شبیراحمد سلیمي 

لیکوال: شبیراحمد سلیمي

د پښتو ژبو ویوونکو ته: کله چې د ژبو په اړه بحث رامنځته کېږي بیا هله پښتو ژبه زموږ سترګو ته ودېږي او را په یاد شي، کنه تر هغه مو پښتو او پښتونولي هېره وي، کله مو چې مقام او څوکۍ له خطر سره مخ کېږي بیا نو پښتو رانه هېره,D خو کله چې مقام او څوکۍ غواړو، بیا نو خپل غږ په پښتو جګوو او پښتونولي هم را په یاد شي.

موږ ته پکار نه ده، چې له پښتو ژبې څخه د داسې وسیلې په توګه ګټه واخلو، چې یوازي خپله ستونزه پرې حل کړو او بیا مو پښتو هېره شي. زه وایم ځینې کړنو ته اړتیا ده، چې باید په نظر کې ونیول شي کنه پښتو ژبه به د هغو ژبو په کتار کې راشي چې له منځه ځي.

کله چې پښتانه لیکوال دا هڅه وکړي چې خپل لیکل د پښتو ژبې په اساس وکړي او د افهام او تفهیم وسیله پښتو او خپله ژبه کړي بیا به نو هله پښتو پښتو شي. کنه تر هغې دا چغې وهل نه دي پکار، چې پښتو زموږ مورنۍ ژبه ده.

دا کمپایونونه ژبه نه شي ژغورلئ له ځان سره ارزونه وکړئ چې تاسې پښتو ژبې ته څه ورکړي دي. هغه کسان چې لیکل کوي هغوی ته پکار ده، چې په پښتو لیکل وکړي او پښتو ژبه د نړۍ د پرمختللو ژبو په کتار کې ودرېروي. پر دې مو ډېر بحثونه وکړل، چې پښتو د جنت ژبه هسې او دغسې ده، نورې دا خبرې زړې شوې دي او په اوسنۍ نړۍ کې بې مانا دي، که رښتیا پښتو ژبې سره مینه کوئ په زور د دې هڅه مه کوئ چې د نړۍ د ژبو لغات په خپل کلام کې وکاروئ او په دې چاره ځان پوه مه معرفي کړئ او ووایئ چې که د نړۍ د ژبو لغات وکاروئ نو ستاسې پر پوهاوي به دلالت وکړي.

ژبه هله مورنۍ ژبه ګڼلی شو، چې کله ژبې ته کار وکړو، ژبه یوازې په لیکلو باندې هم نه ساتل کېږي، دا هڅه باید وشي چې هر ویونکی په خپله کورنۍ کې پښتو ژبه دود کړي او کار ورته وکړي له هغې پرته دا کار نا شونی دی دا باید ثابته کړو چې زه پښتون او ژبه مې پښتو ده. زه یوازې دا لیکل د تبلیغ په اړه نه کوم، زه وایم چې دا خبرې باید عملي شي، د ژبې پر واحد لیکدود سلا شو او د خپلو لهجو له کارونې راووځو، د خپلو شخصي موخو او ګټو پر خاطر باید خپله ژبه خرابه نه کړو، ځکه ژبه ژبه ده او دا ژبه پر موږ حق لري او له دې کار سره به موږ د یوې داسې ژبې درلودنکي شو، چې بیا به په هسکه غاړه د مورنیو ژبو نړیواله ورځ لمانځو.

زه شرمېږم، هغه څوک د مورنیو ژبو د نړیوالې ورځې په اړه خبرې کوي چې هغه خپله پښتو نه وایي او یا هم خپلې مورنۍ ژبې ته ژمن نه وي. دا هغه کارونه دي، چې له دې پړاونو کله موږ او تاسې تېر شو، بیا نو هله موږ ته پکار ده، چې د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې په اړه بحث وکړو ژبه ساتلو ته اړتیا لري او یوازې په ورځو لمانځلو او بې ځایه شعارونو ژبه نه ساتل کېږي او دا کار هله کېدای شي، چې ژبه ژبه وګڼل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *