ژبه د ماشوم د فکري او ذهني ودې ګټوره وسیله ده. د یوه ماشوم فکري وده د هغه د ژبې له ودې سره ژوره اړیکه لري. د ژبو په رنګا رنګي کې د الله ( ج ) د قدرتونو نښه پرته ده، الله ( ج ) هر قوم ته د هغوی په ژبه پیغمبر ور استولی دی. نو ویلی شو چې ژبه د هستي پر راز د پو هیدو وسیله ده.
د اساسي قانون د شپاړسمې مادې پر بنسټ دولت د ټولو ژبو د پیاوړي کولو او پراخولو په لار کې، د اغیزمنو پروګرامونو پر جوړولو او تطبیقولو مکلف پیژندل شویدی. نړیوال بیلابیل قوانین هم پدې اړه بشپړ صراحت لري.
کورنيو سیاسي ناندریو، وسله والو شخړو او د مسوولینو بې غوریو د نورو ملي ستونزو د راټوکولو تر څنګ په مورنۍ ژبه ماشوم ته د زده کړې د چاپیریال رامنځته کیدل هم له سترو ننګونو سره مخ کړیدی. د موجودې ستونزې دوام به د افغانستان په شان هیواد ته له اټکله وتلې خطرناکه پایلې ولري، له همدې امله هیوادوال، مدني بنسټونه، ملي او بانفوذه شخصیتونه، کورنۍ، میندې او پلرونه، خپلو اولادونو ته په مورنۍ ژبه د باکیفیته زده کړو د برابرولو د غږ د اوچتولو مکلفیت پر غاړه لري.
مونږ ډاډه یو چې په مورنۍ ژبه د زده کړې د چاپیریال د رامنځته کیدو په لار کې زموږ ژمنتیا، په خپله غوښتنه ټینګار او پر حق ولاړ اوچت شوی زمونږ غږ به بلاخره مسوولین اړ باسي څو په مورنۍ ژبه زده کړې ته چې زموږ د ماشومانو اسلامي، انساني او قانوني حق او اړتیا ده نه یوازې درناوی وکړي، بلکې د دغه حق د اعادې، ودې او خوندیتوب په لار کې به عملي ګامونه هم اوچت کړي.
مونږ د مسوولیت د احساس پر بنسټ د ننۍ جوړې شوې غونډې له لارې، پر حق ولاړې خپلې غوښتنې په لاندې لنډو ټکو کې راسپړو:
۱- د افغانستان جمهور رئیس دې:
- چې د یو ښوونکي، عالم او مفکر په توګه په مورنۍ ژبه د زده کړې اړتیا، ارزښت او ښېګڼې ښې ورمعلومې دي، نو په ټول هېواد کې افغان ماشومانو ته، په مورنۍ ژبه د زده کړو د بهیر د پیاوړي کیدو په موخه، چارواکو او په ځانګړي ډول د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو ته د عملي ګامونو د اوچتیدو څرګند دستور ورکړي.
۲-پوهنې وزارت دې :
ـ د اساسي قانون د ۱۶ مې او ۴۳ مې مادې د لارښوونو په رڼا کې ماشومانو ته په خپله مورنۍ ژبه د زده كړې آسانتیاوې چمتو كړي . پلازمېنه کابل کې په مورنۍ ژبه د زده کړې پیل شوی بهیر دې د ښار نورو سیمو او د کابل اړندو ولسوالیو ته پراخه او لا پیاوړی کړي. په مورنۍ ژبه د زده کړو ریاست دې رامنځته، يو جامع پلان دې جوړ او پدې برخه کې دې عملي كار پيل كړي.
– درسي كتابونه دې په ټولو ژبو د تناسب، تعادل، عدالت، د ټولنې د عيني واقعيتونو له مخې پوره چاپ او په عملي توګه وويشي.
– د ښوونكيو په استخدام کې دې ژبنی انډول، رشته او تخصص په پام کې ونیسي او د هغو ښوونکو استخدام ته دې لومړیتوب ورکړي کوم چې د هېواد په دواړو رسمي ژبو تدريس كولاى شي، همدا راز دوی دې د درېیمو ژبو د ودې لپاره پدغو ژبو ښوونكي هم وروزي.
۲ – د لوړو زده كړو وزارت دې:
– د لوړو زده كړو په ټولو موسسو، پوهنتونونو او پوهنځيو كې درسمي او مورنيو ژبو د زده كړې آسانتیاوې ډېرې کړي.
– د هېواد په مرکزي پوهنتونو (كابل ، پولیتخنیک، طبي ، ښوونې او روزنې، حربي او هوایي پوهنتونو او خصوصي موسساتو ) كې دې د هېواد په دواړو رسمي ژبو د تدریس فرصت چمتو كړي.
۳- اطلاعاتو او کلتور وزارت دې :
– دهېواد د ژبو د ساتنې، ملاتړ او ودې لپاره جامع او هر اړخیز پلانونه جوړ كړي.
– دولتي او نادولتي رسنيو كې دې د ژبو متوازنه، متناسبه او عادلانه وده یقیني کړي.
– دملي ټرمينالوژۍ د ساتنې او ملاتړ لپاره دې ټينګ اړین اقدامات وكړي.
– د ژبو د ودې او افغان ملي کلتور د ساتنې، پالنې او بډاینې لپاره دې عملي پلانونه او پروګرامونه جوړ او تطبیق کړي.
۴ – د افغانستان ملي شورا دې :
– د قانون د جوړوونكي، پلي كووونکي او څارونكي په توګه د ټولو ژبو د سالمې، متناسبې او عادلانه ساتنې، پیاوړي کیدو او ودې لپاره له حكومت سره په ګډه كار وكړي او حكومت دې اړ باسي څو د افغانستان بچيانو ته د دوی په مورنۍ ژبه د زده كړې حق وركړي.
۵- دملګرو ملتونو دفترونه او نادولتي ټولنې دې:
– د افغانستان له دولت او حكومت سره مرسته وكړي او آن دا چې پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو ته دې په دې شرط مرستې ورکړي، چې دوی دې دافغانستان د ژبو په ساتنه او وده او په مورنيو ژبو د زده كړو د برابرولو په اړه عملي ګامونه پورته كړي.
– په خپلو خپرونو كې د افغانستان د دواړو رسمي ژبو انډول دې په پام كې وساتي.
۶- ټولې دولتي او نادولتي رسنۍ دې:
– په مورنۍ ژبه د زده کړې په برخه کې عامه پوهاوی وکړي، کورنۍ او ولسونه دې وهڅوي څو خپل اولادونه او ماشومان د مورنۍ ژبې ټولګیو او ښوونځیو کې شامل کړي.
د افغانستان ټولو ژبو ته د درناوي د عامولو لپاره دې خپرونې وكړي.
۷- مدني ټولنې دې:
– په حكومت او مسوولینو فشار راوړي چې د ژبو متوازن پرمختګ او په مورنۍ ژبه د زده کړې برخه کې د اساسي قانون د حکمونو مطابق عملي كارونه وكړي او زده كوونكو ته په مورنۍ ژبه د لومړنيو، منځنيو او لوړو زده كړو په برابرولو كې عملي، چټك او اغېزمن ګامونه پورته كړي.
په درنښت
د کلتوري ټولنو ګډه جرګه
سلامونه،
د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې د رارسیدو سره د افغان کلتوري ټولنو ګډې جرګې د پریکړه لیک د ټولو مادو په تآييد ،زما په نظر یوه اتمه ماده هم په دا ډول په کې زیاته شي :
۸- هغه چا چې په ځانګړې ډول دا ۱۸ کاله ژبني تعصب ته لمنه وهلې او د د دې تعصب له امله ېې فساد، تاوتریخوالی او د بل هیوادوال حقوق غصب کړي وي، د څارنوالۍ او قضا له خوا جزا ورکړل شي .
………