مورمې پوهیده چې د زوی مې تازه توتان ډیر خوښیږی .

ما د ښار په ښوونځي کې سبق وایه ، په میاشت کی به یوځل کورته تلم .

یوه ورځ مې تګ د تازه توتانو په موسم کې برابرشو.

زما له تګه څه باندې اوونۍ مخکی ، کلي ته  تازه توتان راغلی و.

مور مې راته ډکه کاسه اخیستی او خوندي کړي وو.

کورته چې ننوتم، ما یې لاسونه او دې مې مخ مچې کړ.

له ستړې وروسته  یې سمدلاسه د تازه توتانو کاسه را مخته کړه .

توتان ګرمۍ  مړاوي کړي وو، خو ما په مینه مینه، لپه لپه خولې ته واچول.

زما مور سنګینه ښځه وه او ډیرویل یی نه خوښیدل .

دې هیڅکله ماته په زغرده ، جان ، قربان ، لوګې دې شم ، بلادې واخلم او داسې نور نه و ویلی خو په دې پوه شوم چې دا جنتی څومره زما په فکرده .

زما د ټولو عادتونو او کردارونو ذره ذره یې حفظ کړې وه .

په چپه خوله به یې هغه څه راتیارول چې کله به زما له خولې په ټوکه یا سهوه کی وتلی وو.

هو! اوس چې هرچیرې په تازه توتانو برابر شم ، دانې دانې ته  یې ځیرکیږم .

له هرې دانې سره یی هغه کاسه ، هغه توتان اوخپله  مور رایادیږی .

کله کله می کوم تازه  او نرم توت په ستونې کی هم  ونښلی او سترګې می له اوښکو ډکی شی

0 thoughts on “د مورد لاس توتان/ خان محمد سـیـنـد”
  1. سیند صاحب دعاء ورته ډیره کوه او کله کله خو د په ثواب په نیت کومه روپۍ هم پسی خیرات کوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *