروسیان دي!!. او ټولو افغان-پښتون ته چل جوړ کړی ،افغان طیاروته اجازه نه ورکوي!.
    حیف د ولسمشر غني چې دې چټلستان منافقستان او د پي-ټي-ایم د ولسي ځوانانو وژونکو او بندیانوونکو ته ورځي .!.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *